Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

ستوري مجله چاپ او پر ليکه شو

خپرؤنو نېټه: 6 اګست 2007

پر پښتو پښتونولۍ مين ملي مبارز ارواښاد ډاکتر کبير ستوري په نوم د کونړ ولايت د خاص کونړ ادبي او کولتوري ټولنې د « ستوري » په نامه خپلواکه، ناپېيلي، کولتوري او ادبي دوه مياشتنۍ خپرونه چاپ او د انټرنيټ پر مخ ئې پر ليکه کړي ده .

د « ستوري » مجلي په لومړي کال، لومړۍ ګڼه کې د پښتنو د ټاټوبي لرو او برو پښتنو، اديبانو، شاعرانو،ليکوالانو او پوهانو په زړه پورې ليکني او شعرونه ځاي شوي دي .

د « ستوري » مجلي

مسوول مدير: عرفان الله کوټوال

مرستيال: هدايت الله حيات

سلاکاره ډله: مرستيال څېړونکي وجيه الله شپون ، عبدالقيوم زاهد مشواڼي ، شفيع الله تاند

کتنپلاوى: بصير بيدار ستورى ، محمد داود صديقي ، عصمت الله ملنګ ، ګلرنګ کوچوان

همکار غړي: رحيم الله يوسفزي ، فضل الهادي عاصم ، ميرسلام مجاور ، داود شاه داود

د ستوري استازي: کابل : عبدالحليم همت ، ننګرهار : شفيع الله تاند ، کونړ : نعمت الله کرياب ، پېښور : ذبيع شفق ، جرمني : نسيم خان ستوري

د مجلي د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړۍ

عرفان الله کوټوال
د تنر کلي ـ طلائي بانډه
د خاص کونړ ولسوالي
د کونړ ولايت / افغانستان

درانه همکاران کولي شي چې خپلي ليکني ، نيوکي او وړانديزونه راوليږي .

Comments powered by Disqus