Pukhtana Honarmandan Chap Sho

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

پښتانه هنرمندان, حاجی نصیر ستوری
د خېبر وېب پاڼې باندې په23 اکتوبر 2007 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)



پښتانه هنرمندان

حاجی نصیر ستوری

خپرؤنو نېټه: 23 اکتوبر 2007

په دغه کتاب کی د حاجی نصیر ستوری له خوا د یوشمیر پښتنو هنرمندانو ژوند ليکونه او په زړه پورى مالومات راټول شوى دی. داکتاب د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا خپور شوی او د چاپ چار ی ئې دانش خپروندویې ټولنې تخينکي څانګی تر سره کړی. نصیر ستوری د سريزی په یوه برښه کی د ټولو پښتنو هنرمندانو او فنكارانو څخه هيله او غوښتنه كړی، چې خپلې لنډې پېژندګلوۍ، نظرونه او د پښتني كلتور د ودې او پرمختيا لپاره وړانديزونه د خپل انځور سره یوځای په لاندينۍ پته ماته راولېږي، ترڅو د (پښتانه هنرمندان) نور ټوكونه او پښتني كلتور په دغه ارزښتناكه شتمنۍ غني او د تاريخ پاڼې پرې زرينې شي.

اميد دى چې پښتانه هنرمندان به د نوي طرزونو او كمپوزونو په نوښت سره د هنر او فن ځولۍ نوره لا درنه او بډايه كړي. اوس دا تاسې او دا هم ستاسې (پښتانه هنرمندان) لومړى ټوك او د نورو ټوكونو د بشپړتيا په هيله.

Nasir Stori
KIEBITZWEG 12
50389 Wesseling
Grmany
Fax: 0049-2236-841930
Tel: 0094-2236-8705073
nasirstori@web.de; psdp@gmx.net

د دغه کتاب سرليكونه یی پدی ډول دي : سريزه ، استاد خيال محمد ، استاد شاه ولي ، استاد ګلزار عالم ، استاد بختيار ، ماس خان وصال ، شاه ځوان منور ، مېرمن ګلشن ، بريالى صمدي ،مېرمن هما (مينه افغان) ، كبير اميري ، كمين ګل حېرت ، استاد يار محمد عليزى ، ماسټر علي حيدر ، سېدا ګل مينا

 د کتاب د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړۍ (PDF)

Comments

Comments powered by Disqus

پښتانه هنرمندان, حاجی نصیر ستوری
د خېبر وېب پاڼې باندې په 23 اکتوبر 2007 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)