Title
| Islam | Books | Downloads | Publications | Maps | Articles | Culture | History |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak |
 

پښتو په انټرنېټ کې

عجب خان غمخور

دا د پښتو وېبپاڼو، پښتو برېښناليک، د پښتو وېبپاڼو د بحث د فورمونو او په انټرنېټ باندې د پښتو د نورو اړوندو موضوعاتو په هکله معلوماتي کتاب دى چې ځوان ليکوال او ژورنالست عبدالهادي حيران ليکلى دى او تازه په پېښور کې د افغان خپرندويه ټولنې لخوا چاپ شوى دى.

تقريباً په ١٥٠ مخونو خور دا کتاب په زړه پورې سرپاڼه او د پښتو وېبپاڼو په هکله ښه معلومات لري.  مهم سرليکونه يې د انټرنېټ لنډه پېژندنه، د انټرنېټ د ايجاد او ودې پړاوونه، د وېبپاڼې پېژندنه، د پښتو وېبپاڼو پېل او دوام، د فونټ ستونځې، د پښتو او پښتنو وېبپاڼې، د بحث فورمونه، د وېبلاګ پېژندنه، پښتو وېبلاګونه، اونلاين مجلې، اونلاين کتابونه، پښتو برېښناليک، انټرنېټ او پښتو ادب دي.

د کتاب تړون د ټول افغان وېبپاڼې د مسئول چلوونکي شېرزاد کامه وال په نامه شوى او بيه يې ٤٠ افغانۍ ده. په کابل، جلال اباد او پېښور کې د هر کتاب پلورنځاى څخه ترلاسه کېدلاى شي.

عبدالهادي حيران صېب زه د ډېر د نزدې نه پېژنم. زما په فکر هغه يؤ ښۀ ليکوال، تر څۀ حده ژورنالست او شاعر دى. خو ماته دا پته نۀ وه چې حيران صيب په برېښنائي موضوعاتو کې هم پوهه لري او ليکل پرې کولاى شي. همدا وجه وه چې کله ما "پښتو په انټرنېټ کې" نومې کتاب وليد نو حيران ئې کړم ځکه چې د حيرانۍ کار ئې کړى دى.

"پښتو په انټرنېټ کې" د دې موضوع لومړنى کتاب دى چې زما له نظره تېر شو. د دې ليک د کولو نه وړاندې بازار ته لاړم او وګرځېدم چې که په دې موضوع بل کتاب پيدا کړم چې موازنه ورسره وکړم خو داسې کوم کتاب مې پيدا نکړاى شو. يواځې په يو دوکان کې راته چا يو کتاب وښود چې د وېبپاڼو په هکله ليکل شوى و خو چې ومې کتلو نو هغه کتاب د پښتو يا افغاني وېبپاڼو په هکله نۀ و. او دا کتاب (پښتو په انټرنېټ کې) د هغو وېبپاڼو په هکله دى چې د پښتنو او افغانانو لخوا په پښتو او يا نورو ژبو جوړې شوې دى.

ما دا کتاب د (الف) نه تر (ى) پورې ولوستلو. د کمپوزنګ غلطۍ پکې د نشت برابر دي. او معلومات پکې ګټور دي. لکه کومه وېبپاڼه څنګه جوړه شوه او څه خپروي، فونټ څنګه ښکته کېږي، د پښتو فونټ څه ستونځې او د هغو حل څۀ دى؟ د بحث په فورمونو کې څنګه برخه اخيستل کېدلاى شي او داسې نور.

دا خو داسې معلومات دي چې که د يوې وېبپاڼې چلوونکي غوښتلي وى نو هم په دې موضوع يې دا ډول کتاب ليکلاى شو. کېدلاى شي چې څه کمى زياتى پکې وى خو تر ډېره حده به معلومات همدا ډول وى. خو د حيران صېب ځانګړتيا دا ده چې يو خو يې ځاى په ځاى په ځينيو وېبپاڼو تبصرې، نيوکې او وړانديزونه هم کړي دي او بل دا چې د کتاب په اخر کې د "انټرنېټ او پښتو ادب" تر سرليک لاندې چې کومې خبرې او شعرونه ورکړاى شوې دي نو دا د هغه د اديبانه فکر او د ښې ليکوالۍ ثبوت ورکوي.

نو که غواړئ چې معلوم کړئ په پښتو ژبه او نورو ژبو د پښتنو لپاره تر اوسه پورې څومره وېبپاڼې جوړې شوې دي، کومه وېبپاڼه په کوم ادرس پيدا کېدلاى شي او برېښناليک يې څه دى، وېبلاګ څه شى دى او په پښتو کې څومره وېبلاګونه دي، فورمونه څه ګټې لري او څنګه پکې برخه اخيستلاى شئ او داسې نور...... نو دا کتاب ضرور وګورئ.

يوه خبره چې زه يې خامخا کول غواړم دا ده چې د دې کتاب سرپاڼه ډېره ښه جوړه شوې ده خو کتاب په اخباري کاغذ چاپ شوى دى. د دوهم ځل لپاره که دا کتاب چاپ کېږي نو بايد چې په ښه او معياري کاغذ او د نورو معلوماتو د زياتونې سره چاپ شي.

dividerdividerdividerdividerdivider

Valid HTML 4.01 Transitional

G o o g l e Google Pashto

Site Directory
 Islam
 References
 Education
 Govt & Politics
 Computers
 Regional
 News
 Entertainment
 Business
 Society & Culture
 Sports
 Health

Site Tools
 New Links

 Guest Book
 Advertise Here

Site Messages
If you have installed "Pashto Kror Asiatpye" font from BBC Pashto, You should have no problem in viewing Pashto content on this site as well.

New Posts @ Betak

Affiliate
khyberwatch
pashto.org musafar
toolandai
watan afghanistan