د پښتو ادبي چمن ټل لخوا تېر کال د دويم نړيوال کنوينشن ٢٠٠٥ء په موقعه اورول شوې مقالې د "پښتو: پرون، نن او سبا" په نوم په يو دروند کتاب کې چاپ شوې.
دا کتاب چې په 425 مخونو کې په سپين معياري کاغذ او رنګه پښتۍ چاپ شوى ټول دري څلوېښت سرليکونه لري چې پکې برسېره د کنوينشن پر مقالو ځينې نورې ارزښتمنې مقالې هم چاپ شوې دي.
د کتاب د ترتيب کار اسير منګل او سليم بنګښ کړى دى، د کمپوزنګ، ډيزاين او پروف ريډنګ چارې يې عبدالهادي حيران ترسره کړې دي، تړون يې د کمپيوټري نړۍ د يوې پېژندل شوې څېرې "لېوال" په نوم شوى دى او بيعه يې ٣٠٠ کالدارۍ ده.
په دې ارزښتمند اثر کې د شاملو ليکنو او ليکوالو ترتيب په دې ډول دى:
| اسير منګل | سريزه |
| اجمل خټک | د کنونشن پرانسته |
| پروفېسر پرېشان خټک | صدارتي وېنا |
| وزير اعلى اکرم خان دراني | د مشر مېلمه تقرير |
| ډاکټر کبير ستورى | وېنا |
| فاروق سرور | جادوګر او لېوني |
| ملک مقبول | د درې ورځني کنونشن روداد |
| رئيس کوثر | د پښتو ادبي چمن ټل پېژندګلو |
| همېش خليل | مقيد، د حُسن و عشق شاعر |
| سر محقق عبدالله بختانى | د پښتنو د اصل نسل په باره کې |
| ډاکټر شېرزمان طائزى | د پښتو ليکدود او املاء |
| سليم راز | رقي پسندي، پښتو او پښتونخوا |
| سعد الدين شپون | پښتون او يويشتمه پېړۍ |
| محمد اصف صميم | کمپيوټري نومونې |
| ډاکټر ميا سهېل انشاء | د پښتو پرون، نن او سبا |
| ډاکټر شاه جهان کاکاخيل | پښتو ژبه او صحافت |
| ډاکټر اقبال نسيم خټک | په بدلېدونکې دنيا کې د ادب کردار |
| ډاکټر راج ولي شاه خټک | د پښتو ادب زرين دور |
| طاهر اپريدى | په پښتو کې د افسانې د ارتقا جاج |
| پروفېسر داور خان داود | د پښتو په درس او تدريس کې شوې تجربې |
| دروېش درانى | کره کتنه او د هغې زغمل |
| ډاکټر يار محمد مغموم | د ازادۍ تحريک او پښتو شاعري |
| عمرګل عسکر | پښتو ادب او تصوف |
| افضل شوق | عالمي رجحانات او پښتو ادبيات |
| خواجه محمد سائيل | مورنۍ ژبه او درس و تدريس |
| حاجي قمر زمان قمر طائزى | پښتو ادب کې اسلامي اثار |
| غازي سيال | پښتو موسيقي او سندره |
| ډاکټر سيد چراغ حُسين شاه | پښتو ناول |
| رحيم شاه رحيم | په پښتو کې تاريخ نويسي |
| پروفيسر محمود اياز | اُسلوب پوهنه |
| عارف تبسم | يويشتمه پېړۍ او د نويو موضوعاتو ضرورت |
| صادق ژړک | په کاکړۍ غاړو کې د پښتو سُوچه توري |
| ډاکټر ميا سهېل انشاء | په جنوبي پښتونخوا کې د پښتو ادب |
| حنيف خليل | پښتو ادب کې نوي رُجحانات |
| روښان يوسفزى | پښتو کې د ماشومانو دپاره ادب |
| تاج انور اعجاز خټک | په اماراتو کې د پښتنو اديبانو هلې ځلې |
| فيض الوهاب فيض | پښتو او تعليم |
| لياقت امين | پښتو، پښتانۀ او د نن تقاضې |
| پروېز مروت | د مروتو کسرونه |
| محب وزير | کراچۍ کې پښتو ادب |
| قمر صحرائي | د هزارې د پښتنو تشخص |
| اقبال حسين افکار | د مارګلې په لمن کې د پښتنو ادبي، سياسي او کلتورې هلې ځلې |
| اسير منګل | خوشحال خټک او کرلاڼي توري |
| سليم بنګښ | بابوجان او د هغه يوه قلمي نسخه |
د ادبي کره کتونکو په فکر دا په ٢٠٠٦ء کال کې د پښتو لومړى مهم اثر دى چې د پښتو مينه وال به ترې زياته علمي او ادبي ګټه واخيستلاى شي.

