خپرؤنو نېټه: 19 جنوري 2005
دزوئى خبره ماهسې وکړه دومره زر خوچرګه هګۍ هم نه اچوى لکه څومره زر زر چې صابرکتابونه چاپ کوى زماخيال راځى صابر شاه صابر په چرګو کښې هغه انګريزۍ فارمۍ چرګه ده چې هره ورځ يوه هګۍ اچوى . حيرانيږم خدايه داڅنګه انسان دے
د دوحې سفر لا مونږ پوره کتلے نۀ ؤ چې د دوحې دويم سفر راورسيدو ددې کتاب نوم دے چې درومې څه به مومى نه شم وئيلے چې صابر څه اومومدل که نه . اودا چې اخر صابر په دوحه کښې څه ليدلى دى اوبيائې په سفرنامو ليکلوکښې څه موندلى دى مونږ خو دومره ناراسته يوچې پيښور ته ځونو په مياشتو مياشتو اول ورته اراده وکړو اوبيا نيت وتړو بيا پروګرام جوړکړو او عين دتلو په ورځ چې راله څه بانه په ګتو راشى نوشکر وباسو اوپاتې شو چې ځه بيابه چرته ګورو او هغه بيا چې راشى نو بياهغه هغه چل وشى
ستاهغه سبا په کالو سر کښې نه راځى
جناب حضرت على فرمائيلى دىچې عرف ربهم بضح العزائم . ماخپل رب دارادو په ماتيدو و پيژندو
ارادى باندهتا هون توړ ديتا هون
کهين ايسانه هوجائے کهين ويسانه هوجائے
خوصابرشاه داسې نه کوى بس پاڅى اوروان شى او چې څوک پوهيږى نوهغه بيا سفر هم کړے وى اوکتاب ئې هم ليکل شوے وى په دې معامله کښې هغه سوچه ننګيالے دے او
ننګيالى چې يوځل مخ کړى په يولورى
يابه وخورى ککرۍ يابه کامران شى
مونږ چې سبق وئيلونو دڅلورم په کتاب کښې يونظم ؤ چې اکثر ماته دهغه نظم يوشعر راياديږى او خاص خپله اودصابر شاه موازنه چې کوم نو خامخا راياديږى
نورولکه بازدشين اسمان سيلونه وکړل
ته کورنۍ چرګ ئې په ډيران کوې ګزران
نوصابرشاه داځل بيالکه دباز د دوحې دشين اسمان سيلونه وکړل اودغه سيل نامه ئې چاپ کړې ده چې درومې نوڅه به مومې .لکه څنګه چې دصابرشاه عادت اوروايت دے نو داکتاب ئې هم ډير ښکلے چاپ کړےدے داسې چې سړے ئې راواخلى نوبې اختياره ئې دخلې اوځى چې کتاب دې ته وائى هغه يوملا ديومالداره مړى جنازې له تلے ؤ په سخات کښې ورته ډير څه په لاس ورغلل چې کورته راغلونو هغه پنډ ئې دښځې په وړاندې په کټ ګزار کړو وئيل ئې مړے دې ته وائى دلته به هرسړے پښې وغزوى چې زۀ مړيم صابرشاه صابر په دې کتاب کښې دهغه بې مثله ملګرو ذکر په تفصيل سره کړے دے کومو چې دقطر په مسافرۍ اومزدورۍ کښې دپښتوډيوه روښانه کړې ده اوداډيوه دومره روښانه ده چې رڼائې ترلرې لرې پورې رسيدلې ده ماليدلى نه دى خو دصابرشاه دوينامطابق دقطر په ملګروکښې حاجى ګل زارخان وزيربادشاه جانان فيروز اپريدے، امت بنګش ،ملتان همت، رحمان بونيرے، نيازمومند خوږ نصيب خوږ اوداسې نور ډيرو ملګرى دپښتو دغه ډيوې له خپلې وينې ورکوى
اے ددوحې په ميرو ورکه
زمانازکه ياره خدائې به دې ساتينه