خپرؤنو نېټه: 20 فروري 2005
د پټې خزانې دشعرى تذکرې په اړه څه وئيل به کم ازکم زما دپاره مناسب نه وى زۀ خپل ځان ددې وړ نه بولم چې ددغې شعرى تذکرې پحقله څه ووايم چې مولف ئې محمد هوتک دے شايد ددې يوه وجه داوى چې دادعالمانو کار دے خوزۀ په دې حقله دومره وئيل ضرورى بولم چې دپټې خزانې داعتراض په ردعمل کښې محقيقنو په رښتيا ډيره خوارى وکښله اوپښتو ادب کښې دښه علمى اوتنقيدى مباحثو باقاعده ابتدا وشوه .
دپټې خزانې داشاعت نه پس درې ډلې په پښتوادب کښې پيدا شوې يوه هغه ډله ده چې ددغې لرغونى تذکرې په استناد باندې شک لرى دويمه هغه ډله ده چې دغه تذکره سل په سله په صداقت باندې مبنى دستاويز او لاجوابه تاريخى اثاثه ګڼى دا دواړه هغه دوه ډلې دىچې دپټې خزانې دمندرجاتو پحقله کماحقه، علمى اوتنقيدى ژوره مطالعه لرى خو يو دريمه ډله هم شته چې په پټو سترګو دپټې خزانې د صداقت اوحيقت تصديق کوى . ګوا داهغه ډله ده چې مونږ په نورو الفاظو کښې تيار خوره ډله ورته وئيلے شو ګوا داډله دپښتو د دومره اهمې مسئلې په خاطر لاهم دمطالعې کولو زحمت نشى کولے زۀ پخپله داول الذکر دواړو ډلو ليکنې وايم خود رائې ورکولو جسارت ځکه نه کوم چې په دومره اهمه موضوع زماليکل راته بې ځايه غوندې ښکارى .
غالباً دکال ٢٠٠٣ په اخر کښې دنوموړى شاعر اديب نقاد او محقق عبدالکريم بريالى تحقيقى څيړنه منظر عام ته راغله د موصوف داتحقيقى کاوش هم دپښتواکيډمۍ کوئټې په مالى لګښت چاپ شوے دے ((پټه خزانه دحقيقت په ائينه کښې )) دعبدالکريم بريالى تحقيقى کاوش دے موصوف داکتاب . يادا تحقيقى اثر دپټې خزانې په حق کښې دادب لوستونکو مخې ته ايښے دے . اوس سوال دا پيدا کيږى چې عبدالکريم بريالے په خپل مقصد کښې ترکومه حده بريالے شوے دے ؟ دافيصله به ددې تحقيقى کاوش دلوستلو په ردعمل کښې خصوصاً هغه لوستونکى کوى چې دپټې خزانې دشعرى تذکرې په اړه سنجيده اوژوره مطالعه لرى .
پټه خزانه دحقيقت په ائينه کښې يو ضخيم تنقيدى او تحقيقى کاوش دے په دې تحقيقى کاوش کښې موصوف محقق جاج اخستے دے کوم چې دپټې خزانې دمندرجاتو سره اختلاف لرى اويائې دخدائى بخښلى معتبر محقق عبدالحى حبيبى اختراع ګڼى دبريالى صيب د تحقيقى اثر دهر فصل په اخر کښې دهغوکتابونو، جريدو، اخباراتو نومونه هم دحوالو په اړه په خپل دې تحقيقى کاوش کښې ورکړى دى کوم چې ددوى ددې تحقيقى اثر دارزښت اوقدوقيمت په اړه دادب لوستونکيو دمطالعې دبلا دلچسپۍ جواز پيدا کوى خوداسوال پخپل ځائې داهميت وړدے چې دوى په ذکر شوى تحقيقى کاوش کښې دڅومره معترضينو داعتراضاتو تشفى کړې ده . لکه ماچې مخکښې ووئيل چې دپټې خزانې په اړه زۀ ځکه څه وئيل نه غواړم چې داپه رښتيا ديو علمى تحقيق غوښتنه کوى او دادعالمانوکار دے خامخا زۀ خپل نوم په هغه فهرست کښې د شاملولوشوق نه لرم لکه ځينې ليکوال چې دپټې خزانې په حواله به د تذکرې په العبا نه وى خبر اودے د دومره اهم شعرى دستاويز په اړه خپلې بې ځايه سندرې وائى .
((پټه خزانه دحقيقت په ائينه کښې )) يوتازه تحقيقى کاوش دے په دې مې دکالم ليکلو جسارت ځکه وکړو چې هغه ټول لوستونکى خبر شى کوم چې له دې علمى بحث سره نزدې تعلق لرى ترکومه حده چې زۀ علم لرم نور هم بلا سنجده ليکوال په دې موضوع باندې په خورا سنجيدګى لګيادى کارکوى زۀ خپله په ذاتى لحاظ ددغو دواړو ډلواحترام اوقدر کوم کوم چې دپټې خزانې په ضديا په اختلاف کښې خپل ګزارشات دادب لوستونکيو مخې ته ږدى اوياددې تذکرې په حق کښې کښې دخپلو علمى اوتنقيدى دلائلو څرګندونه کوى .
زۀ خپله دغه علمى بحث دپښتوژبې او ادب په حق بيخى زيات ګټور بولم. هغه په دې که په پټه خزانه اعتراض نه وے شوے نو بيابه زمونږ ادب دمنورينو دعلمى بحثونو اوتنقيدى تجزياتو اومشاهداتو نه محروم پاتې شوے وے ګود پټې خزانې مباحث زۀ په خپل فکر اونظر دپښتو ژبې په اړه دتاريخى څيړنو مترادف ګڼم اوداعقيده هم لرم چې پټه خزانه دپښتو دمخصوصى سيمې سره تعلق نه لرى دادټولو پښتنو ده بيا که هغه دلراوکه د بر . زما غالباً درې څلور کاله مخکښې دمحترم هميش خليل سره ددوى په کورکښې ملاقات شوے ؤ نو زۀ محترم هميش خليل خپلې لائبريرۍ ته بوتلم زماپه ياد دى لکه څنګه چې دليکوال کتابونه تيت اوپرک پراتۀ وى اويوه بې ترتيبه لائبريرى لرى ګوا دادبى خورخين هم کټ مټ دغسې ؤ خو په خبرو خبروکښې ئې ماته يوه نقشه راښکاره کړه غالباً دپينځه زره کاله قبل مسيح نقشه وه دوى په دې نقشه کښې په انګريزۍ کښې ديولفظ نشاندهى وکړه اومانه ئې تپوس وکړو چې محمودايازه!
دالفظ ته اووايه ماورته سم دستى ووئيل چې دا اټکا لفظ دے نو دوى په ډيره عاجزۍ راته ووئيل چې اټکا دے که نه ؟ما ورته ووئيل هوجى،اټکا دے نو هميش صيب بيا راته ووئيل چې داظالمان بيا هم پټه خزانه نه منى خوماسم دستى سوال ورباندې وکړو چې هميش صيب که په پټه خزانه اعتراض نه وے شوے نوبيابه تاسو دانقشه لټولې وے دوى راته ووې چې نا نومابيا ورته ووئيل چې ګټه ئې چاته رسيږى دوى په جواب کښې راته ووئيل پښتوته اوماورته ووئيل چې بس بياخو دانوره هم ښه خبره ده