|
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak | |
دستار انټرنيشنلاعتبار ګل زړۀ سواندے
د ريا خرقه ئى خداې مۀ کړه په غاړه دغه شان د دستار په حقله ستر خوشحال بابا وئيلى دى چې چې دستار تړى هزار دى خو نن چې زۀ د کوم دستار په حقله تبصره کؤم هغه د دوحه قطر ادبى ملګرو دستار انټرنيشنل دوه مياشتنۍ رساله ده چې وړومبۍ ګڼه ئې چاپ شوه او مارکيټ ته راغله. چيف ايډيټر ئې پروفيسر جهانزيب نياز او ايډيټرئې صابرشاه صابر دے. د رسالې کاغذ او ټائيټل د اعلى معيار مطابق دے. دپښتو په صحافتى او ادبى تاريخ کښې په وړومبى ځل داسې رساله مونږ ته په لاس راغله چې دمسافرو شاعرانو د ادبى هلو ځلو نه به په ښۀ طريقه خبر شو.د دستار انټرنيشنل په دې وړومبۍ ګڼه کښې ټول هغه مواد شائع شوى دى. کوم چې د صابرشاه صابر او جهانزيب نياز د کتابونو په موقع لوستل شوى دى. د دستار دشاعرۍ په برخه کښې زما د انجنيئر راجهان شاعرى خوښه شوه. دې نه علاوه دفيروزاپريدى خليج کښې پښتانۀ او پښتنو په حقله مضمون اودصابر شاه دوه خاکې چنارغوندې سړے او سپين سپيځلے هم د لوستلو جوګه دى. په انټرنيشنل دستار کښې ځينې تصويرونه تت دى ادارې له پکار دى چې د بيا دپاره ورته پام وکړى. دغه شان ادارې ته زما دا يو تجويز دے بايد دستار کښې دسعودى عرب په شمول په نورو ملکونو کښې ميشته شاعرانو او ليکوالو له هم توجو ورکړے شى چې دا شان دستار انټرنيشنل په حقيقت کښې دستار انټرنيشنل شى. نۀ دا چې صرف د دوحه قطر انټرنيشنل دستار شى دغه شان د نورو ملکونو مسافرو شاعرانو اوليکوالو له هم پکار دى چې ددستار په کاميابۍ کښې ددستار ادارې سره پوره پوره مرسته وکړى. په اخر کښې زۀ خپله تبصره په دې ختؤم چې ګرم شوے دپښتو ژبې بازار دے
|
||||||||||
|