Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

د قطر بيمارى

ليک :- زلمے نړيوال

ورځپاڼه وحدت

خپرؤنو نېټه: 6 مئي 2004

په مرضونو کښې زما د خارښ نه ډيره کرکه کيږى ځکه چې انسان نۀ د ښځو په محفل کښې کښيناستے شى او نه د سړو. نن سبا په پښتو ادب کښې ددې نه هم زياته خطرناکه بيمارى را ګډه شوې ده چې په عامه ژبه کښې د ((طمعې)) او په ادبى ژبه کښې ((د قطر بيمارۍ)) په نوم پيژندلے شى. په سياست کښـې ددې مرض بنياد ضياء الحق ايښے و چې څوک هم لږ د کار سړے ورته ميلاو شوے و نو هغه ته ئې وئيلى وو چې وزير اعظم دې جوړوم. لکه مير ظفرالله جمالى ، ولى خان او محمد يوسف قريشى ( روشن پاکستان والا) دغه شخصيات تر اوسه پورې دضياء الحق معتقدين دى او تر اوسه پورې دغه ګوړه ګوړه وائى. همدغه کار په پښتو کښې ملګرى صابر شاه صابر شروع کړے دے او بې شميره کسانو ته ئې د قطر بيمارى لګولې ده . صابر شاه صابر دا خارښ په ډيرو کسانو داسې لګولے دے چې څوک هم ورته فون وکړى يا ورسره ميلاؤ شى نو سمدستى ورته د قطر د تيارۍ تلقين کوى .

لکه د کراچۍ رحمان بونيرے خو پاسورټ او نور ضرورى کاغذات څليريشت ګېنټې په جيب کښې ګرځوى چې څه وخت هم ورته ضرورت پيښيدے شى. د کراچۍ ((چغه)) مجلې هم په دې چکر کښې درې ځل د قطر واله و قد آدم سائز تصويرونه په ټائټل چاپ کړل اواوس هره جمعه کښې يو ځل په دې پچه کوى چې قطر ته به چيف ايډيټر ځى که صرف ايډيټر. په پيښور ، مردان ، کواټ او نور ځايونو کښې هم دا بيمارى ډيره په تيزۍ سره خوريږى . ددې بيمارۍ پس منظر دادے چې په قطر کښې ميشته يو څو پښتنو اديبانو او شاعرانو هلته دوحه پښتو ادبى ټولنه جوړه کړې ده . دغه پښتانه د مزدورۍ سره سره دا ټولنه هم چلوى او کال په کال دپاکستان نه څوک شاعر اديب غواړى اؤ هلته ئې ميلمه کوى .

بيا پوره کال په هر محفل، غونډه مرکه اؤ بحث کښې دا خبره کوى چې مونږ فلانکے فلانکے قطر ته غوښتلى ؤو او داسې داسې مو وکړۀ. دې ټول عمل ته دوى د پښتو خدمت وائى. زما په خيال دوى پښتو ته خوهيڅ فائده نه ده ورکړې البته د خپلو بچو سره ئې زياتے کړے دے چې د هغوى دپاره ګټلې پيسې ئې په دې کارونو ضايع کړى دى . کۀ ديوبل ميلمستياګانې هم مونږ د پښتو ادب په خدمت کښې حسابول شروع کړو نو بيا خو وشوه دپښتو ادب دې خدائې مل شى!، په دې سلسله کښې دوه خبرې د توجه وړ دى .

اوله خبره دا چې ددوحې اديبانو شاعرانو له هډو دا سلسله شروع کؤل نه وو پکار که يو ځل دوه ئې څوک اديب يا شاعر غوښتلے وے نو سمه وه خودا مستقل عنوان ئې ښه نه ؤ، که بيا ئې دا مستقل عنوان هم چلولے نو په هره خبره کښې د خپلو ميلمنو نومونه اخيستل بيا بيا دا تفصيل بيانؤل چې دومره روپۍ مو پرې لګؤلى دى او بيا ترې ګيلې کؤل په ادب کښې څه ګنجائش خونه لرى نۀ لرى خو پښتو هم نۀ ده، صابر شاه په خپل کتاب کښې دا خبره ليکلې ده چې څوک د ميلمه په طور قطر ته تللى دى او واپس راغلى دى نو بيا ئې د قطر د ملګرو تپوس نه دے کړے . دا کوم اصول دى؟ د صابر شاه مطلب دادے چې قطر ته غوښتل شوى اديبان دې مستقل طور د دوحه ادبى ټولنې فکرى اؤ ادبى نوکران شى او په پيښور کښې دې د هغؤى دنومونو اوچتولو او غټولو لپاره کار کوى.

د صابر شاه نه دا طمعه کيدے شى خو د راج ولى شاه خټک ، رحمت شاه سائل او ميا فاروق فراق و غيره نه دا طمعه لرل د هغوى د شخصيت اوميلمستيا سپکاوے دے . البته طاهر اپريدى د خپلې مينې او اخلاص دومره ثبوت ورکړے ؤ چې يو رپورتاژ ئې ليکلے ؤ. خو د طاهر صيب په رپورتاژ او دصابر شاه په سفر نامه ( اګر چې دا دواړه په فنى حواله رپورتاژ او سفر نامه نه دى ) کښې هم د ادبى خدمت څه نښې نشته . البته دطاهر صيب رپورتاژ د صابر شاه د کتاب نه لږ ښه دے خو بيا هم چې څوک رپورتاژ ليکل غواړى نو پکار ده چې وړاندې د سليم راز له باړې تر باړه ګلۍ ضرور ولولى د قطر او دوحې ملګرو ته زما د ورورۍ مشوره ده چې اول خو دې خپلې د خوارۍ مزدورۍ پيسې دادب په نوم په فضولياتونه خرابوى .

او که خامخا څه کار کول غواړى نو د پښتو او ادب لوئى خدمت دادے چې د رحمان بابا، خوشحال خان بابا، حمزه بابا، قلندر مومند يا نورو اديبانو او شاعرانو معيارى تخليقات او کتابونه دې چاپ کړى او په خلقو دې ويړيا وويشى.داسې به ادب له هم څه وکړى او ځانله به د عزت او احترام مقام هم وګټى. او که زما او د صابر شاه غوندې ((سرسريان)) قطر ته غواړى او دا د پښتو ادب په کهاته کښې اچوى نو د خدائې او د رسول لحاظ دې وکړى او په پښتو ادب پورې دې نوره خندا نه کوى د قطر ملګرى دې خپلو ځانونه ته دصابر شاه د لفظونو په آئينه کښې نه ګورى بلکې زما نه دې پوښتنه وکړى . زه ورته نن دا خبره په ډاګه کوم چې دوحه ادبى ټولنې دې وروستيو سرګرميو د ټول پاکستان لوئى او واړه شاعران او اديبان په خپل ځان او کار پورې وخندؤل

Comments powered by Disqus