Khyber.ORG :: Archives

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

July 2004

ماشومانو سره دا سلوک؟، عبدالهادي حيران
22 جولائي 2004

د ماذيګر وخت ؤ د هغۀ سره ددغې محلې د مسجدِ عمر فاروق پۀ صحن کښې ناست ووم اؤ څۀ خبرې مو کؤلې. زما توجه به اکثر د ګلونو پشان د هغو ښکلو ښکلو ماشومانو طرفته شوه چې زمونږ پۀ مخه به د سبق لپاره جومات ته ننوتل. زړۀ مې ډير خوشحاله ؤ خو ناڅاپه د جومات دننه داسې درزا شروع شوه لکه سړے چې د ټاټ کپړه د وينځلو لپاره پۀ څوباړى پۀ زوره زوره وهى . . . نور

ما له پښتو نه راځي، نور البشر نويد
22 جولائي 2004

يو قبائيلى زلمى په اردو کښې ليکلې ډرامه راوړې وه ماهغه سره په ډرامه دخبرو اترو نه پس يوسوال وکړو چې تۀ په پښتو کښې ډرامه ووليکه دهغه جواب داوو ((ماله پښتو نۀ راځى نه ليکل نه لوستل کولې شم)). داخبره هغه دومره په فخروکړه چې په مخ باندې ئې ددې خبرې فخريه تاثرات هم ښکاره شول . . . نور

Thursday, July 15 2004

The British bombed the 'restless natives' of Afghanistan intermittently between 1915 and 1919. Bombing the Pathans' irrigation ditches, which cut water supplies and emptied terraces of their topsoil, was deemed more effective than destroying their villages (Lindqvist, 2000: 42). The Pathans were temporarily subdued, because food and water were difficult to secure in the bleak, dry . . . Read More

دسپرلى رنګونه ، عرفان الله خان
9 جولائي 2004

منے په مزه مزه په شا کيدو دے، پوه ما خپله جلوه وښودله، دپښتونخوا دغرونو دنګې دنګې سُوکې لا اوس هم په واورو سپينې دى ځينې خو کال او سر دواورې پټکے په سر کړے وى، هاغه غرونه چې کال او سر په واورو سپين وى لکه سپين غر او دچترال ، ملاکنډ، سوات ديامر، ګلګت او بلتستان ځينې لوړ لوړ . . . نور

مړى ګورکفن او جنازې ، ليک: اشرف خان خټک
9 جولائي 2004

په لږه غوندې موده کښې ډير انسانان ددنيا نه رخصت شول چې هر څوک ورته خفه دى دمولانا شاه احمدنورانى چې کوم ددين دپاره خدمات دى هغه به هميشه هميشه دپاره ياديږى ځکه چې هغه دمفتى محمود او نورو عالمانو په سرپرستۍ کښې دقاديانانو خلاف په ١٩٧٣ کښې تحريک پيش کړے ؤ هغه وخت خدائې بخښلے ذوالفقارعلى بهټو وزيراعظم ؤ په اسمبلۍ کښې په دغه تحريک مکمل بحث وشو . . . نور

پښتو ادب کښې نعت ، حنيف خليل
7 جولائي 2004

نعت دحضرت محمد صلى الله عليه وسلم دشخصيت، کردار جدوجهد او نورو اوصافو ستائنې ته وئيلے شى داستائنه هم داسې پکار ده چې دحضور صلى الله عليه وسلم دشان مطابق وى داپه نثر کښې هم کيدے شى او په نظم کښې هم خو په ادب کښې عموماً دنعت دپاره منظومه پيرايه خوښه کړے شوې ده دغه وجه ده چې ددنيا په هر ادب کښې نعتونه په نظم کښې وئيلے شوى دى. البته داخبره واضحه ده چې نعت دپاره د نظم دکوم خاص صنف تعين نۀ دے شوے داپه هر منظوم صنف کښې وئيلے کيدے شى ځکه چې . . . نور

ورکې لارې ، ليک : لائق زاده لائق
4 جولائي 2004

مادڅه ساعت دپاره دصابرشاه صابر ددوحې سفرنامه ولوسته، بيا مې سترګې پټې کړې او دخيالونو په نيلۍ سور دقطر، سعودى عرب او اماراتو هاغه تودو تودو شګو ته ورسيدم، چرته چې زما دپښتونخوا ډير زلمى دارامانو په غيږ کښې دژوند شپې سبا کوى. زما ذهن ته هاغه زلمى هم راغلل دچا راتلو ته چې بوډا مور او پلار خپله يوه يوه ساه شمارى. هاغه زلمى هم چاچې په نکريزو سره لاسونه ناوې پريښې وې او دبې کورۍ ژوند ددغه نکريزو په کږو وږو کرښو دورکولو کوشش کوى. هاغه زلمى مې هم . . . نور

زۀ دمينې نغمه ګره يم ، ليک:طلا محمد شباب
4 جولائي 2004

زۀ دهغې مردم خيزې خاورې پښتونخوا لُور يم چې په اتلانو ئې يوازې پښتانۀ نۀ بلکې دايشيا ټول قامونه وياړيږى زۀ هم ددغه درنو او تاريخ سازه څټو لور يم زماپه رګونو کښې هم دغه ننګياله او پُښتنه وينه په غورځنګ ده تاسو به زۀ دوطن په سنګرونو کښې ليدلے يم تاسو به ما دوطن په روغتون کښې هم وينئ چرته چې زۀ ستاسو په پرهرونو کښې پټۍ ږدم تاسو کۀ ما په هر رنګ او هر شکل کښې وينئ زما څهره به لکه دځلنده نمر وينئ ما خپل ځان دننګ او پت په کالو سينګار کړے دے زۀ . . . نور

Thursday, July 1 2004

MICHNI POINT, Pakistan's last outpost at the western end of the barren, winding Khyber Pass, stands sentinel over Torkham Gate, the deceptively orderly border crossing into Afghanistan. Frontier Scouts in gray shalwar kameezes (traditional tunics and loose pants) and black berets patrol the lonely station commanded by a major of the legendary Khyber Rifles, the militia . . . Read More