Khyber.ORG :: Archives

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

May 2004

9 مئي 2004

نه خودسخن فهمۍ څه دعوه لرم او نه دغالب دطرفدارۍ نيت مې دے ځکه چې څه مې په زړۀ دى هم هغه مې په خله دى او واقعاتى حقيقت هم دادے چې د کچه ماذيګرى په ابتدائى لمحو کښې کله هم چې زۀ دځوانى مرګ دوست جاويد خيبر کيفۍ ته ورننوځم او دخپل ښى لاس دقطار خپل اشنا اخرى ميز ته ځان رسوم نو دګس لاس دقطار اخرى ميز دګوټ کرسۍ مې سترګې ځان پله لکه دمقناطيس راکاږى چې يو درويش پرې ځان له مراقبه . . . نور

پښتون په پښتو پښتون دے ، ليک: هويد نقاش داودزے
8 مئي 2004

هسې نن سبا چې دپښتون حالت ته ګورم نو ډير خفه شم ځکه چې ډير لتاړ او سختو شپو ورځو کښې ګيردے، کله نا کله په دې خبره سوچ وکړم چې دغه کوم وجوهات دى چې دوى ئې دومره ناکړدو سره مخ کړيدى او دښه سوچ نه پس دې نتيجې ته ورسم چې ددې دټولو غټ دوه وجوهات دى ددۀ پښتون او مسلمانى او هم دغه وجوهات ددۀ دتباهۍ سوب جوړ شوى دى . . . نور

6 مئي 2004

هسې خو دصنعت اوتجارت په حواله دلته په پښتونخوا کښې دپنجاب خلق د پخواراسې اباددى يعنى ماهرين اواستاذان پنجابيان دى او مزدور طبقه دلته په خپلې پښتونخوا کښې هم پښتانۀ دى اوپنجاب کښې هم . . . نور

6 مئي 2004

٢١ فرورى هر کال په ټوله نړۍ کښې د مورينو ژبو ورځ نمانځلے شى ددې ورځې نمانځلو اهتمام او اعلان ملګرو ملتونو کړے دے چې دغسى د مورنيو ژبو عظمت او اهميت معلوم شى د ټولى نړۍ دژبو ويونکى د خپلو خپلو مورينو ژبو دحقوقو د پاره په دې موقع واکونه جلسې جلوسونه سيمنارونه او غونډى کوى. دخوشحالۍ خبره ده چې دا ځل پښتنو ليکوالو او سياستدانانو هم د اتفاق او اتحاد مظاهره وکړه او . . . نور

دميږيانو کور ، ليک: حيات الله لطيفى
6 مئي 2004

دافغانستان دمظلوم مسلمان ملت دشکنجه کيدو ربړيدو، در په در کيدو او ددې خونړى تباه کن انقلاب ابتداء په ١٣٤٦هـ کال کښې هغه وخت وشوه چې کله افغانى واکدار دخلق او پرچم کمونستى ګوندونو ته رسماً اجازه ورکړه . . . نور

دمغرب زوال ، ليک:: مارټن جيکس
6 مئي 2004

دسور جنګ په وخت ددنيا دوه زراوى طاقتونو په مينځ کښې که هسې مخا مخ محاذ ارائى او نښتې شروع وې خو دواړو ته دحليفانو هم ښه اوډاډګيرنه ملاويده يوطرف ته که روس ته دچين،کيوبا، شمالى کوريا اونورو کميونسټو ملکونو حمايت حاصل ؤ نوبل طرف ته امريکې ته هم دمغربى ملکونو پوره پوره مالى او فوځى تعاون حاصل ؤ . . . نور

 ديوکرائن غله ، سعدالله جان برق
6 مئي 2004

اخبارى خبر دے چې يوکرائن کښې غلو يو روغ دريل ګادى انجڼ په بډه کړے دے اوهم په دغه ملک کښې څه موده وړاندې غلو يو روغ پل پټ کړے ؤ . داخبرونه هسې دحيرانتيا دى خو دغه خلقو ته پته نشته چې زمونږ په ملک کښې ددغه غلو پلاران شته دے داسې غله چې روغ اوښ په بډه کړى او چاته پته هم ونه لګى انجڼ اوپل څه شے دے دلته روغ روغ قومونه اوسياسى پارتۍ خلق په بډه کړى بلکې روغ حکومتونه . . . نور

د خاطر د غزل انداز ، عرفان الله خان
6 مئي 2004

دخاطررنګين غزل ته حيرانيږمپه دې خړ خيبر کښې څه دى بې دخاورو . . . نور

دهزارې دپښتنو يوياداشت ، نورالبشر نويد
6 مئي 2004

زمونږ هزاره ډويژن کښې تقريباً ٧٥ فيصده پښتانۀ اوسيږى خپل دستور او خپل ثقافت سره څه د دوه نيمو سوو کالونه استوګن دى مخکښې به دپيښور ټى وى پروګرامونه په هزاره او بټګرام کښې نه ليدے کيدل خواوس بوسټر ولګيده نو په پيښور ټى وى کښې دهزارې اوپه تيره تيره دبټګرام دفنکارانو، شاعرانو څه نمائندګى نشته حالانکې په بټګرام کښې دپښتو سندرغاړى فنکاران، شاعران ليکوال اوډرامه نګاران شته. . . . نور

دغريبۍ ايوارډ ، ليک::ډاکټر افتخار على فګار
6 مئي 2004

پښتو ژبه زمامور پښتو ژبه زما ښائست ،پښتو ژبه زما پيژندګلو غرض دا چې پښتوژبه زماهرڅه هرڅه ده ځکه چې په دازما مورنۍ ژبه ده ځکه خو ماډيره ګرانه ده . دپښتو ژبې سره چې دچا څه قسم هم تعلق دے هغه زما ورور زما دسترګو تور زما زړۀ ټکور دے هم دغسې دپښتو عاشقانو کښې زما يو پښتون ورور . . . نور

6 مئي 2004

ښاغلے اجمل خټک چې دخپلې انقلابى او نظرياتى شاعرۍ او پښتون ملت يا له سياست په حواله دادبى او سياسى نړۍ يو ښکاره نوم دے دنوموړى ټول ژوند دخپلې پښتانۀ دملى ، سياسى، جمهورى، معاشرتى، معاشى، اقتصادى او لسانى حقوقو دپاره دمبارزې نه عبارت دے ښاغلے خټک صيب دلوئې اتل فخر افغان عبدالغفار خان دڅو هغو نزديو ملګرو دصف دامام . . . نور

6 مئي 2004

نۀ پوهيږم چې ستر قلندر مومند مې ولې نۀ هيريږى زما په خيال دا دپښتو ژبې هغه قدر آور او لوړ ادبى شخصيت ؤ چې دپښتو ژبې يو ليکوال ئې هم نۀ شى هيرولے، او تل به ددوى دادبى، شعرى، تنقيدى او تحقيقى ليکنو نه به ټول عمر کما حقه استفاده کوى، زما ډير ښه په ياد دى چې يو ځلې زۀ داسلام اباد نه پيښور ته لاړم، نو مرکې ته به په دې نيت تلم چې هلته به دپښتو منلے او نوموړے شخصيت ووينم، اکثر به مې دا . . . نور

بې نومه بې نښانه ، ليک: راحت محتاج
6 مئي 2004

او چې ما به دخلقو نه اوريدل چې هغوى ددې خاورې دپاره ډيرې قربانۍ ورکړې دى ددې وطن دازادۍ او دوګړو دسوکالۍ دپاره ئې دظالم حکمران سره په توره او قلم جنګونه کړى وؤ ددې خاورې او وطن دازادۍ لۀ خاطره ئې دظالم سامراج دقيدوبند سختې برداشت کړې وې نو زما زړۀ کښې به ډير ارمان ؤ چې زۀ . . . نور

بغير اپريشن علاج ، نورالبشر نويد
6 مئي 2004

دطب په دنيا کښې دسرجيکل کيسونو بغير اپريشن علاج خود ډيروخت نه راروان دے په دغه حقله به متاثرينو ته معلومه وى چې دغه علاج څنګه دے ؟؟ هسې خو په کلو بانډو کښې دبدن دننه دکاڼو اودسترګونه دخسڼى را ايستو علاج په دم درود هم ياديږى چې د ډاکټرانو دپاره چيلنج دے دطب په دنيا کښې نوې نوې . . . نور

اپريل فول اوزمونږ ړوند تقليد ، ليک:: سعادت خان ساغر خټک
6 مئي 2004

هرکله چې پيرنګيانو سپين قبضه کړو نو دسپين زيات ترمسلمانان ئې په قيد کښې واچول دومره ظلمونه ئې پرې وکړل چې په لفظونو کښې دهغې احاطه ډيره ګرانه ده . . . نور

6 مئي 2004

دواڼا داپريشن نه وړاندې او هم داپريشن دوران کښې دهيواد ګڼو دانشورانو، جمهوريت خوښو او وطن دوستو ډلو او اشخاصو دحکومت نه څو څو ځله غوښتنه کړې وه، چې دوانا اپريشن کښې دې ټول اولس اعتماد کښې واخستے شى او داپريشن متعلق دې ټول حقائق پارليمان ته وړاندې کړے شى چې اولس . . . نور

6 مئي 2004

دتيرو پيړيو او صديو په اوږدو کښې دنړۍ په هيوادونو لويو لويو امپراتورانو حکومتونه کول ددوى واک حدود نۀ لرل هر څه چې به ددوى زړه غوښتل هغه به قانون و غريبو او مظلومو خلقو به دژوند حق هم نۀ درلود. دامپراتورانو او په دوى پورې دتړلو شتمنو کسانو اقتصادى ګتې به دلويو جنګونو او د نورو دولتونو . . . نور

پښتون په پښتو پښتون دے ، ليک: هويد نقاش داودزے
5 مئي 2004

هسې نن سبا چې دپښتون حالت ته ګورم نو ډير خفه شم ځکه چې ډير لتاړ او سختو شپو ورځو کښې ګيردے، کله نا کله په دې خبره سوچ وکړم چې دغه کوم وجوهات دى چې دوى ئې دومره ناکړدو سره مخ کړيدى او دښه سوچ نه پس دې نتيجې ته ورسم چې ددې دټولو غټ دوه وجوهات دى ددۀ پښتون او مسلمانى او هم دغه وجوهات ددۀ دتباهۍ سوب جوړ شوى دى . . . نور

4 مئي 2004

دهندوانو عقيده ده چې ((چرته چې ديو شاعر فکر يا سوچ رسيدے شى هلته دنمر وړانګې هم نۀ شى رسيدے)) . . . نور

4 مئي 2004

اوس وخت کښې دپاکستان ابادى د ١٤ کروړو ٩٠ لکو نه تجاوز کړيدے، دغه ابادۍ کښې ٢٨ فيصده مزدور طبقه تشکيلوى، کوم چې تقريباً ٤ کروړه ٢٧ لکه ٥٠ زره افرادو باندې مشتمل دى. دوى کښې ٢ کروړه ٩٦ کروړه ٩٠ زره کسان په کلو بانډو کښې او يو کروړ ٣٠ لکه ٦٠ زره خلق په ښارونو کښې مزدورۍ کوى . . . نور

آيا قبائيل دهشت ګرد دى؟؟ ، ليک:: محمد اسماعيل سيار باجوړے
4 مئي 2004

کله نه چې روس په افغانستان کښې په لومړى ځل کودتا وکړه نو په افغانستان کښې ګډوډى او بدامنى خوره شوه ، ځينې خلقو دشوروى اتحاد ملاتړ اعلان کړو او ځينې خلقو خپل خوږ وطن پريښودو او در په در کډه په سر په نورو هيوادونو کښې ميشته شول او اکثر پښتانۀ وروڼه صوبه سرحد ته راغلل او اکثر مهاجين په قبائلو کښې استوګين شول او په قپائلو کښې زياتره افغانان ځکه ميشته شول چې دې قبائلو او . . . نور

ببرک شينوارى سره مرکه ، مرکه کوونکى: ميا فاروق فراق، عبدالهادى حيران
4 مئي 2004

په کابل کښې اوس دومره کار شويدے چې دحکومت هغه څهره جوړه شوې ده داوسنى حکومت نه مخکښې خو دحکومت هغه څهره نۀ وه جوړه داسې انتظاميه نۀ وه چې داولس پرې دحکومت ګمان شوے وے اصل خبره داده چې افغانستان په جغرافيوى لحاظ دمينځنۍ اسيا برخه ده نو هلته غربى کلتور دے ديخوا . . . نور

دګورنر صيب منصفانه خبرې ، ليک: ماسټر اکرام خليل
4 مئي 2004

دصوبه سرحد ګورنر ليفټننټ جنرل (ر) سيد افتخار حسين شاه تيره ورځ وئيلى وؤ چې (قبائلى سيمو کښې وينه تويول نۀ غواړو کۀ چيرې قبائلى قبيلې دکوم غير ملکى دپر امنه اوسيدو ضمانت راکړى نو مونږ به هغه غير ملکيانو ته داستوګنې اجازه ورکړو) . . . نور

4 مئي 2004

داڅه پټه پناه خبره نه ده چې په افغانستان کښې دطالبانو ددرونه دپاکستان هغه قيديان پاتې دى کوم چې دصوفى محمد اينډکو سره تلى وو خولکه څنګه چې عموماً داسې کيږى په دغه موقعه هم داسې وشول چې مولانا صوفى محمد دپاکستان قيدى شو اودهغه اينډکو دافغانستان قيديان شول . . . نور