Khyber.ORG :: Archives

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

January 2006

25 جنوري 2006

د جنورۍ د مياشتې په پنځه ويشتمه نېټه د پېښور د ژورنالستانو د کلب د کلتوري کمېټۍ اؤ د پښتو نړيوال کانګريس په هڅه د پېښور په پريس کلب کې مازديګر درې بجې د ازادۍ د ستر مبارز، ملت پال سياست پوه، شاعر، ليکوال اؤ ستر پښتون کاکاجي صنوبر حسين مومند په ياد يوه دستوره جوړه شوه چې . . . نور

22 جنوري 2006

هغه د پښتنو د يؤ قام پرست سياسي ګوند صوبائي مشر ؤ. لۀ هغۀ څخه زما پوښتنه دا وه چې: "تاسې پښتو ژبې ته په کوم نظر ګورئ؟". د هغۀ ځواب ؤ:"پښتو نۀ يواځې زمونږ ژبه بلکې تاريخ، کلتور اؤ نظريه هم ده". د هغۀ د دې ځواب سره زما سترګې نېغې په مخامخ دېوال لګيدلي د هغۀ د کارخانې د لوي بورډ په لور لاړې چې په اردو ژبه کښې ليکل شوے . . . نور

15 جنوري 2006

داوسني اېران دپاړس(فارس) ياترکانواوتورکي نژاده خلکودژبه،ځان اوکام پالنې خبرې اوسنۍنه دي،دوىله ډېرپخواڅخه تل هڅه کړې ده چې سيمه،دسيمې هيوادونه اوژبې ترخپل اېرغليزاغېز لاندې راولي،دبشري ياوګړيزکرامت له مخې دسيمې دغه خلک دغه کارته نه دي تيارچې له خلکوڅخه څه واخلي اوخلکوته هغه څه ورکړي چې هغوى ورته اړتيالري،له بده مرغه دوى دتل له پاره يولوريزې هڅې کړې دي،هغه داچې دوى چې هرڅه کوي بايدچې نوروګړي يې هم وکړي!!!اودوى چې هرڅه . . . نور

د خوشحال بابا زرين اقوال، عبدالهادي حيران
13 جنوري 2006

د خوشحال خان خټک پشان د لوي ذهن او لوَړ فکر خاوندان په صديو کې يؤ ځل پيدا کېږي. قدرت دغه لوي ذهن او لوَړ فکر پښتون قام ته بښلى دى خو دا د پښتون قام خپله بدنصيبي ده چې ډېر پښتانۀ يې تر اوسه پورې په دغه حيثيت نۀ پېژني. په ادبي ډګر کې په نړيوال کچ د خوشحال خان خټک د فکر . . . نور

6 جنوري 2006

دا نننۍ خبره نۀ ده، بلکې له هغه وخت څخه چې په افغانستان کښې نوے سياسي نظام منځته راغلے دے، نۀ يواځې حکومت په بيا بيا طالبانو اؤ نورو دولت مخالفو ډلو ته عفوه اعلان کړې اؤ د هېواد په سياسي اؤ جمهوري نظام کښې د ګډون بلنه يې ورکړې بلکې ځينيو نورو خلکو هم دا غوښتنه کړې چې طالبان اؤ نورې دولت مخالف ډلې دې د هېواد په سياسي اؤ . . . نور

حال دا دى، عبدالهادي حيران
5 جنوري 2006

د تورخم د لويې دروازې څخه شل پنځۀ ويشت قدمه شاته د کوم زوړ هوټل مخې ته چې زۀ ولاړ وم، هلته نۀ يواځې د خوا و شا ټول دوکانداران، مزدوران اؤ تلونکي راتلونکي مسافر بلکې په ډيوټۍ ولاړ ملېشې والا هم راټول شوي وو اؤ ټولو مخامخ د شمشاد . . . نور

خداى بخښلے کالا باغ ډيم، عبدالهادي حيران
2 جنوري 2006

د نن نه شپږ پنځوس کاله مخکې چې نړۍ لا د يؤ کلي صورت نۀ ؤ اختيار کړے خو د ژوند په همدې لاره رفتار شروع شوے ؤ، د پاکستان په نوم يؤ کور د دې "کلي" په نقشه راښکاره شو. د دې لوئي کور د کاميابۍ، ترقۍ اؤ ثبات ضمانت دا ؤ چې په دې کور کې مېشت پنځۀ واړه ورونه دې په هر کار کښې د يؤ بل ملګرتيا اؤ ملاتړ وکړي اؤ په هره معامله اؤ مسئله دې د اتفاق نه کار . . . نور