Afghan Exit Program 2014

پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان برخلیک, ډاکټر سيد نصير احمد
د خېبر وېب پاڼې باندې په5 جولائي 2012 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)


Latest Updates

Frequent Keywords

history pashto afghanistan peshawar islam poetry culture marwat music khudai khidmatgar british raj british kabul medicine mardan


د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان برخلیک

ډاکټر سيد نصير احمد

خپرؤنو نېټه: 5 جولائي 2012

درنو هېوادوالو او محترمو دوستانو!

تاسو ته معلومه ده، افغانستان د وروستيو څو لسیزو په بهير کې د ټولنیزو ستونزو، سياسي کړکېچونو او د بې امنيتي له ګواښونو سره مخامخ شوی دی، چې په وروستيو څو لسيزو کې د ځبرځواکونو د سيالۍ ډګر هم ګرځېدلی دی. په وروستيو څو لسیزو کې پر افغانستان د بېلابېلو ځبرځواکونو يرغلونه تر سره شول، چې په وروستيو لسو کلونو کې پر افغان ولس د امريکا ځبرځواک يوه بله غیر اخلاقي، نا انډوله او شؤونيستيکه جګړه تپل شوې ده، چې له بده مرغه دغې جګړې په افغانانو کې د سېپراتيزم (بېلنتوب)، اداري فساد، اخلاقي فساد او بې امنيتي امکانات رامنځ ته کړي دي. په افغاني ټولنه کې یې د بې اعتمادي، بې امنيتي او بې وزلي احساس په خلکو کې رامنځ ته کړی دی، چې نن سبا د ټولنې اکثريت په ټولنيز سايکولوژيک ستونزو اخته شوی دی.

د لس کلنې جګړې عاقبت دا شو، چې د افغاني مقاومت په ترڅ کې امريکا او د هغوی متحدين دې ته اړ شوي، چې له افغانستانه پښې سپکې کړي او په راتلونکو دوو کلونو کې د افغانستان امنيتي چارې افغانانو ته وسپاري، خو لويديزوالو له هېره ايستلې ده، چې اوسمهال افغانستان د شلمې پېړۍ په وروستۍ لسيزه کې په قومي، سمتي، ژبني او مذهبي ښکېلاک کې نښتی دی، چې د لويديزوالو ځواکونو له وتلو سره به په يو ډېر غمجن عاقبت اخته شي. له بل پلوه په رسنيو کې داسې ګنګوسې هم راڅرګندې شوې دي، چې ګواکې افغاني سرتيريو او صاحب منصبانو ته د دې شرايط رامنځ ته کېږي، چې په لوېديزو ملکونو کې پناه وغواړي، دغه ذهنيت هم په افغاني ځواکونو کې د تېښتې او بې مسؤليتي څپې خپرې کړې دي، چې عادي افغانان يې له وېرې سره مخامخ کړي دي.

موږ په هر حالت کې د افغانستان خپلواکۍ ته ارزښت ورکوو او د افغانستانه د لويديزوالو ځواکونو د سوله ييز وتلو هر کلی کوو، خو مخکې له دې چې نړيوال ځواکونه له افغانستانه ووځي، د افغانستان د سوله ييز ژوند لپاره ځيني اړين ميکانيزمونه بايد رامنځ ته شي، چې د لويديزوالو د ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې يوه ژمنه سوله ييزه اداره پاتې شي او د افغانستان داخلي امنيت په ټولو سيمو کې پياوړی شي او د بهرنيو لاسوهنو او ګواښونو مخنيوی وشي، دغو موخو ته د رسېدلو لپاره ځيني ټولنيز معيارونه بايد وڅېړل شي او په پام کې ونيول شي:

:د اداري سيستم کدري پاليسي

  • امنيتي چارې
  • کرنه (زراعت)
  • اقتصاد
  • ښوونه او روزنه
  • روغتياپالنه
  • د بهرنيو ملکونو پاليسي
  • د بېلنتوب ګواښونه او د هېواد د بشپړتیا پاليسي

تاسو ټولو ته څرګنده ده، چې د افغانستان ټول اداري سيستم (مقننه، قضائیه، اجرائيه) بشپړ په فساد کې ډوب دی، ګڼشمېر يې زورواکان دي، یو شمېر يې جنګي جنايتکاران دي او اکثريت يې غير مسلکي کارواکان دي. له بده مرغه چې نه په نظامي برخه کې او نه هم په ملکي ادارو کې د خلکو کارونه پرته له بډو، سپکاوي او تنظيمي ارتباطاتو نه تر سره کېږي، د خلکو ځمکې په وچ زور نيول کېږي، يو شمېر خلک په غير مشروع توګه له ملي شتمنیو نه ګټه پورته کوي او د بهرنيو مرستو نه سؤ استفاده کوي، چې نن سبا د افغانستان خلک د نننۍ واکمنۍ نه خوابدي دي، ځان په دولتي سيمو کې بې امنه احساسوي او د مقاومت په ليکو کې ورګډېږي، چې د افغانستان نننۍ جګړې ته يې يو تلپاتی کرکتر ورکړی او افغاني مقاومت نن سبا د ملي پاڅون رنګ نيولی دی.

د افغانستان په امنيتي ځواکونو کې تر درېنيم ميليونه کارکوونکي ګومارل شوي دي، چې د جنرالانو شمېر يې له شپږو زرو اوښتی دی، ټول غير مسلکي خلک د ادارې په بېلابېلو برخو کې ګومارل شوي دي، خو تنخواوې يې بيا د بين المللي چارواکو نه هم اوچتې دي. نن سبا د افغانستان امنيتي چارې په درې ګونو څانګو (د دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د امنيت رياست) کې د کال ۱۲ ميليارده ډالره لګول کېږي، چې د دغه امنيتي سيستم د ساتلو او وظيفوي پوتنسيال لپاره د دغه لوی لګښت امکانات افغاني ټولنه نه لري او په دې اړه بايد مشخص ميکانيزمونه وسنجول شي، نه دا چې افغانان بيا په خړ ډاګ پرېښودل شي او د خپلمنځیو شخړو قرباني شي.

  • د افغانستان عادي اداري چارواکي او امنيتي سرتېري تر ۱۰۰۰۰۰۰ (يو ميليون) تنو اوښتي دي، چې اوسمهال د مياشتې په تخميني توګه ۲۰۰ ډالره په میاشت کې تر لاسه کوي، چې د مياشتې ۲۰۰ ميليونه او د کال ۲۴۰۰ ميليونه ډالره کېږي، خو که په دغو لګښتونو کې د لوړ پوړو چارواکو، د تخنيکي توکيو او ترانسپورتي رچيو لګښتونه هم وشمېرل شي، نو خبره تر څو ميليارډو ډالرو رسېږي، چې افغاني ټولنه د دغو لګښتونو جوګه نه ده. د افغانستان نننی جمهور رئيس سږ کال يوازې د نظامي لګښتونو لپاره د کال تر ۵ ميلياردو ډالرو مرسته وغوښتله، خو ټولنه يوازې له عسکرو او نظاميانو نه ده جوړه، مګر د ټولنې اکثريت بايد په پام کې ونيول شي، چې نن هم د لوږې او بدمرغي له ګواښ سره مخامخ دي.
  • له بده مرغه په افغانستان کې ايتنيکي فکتور د افغاني شخړو يو عامل ګڼل کېږي، خو تر ننه د افغانانو د اتحاد او د سيمې د سوله ييز ميکانيزمونو لپاره کار نه دی شوی. افغانان لا هم په ايتنيکي شخړو کې لاهو کوي، نو د دغه فکتور د سمې حل لارې لپاره بايد داسې ميکانيزمونه وسنجول شي، چې د افغانستان ملي ارزښتونو ته درنښت وشي او افغانستان په يوه موډرنه ټولنه، چې د اکثريت او اقليتونو حقوق پکې خوندي شي، واوړي.
  • افغانستان تر ننه پورې د غير مسلکي خلکو لخوا په اداري انارشي کې ډوب دی. پوهې او څانګپوهنې ته ارزښت نه ورکول کېږي، نو دا اړينه برېښي، چې د افغانستان په اداري چارو کې څانګپوهنې ته پام وشي، د تحصيل او پوهې ارزښت بيرته په ټولنې کې خپور شي، که نه نو د افغانستان د جګړې لمبه به ټولې سيمې ته خپره شي، چې بيا به په ټوله سيمه کې د بنسټپالانو او زورواکانو غوبل پيل شي، چې نه تنها د سيمې بلکې د ټولې نړۍ لپاره به امنيتي ګواښونه رامنځ ته کړي.

کدري پاليسي په افغاني ټولنه کې يوه بله لويه ستونزه ده، چې نن سبا په لکهاو غير مسلکي خلک په اداري سيستم کې په کار ګومارل شوي، خو له ۶ ميليونو ډېر نور خلک لا د کارموندنې په هلو ځلو کې دي، چې د ټولنيزو ناخوالو يو اساسي فکتور ګڼل کېدلی شي. په اداري سيستم کې بايد يوه سمه کدري پاليسي پلې شي، چې کارونه څانګپوه او مسلکي خلکو ته وسپارل شي، ترڅو د افغانستان د ادارې لپاره يو ښه کدري بنسټ رامنځ ته شي. د کارموندنې په برخه کې بايد د امنيت او اقتصادي سيستم داسې چاپېريال رامنځ ته شي، چې سوداګر په افغانستان کې پانګونه وکړي، خو تر ټولو مهمه دا ده، چې د وګړو باور د افغانستان په اداري سيستم رامنځ ته شي، چې د افغانستان خپلواکي او مسلکي اداره د دغه باور اساسي رکن ګڼل کېږي.

افغانستان بايد خپل مسلکي کدرونه ولري، خو د دغه ټولو اهدافو لپاره امنيت، د کار زمينه او حقوقي چاپيريال ډېره غوره ګڼل کېږي. د کدري سيستم لپاره بايد لاندې ښوونيز، روزنيز او د منجمنت ميکانيزمونه پياوړي شي، چې افغان ماشومان، ځوانان، پېغلې وکولی شي په لوست سمبال شي.

  • ښوونځي او د د ښوونځيو لپاره تعميراتي سيستم
  • د معلمينو روزل او د هغوی د سمې ودې لپاره مسلکي چاپېريال جوړول
  • د عالي تحصيلاتو په برخه کې بايد ځوانان د استعداد پر بنسټ وروزل شي، له بهرنيو بورسونو نه سمه ګټه پورته شي او درسي کوريکولوم له نړيوالو غوښتنو سره برابر شي.

په پورته يادو شويو تحصيلي او روزنيزو مؤسسو کې باید افغانان پرته له تبعيضه وکولی شي خپل روزنيز پروګرامونه پر مخ بوزي او خپلې لوړې زده کړې تر لاسه کړي او وکولی شي د مسلکي زده کړو لپاره بهرنيو هېوادونو ته د لياقت او روغ رقابت پر بنسټ ولېږل شي. په افغانستان کې بايد د تحصيلي مرجعو لپاره د موډرنېزېشن ټولې غوښتنې لکه: کمپيوټرېزېشن، انترنېټ، برېښنايي او غير برېښنايي کتابونه، موډرن لابراتوارونه، تر سره شي. ښوونيز او تحصيلي تعميراتي واحدونه بايد جوړ شي، چې د تحصيلي سيستم جوړښت بشپړ په پښو ودرېږي.

په افغاني ټولنه کې قومي جوړښت هم يو سياسي اړخ لري، چې د بېلابېلو استخباراتي موسسو لخوا د خپلو شومو اهدافو لپاره کارول کېږي، چې هر ځبرځواک په خپل وار سره دغه فکتور د افغانستان په کورنيو شخړو کې کارولی دی او زموږ خلک يې په وينو کې لمبولي دي. د نړۍ په ګڼشمېر خپرونو، کتابونو او څېړنيزو موسسو کې د پښتنو شمېر له ۵۵ ٪ تر ۷۰ ٪ ښودلی دی، خو په ځينو اساسو شرايطو کې دپښتنو سلنه په ټولنه کې ټيټه ښودل کېږي، چې دغه دريځ له پښتنو سره ټولنيزه جفا ښيي او د نورو ټبرونو لمسونې ته شرايط چمتو کوي، چې په وروستيو څو لسيزو کې يې موږ او تاسو شاهدان هم يو. موږ افغانان بايد علمي څېړنو ته په درنه سترګو وګورو او خپل ځان د احساساتو په منګولو کې لاهو نه کړو او د هرې ټولنيزې پديدې لپاره يوه علمي پرېکړه تعقيب کړو.

له خواشينۍ سره بايد ياده کړو، چې د څو لسيزو جګړو په ترڅ کې د افغانستان اقتصادي سيستم بشپړ له منځه تللی دی، نو د افغانستان د ټولنيز اقتصاد لپاره بايد هر اړخيز کار وشي، چې په دې برخه کې د کدرونو روزل او له پرمختللو پوهنتونو سره مشورې او د هغوی سپارښتونه به د افغانستان د اقتصاد لپاره حياتي رول ولوبوي، نو بیا يادوم، چې وروسته د نظامي ځواکونو له ايستلو لا ډېر څه په افغانستان کې شته، چې اصلاح شي او يا سم ووايم بېخي له سره جوړ شي.

د افغانستان په اقتصاد کې د لويو لارو جوړول، د سړکونو پخول او د هېواد امنيت يو غوره فکتور ګڼل کېدلی شي، نو سر له اوسه بايد بهرني هېوادونه هڅه وکړي، چې خپل نظامي عمليات بس کړي او ټولنيزو او ملکي پروژو ته مخه کړي، چې هم افغانان د جګړې له ذهنيته ليري شي او هم به د افغانانو او بهرنيو ملکونو تر منځ د باور زمينه رامنځ ته شي، چې په دې برخه کې د څانګپوه افغانانو مشورو ته بايد غوږ ونيول شي او د هغوي د کاري پوتنسياله بايد د افغانستان د ودې لپاره سمه استفاده وشي.

افغانستان يو زراعتي هېواد دی. د افغانستان ۷۵٪ خلک په بزګري، مالداري او يو شمېر په لاسي صنعت، چې بنسټ يې بيا هم زراعت دی، بوخت دي، نو د زراعت لپاره بايد د مېکانيزه سيستم شرايط رامنځ ته شي. نن سبا زموږ بزګران لا ځمکه په یوم او بېل اړوي، يووې او غوبل په غواګانو، خرونو او آسونو کوي. د ښه زراعت لپاره د تراکټورونو او کامباينونو د راوړلو او کارولو پروژې بايد پياوړې شي.

په افغانستان کې د اوبو ډېر سيندونه شته، خو له دغو روانو اوبو نه د افغانستان د زراعت او برېښنايي سيستم د پياوړتيا لپاره پوره کار نه دی اخيستل شوی. له بل پلوه افغانستان هغه ملک دی، چې ډېر وخت روښانه لمر لري، چې موږ کولی شو د افغانستان د دغو طبيعي امکاناتو څخه د برېښنا د توليد لپاره سمه استفاده وکړو، چې په دې برخه کې د پر مختللو هېوادونو مرستو، سپارښتونو او لارښوونو ته اړتيا ليدل کېږي، نو د افغانستان په طبيعي برخه کې ډېر څه شته، چې ورته پام وشي او په افغانستان کې سوله ييز ژوند پياوړی کړي.

افغانستان د وروستيو څو لسيزو په بهير کې د دې امکانات نه درلودل، چې د خپلو طبيعي زېرمو څخه سمه او هر اړخيزه ګټه واخلي، نو افغانستان نن هم د دې امکانات نه لري، چې خپل کانونه په مسلکي توګه راوباسي او د خپل ټولنيز ژوند او د هېواد د زېربنا لپاره ترې ګټه پورته کړي، نو بيا هم په دې برخه کې افغانستان بهرنيو ملکونو ته یوه اړه ټولنه ګڼل کېږي. له بل پلوه افغانستان د منځنۍ آسیا او د هند د تودو اوبو ترمنځ يو ښه ترانزيتي موقعيت لري، نو افغانستان دې ته اړ دی، چې بهرني پرمختللي ملکونه له افغانانو سره په دې برخه کې مرسته وکړي، چې دغه ترانزيتي لاره د افغانستان، سيمې او نړيوال سوداګري لپاره حياتي لاره وګرځي، نو د افغانستان دغه جيوپوليتيک موقعيت کېدلی شي، د سيمې د سم انډول او د افغانانو د سوکالي لپاره وکاورل شي.

د افغانستان په اړه د بهرنيو ملکونو پاليسي لا هم سمه نه ده. افغانستان د نړيوالو ځبرځواکونو د سيالۍ او د ګاونډيانو د لاسوهنو ډګر ګرځېدلی دی، خو په دغه سيالۍ او لاسوهنو کې افغان ولس برباد شو، تباه شو او په غربت کې لاهو شو، چې په وروستيو څو لسیزو کې يې تر ۲ ميليونو خلک ووژل شول، ډېر يې معيوب شول، ګڼشمېر مېرمنې يې کونډې شوې، ميندې يې بورې شوې، ماشومان مو يتيمان شول او تر ۷ ميليونو خلک مو مهاجرتونو ته اړشول. افغانستان د نړيوال مخدره موادو د قاچاق مرکز وګرځېد، چې نن سبا افغانستان تر يو ميليونه زياد روږدي وګړي لري او ټوله نړۍ يې د هيروينو له مخاطرې سره مخامخ کړې ده.

۱- د افغانستان په پېښو کې ځبرځواکونه هم خپل اړخ لري، ځکه په افغانستان کې په ورورستيو څو لسيزو کې بېلابېلو ځبرځواکونو تيري تر سره کړي، چې نن سبا هم افغانستان د ځبرځواکونو د سيمه ييزو سيالو ډګر دی، چې لاندې ياد شويو ملکونو او ځبرځواکونو خپل اغېز د افغانستان په ناخوالو کې پرې اېښی دی.

  • امريکا
  • اروپا
  • روسيه
  • چين
  • هند
  • اسلامي نړۍ

نن سبا ناټو په نړۍ کې يکه تازي کوي، خو په ننني نړيوالو شرايطو کې د تخنيک تر څنګ د سيمې ډيموګرافي خپل اړخ لري. له ۲۰۰۱ ميلادي کاله په آسيا کې د شانګهای تړون رامنځ ته شوی، چې د ناټو په مقابل کې نوی قطب ګڼل کېدلی شي. د هندو-چين فکتور بايد په پام کې ونيول شي، ځکه د نړۍ دريمه برخه نفوس چې ۲،۵ ميليارده کېږي، په همدغو دوو ملکونو کې ژوند کوي. له بل پلوه د روسیې رول ته د شانګهای په تړون کې بايد سم ځير شو، خو اسلامي نړۍ هم بايد له پامه و نه غورځول شي، ځکه د نړۍ لږ تر لږه ۲ ميليارده خلک يا مسلمان دي او يا هم له اسلام سره خواخوږي لري، نو د نړۍ د امنيت لپاره بايد دغه فکتورونه ټول په پام کې ونيول شي، ځکه نو سيمه او نړۍ بايد د جګړې له ګواښه وژغورل شي. له بده مرغه نن سبا په نړۍ کې په لسهاو ملکونه په اټومي وسلو سمبال شوي دي، چې د افغانستان چاپېريال ملکونه هم په دغه بشر وژونکې سلاح سمبال دي، نو بيا هم يادوم، چې د افغانستان امنيت، اداره او ټولنيزه وده، د ټولې سيمې د سوله ييز ژوند زمينه او د نړيوالو اټومي ګواښونو د مخنيوي تضمين رامنځ ته کوي.

د افغانستان په پېښو کې ګاونډيانو هم خپلې لاسوهنې نه دي سپما کړې او تر خپله حده يې خپلې لاسوهنې تر سره کړې دي، چې نن سبا د کلتوري، استخباراتي او نظامي سياليو مرکز هم د لاندې نومول شويو ملکونو لپاره افغانستان ګرځېدلی دی.

  • پاکستان
  • ايران
  • اوزبکستان
  • تاجکستان
  • تورکمنستان

ځکه نو پورته ياد شوي ملکونه بايد د افغانستان په اړه يو مثبت سياست خپل کړي، چې د افغانانو، ګاونډيانو او نړيوالو لپاره لپاره د منلو وړ وي، د سولې پيغام د ټولې سيمې او ټولې نړۍ لپاره ولري، چې هم افغانان، هم سيمه او هم نړۍ د ورورولي الهام ترې واخلي. نن سبا په افغانستان کې يو شمېر زورواکان د يو او بل بهرني ملک لخوا يې ملا تړکېږي او لويه سرمايه ګذاري پر دغو زورواکانو کېږي، چې نن سبا يې په افغانانو کې د بې باورۍ، بې تفاوتۍ او جګړې ذهنيت رامنځ ته کړی دی. ښه به دا وي، چې د دغو خلکو د پولي، سياسي او ټولنيز ملاتړه لاس واخيستل شي، چې په افغاني ټولنه کې د ټولنيزو سمبولونو د رشد سمه زمينه رامنځ ته شي، چې د جګړې ذهنيت په سوله ييز ذهنيت واوړي.

د وروستيو څو لسیزو په بهير کې په افغانستان کې د بنسټپالۍ تخم کرل شوی دی. له خواشينۍ سره بايد ياده شي، چې نن افغانستان نه يوازې د بنسټپالۍ ځاله ګرځېدلې ده. له بده مرغه د بنسټپالي تر څنګ قومي، ژبني او سمتي افراط هم خپل اوج ته رسېدلی دی. د افغان ولس د ناپوهي او بې تحصيلي نه په ناوړه توګه ګټه پورته کېږي او د سوله يیز ولس ژوند يې له ګواښونو سره مخامخ کړی دی، نو د دين، مذهب او ټولنيزې فلسفې په اړه بايد سمه زمينه رامنځ ته شي، چې خلک وکولی شي د سوله ييز ژوند لپاره خپل ذهنيت په انساني ارزښتونو وپوهوي، چې د دې لپاره بيا هم امنيت، روزنيز مرکزونه، ټولنيز انډول او طبيعي خبره د کار کولو امکانات اړين برېښي.

افغانستان يو وروسته پاتې هېواد دی، اقتصادي امکانات يې له نشت سره برابر دي، خو له بده مرغه په ميليونونو ډالر په داسې رسنيو لګول کېږي، چې د افغانانو لپاره نه د سولې پيغام لري او نه هم روزنيز الهام. په افغانستان کې يواځې په کابل کې تر ۵۰ ډېر تلويزيوني چينلونه شته، چې په هېڅ بل مملکت کې يې ساری نه ليدل کېږي. نن سبا جرمني د نړيوال اقتصاد يوه لويه ټولنه ګڼل کېږي، نو څو تلويزيوني چينلونه لري! زه فکر کوم، چې شمېر به يې له افغانستانه ډېر کم وي، خو زما په ګومان د افغانستان لپاره د دومره ډېرو خپرونو درلودل يو رسنيز انارشيزم ګڼل کېدلی شي. په چاپي خپرونو کې د افغانستان رسنۍ يواځې په کابل کې تر ۱۰۰۰ اوښتې دي، چې په ټولو کې تکراري مواد خپرېږي، په ليکنو او راپورونو کې د اشخاصو، ټولنیزو او سياسي ډلو عفت او حيثيت په پام کې نه نيول کېږي او افغان ولس يې په قوم پرستي، مذهب پرستي او سمت پرستي کې لاهو کړی دی. دا پخپله د افغانستان په امنيت کې يو لوی ګواښ ګڼل کېدلی شي، نو د رسنيو څانګپوهنې ته هم بايد اړيڼ پام وشي او داسې رسنۍ په افغاني ټولنه کې فعاله شي، چې د ټولنې د يووالي، سولې، امنيت او پرمختګ لپاره د افغانانو ذهنيت چمتو کړي.

له بده مرغه په وروستيو څو لسيزو کې د افغانستان روغتيايي سيستم ته ډېر زيانونه اوښتي دي. نن سبا افغاني ټولنه يو سم او هر اړخيز روغتيايي سيتم ته اړتيا لري. تاسو ته معلومه ده، چې د هر انسان روحي، رواني، جسمي او ټولنيزه روغتيا د يوې هوسا، سوکاله او با امنه ټولنې ژمنتيا ګڼل کېږي، نو د روغتيا په برخه کې بايد داسې ګامونه پورته شي، چې خلکو ته پر وخت څانګپوهه روغتيايي مرسته ورسېږي، معلوماتي مرکزونه جوړ شي او ماشومانو ته پر وخت واکسينيزېشن تر سره شي. د روغتيايي زده کړو لپاره بايد يو پرمختللی درسي نصاب جوړ شي، چې افغاني روغتيايي چارواکي وکولی شي، خپلو خلکو ته سمه روغتيايي مرسته وکړي. په افغانستان کې بايد د روغتيايي مرستې په ټولو برخو کې تعميراتي سيستمونه جوړ شي او په نړيوال ستندرد روغتيايي مرکزونه رامنځ ته شي.

د افغانستان په راتلونکي اداري سيستم کې بايد ښکېلې ډلې په پام کې ونيول شي. د وسلوالو ډلو بې وسلې کول، د امنيت او سوله ييز ژوند تضمين دی. بايد داسې چاپېريال رامنځ ته شي، چې په نوې اداره کې صادق، کارپوه او انرژيک خلک وګومارل شي. د دې امکانات بايد رامنځ ته شي، چې د هغه شمېر جنګي جنايتکارانو او زورواکانو جنايتونه په نړيواله يا افغاني ملي محکمه کې تر څېړنې لاندې ونيول شي او له جرم سره سم سزا ورکړل شي. پرته له دې په افغانانو کې د باور، مسؤليت او ګډ کار زمينه نه شي رامنځ ته کېدلی.

په پای کې خپلې خبرې راغونډوم. زما په ګومان سر له اوسه بايد د افغانستان د زېربنا، سوله ييزو مؤسسو او ټولنيز اقتصادي سيستم بيا رغاونه باندې لاس پورې شي، چې ورو ورو د سولې چاپېريال په افغانستان کې پياوړی شي. د افغانستان د نننۍ ادارې پر ځای بايد يوه مسلکي اداره رامنځ ته شی. د راتلونکو ټاکنو لپاره بايد د نويو سمبولونو د رامنځ ته کېدلو شرايط، د هغوی ملاتړ او په راتلونکو انتخاباتو کې د هغوی ګډون بايد تضمين شي.

د راتلونکو انتخاباتو په مرسته بايد داسې يوه اداره رامنځ ته شي، چې د افغانستان لپاره يوه څانګپوه اداره وي، د ګاونډيانو لپاره د ښو اړيکو ژمنه اداره وي او د نړيوالو لپاره د سوله ييز ژوند تضمينوکې اداره وي، چې په افغانستان، سيمه او نړۍ کې د سولې، برابري او ورورولي چاپېريال رامنځ ته کړي. د جي اېف کېنيډي خبره بايد په ياد ولرو، چې وايي: بدلون د ژوندون قانون دی. هغه څوک چې يوازې تېر مهال او اوسمهال ته پام کوي، نو راتلونکی يې له هېره وتلی وي، نو ښه به دا وي، چې لا اوس د راتلونکي افغانستان په اړه سم ګامونه پورته کړو.

په درنښت


دا مقاله په برلین کې یې د افغانستان تر ۲۰۱۴ وروسته په کنفرانس کې ولوستله شوې ده

Comments

Comments powered by Disqus

د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان برخلیک, ډاکټر سيد نصير احمد
د خېبر وېب پاڼې باندې په 5 جولائي 2012 خپره شوې ده (http://www.khyber.org)