![]() |
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak | |
بسم الله الرحمن الرحیمد«جبهه ملې افغانستان» دجوړیدو په باب په لندن کی د افغانا نو دننی غونډی پریکړه لیک :څوورځی وړاندی چی په کابل کی د «جبهه ملی افغانستان» په نامه یو سیاسی جوړښت رامنځ ته شو د هغی مخکښی څیری استاد برهان الدین ربانی،مارشال محمد قسیم فهیم ، سید محمد ګلابزوی، احمد ضیاء مسعود، جنرال عبدالرشید دوستم، محمد یونس قانونی، جنرال نورالحق علومی، سید منصور نادری، محمد اسمعیل خان، مصطفی کاظمی ،محمد اکبری او داسی نور دی. ددی جبهی ځنی مهم هدفونه په پارلمانی نظام باندی دریاستی نظام بدلون، دوالیانوانتخابی کول، او د ګاونډیانو سره د سرحداتو د ټاکلو په هکله ځنی ناپاکی انګیرینی ګڼل شویدی. د «جبهی» مشران وایی چی دوی دسیاست کولو حق لری او د نوموړی جوړښت را منځ ته کول ئی د خپل همدی روا حق استعمال دی. پدی کی هیڅ شک نشته چی دوی ته دسیاست کولو حق ورکړل شوی خو نه دافغانستان د تجزیه کولو او ورانولو. زمونږ بی نصیبه ملت ته هغه حالت یو خوب بریښی چی کاشکی دنورو مهذبو ټولنو او نظامونوپه څیر دا ډول څیری دسیاست لپاره په دواړو لحاظونو قانونی او اخلاقی نااهل وبلل شی. خو ملت دا څرګند حق لری چی وپوښتې چی هغه ښاغلی څنګه کولای شی چی ناڅاپه د خوشحالی او نیکمرغی په پرښتو واوړی چی په تیرو نږدی دریولسیزوکی ئی سوچ او کړو وړوهیواد ته ویرونه راوړی دریځونه یی دجګړی، کرکی او ظلم پیغامونه وو. واک او صلاحیت یی د اختلاس، چپاول، زور ، توطیی او مرګ نوم و، له څه شی سره چی ډیر نااشناوو هغه د هیواد د سالمیت درناوی اودملت له ځوراو بد ورځی نه حیاوه هغه چی تل ئی دهغو بهرنیانو دګټو، اهدافو او لښکرودسپاهیانو په دود عمل کړی چی طمع ئی ورکړی ده. هغه چی د سیاست قبلی ئی هیڅکله ضمیرونو نه، بلکی دوختونو شمالونو ټاکلی دی. دهغو ښاغلو له خولونه د انتخابی والیانو غږ، زمونږ ملت ته له څرګندی سپین سترګی پرته بل څه ګڼلای شی چی په خپلو تنظیمونو، ګوندونو، او واکمینو کی ئی دزامنو، وروڼو او زومانو مغلی راج دی اوامتیازات اوشتمنی ئی ولجی او پلرنی میراث ګڼی. ایا د یوه منتخب والی تر غوښتنی د یوه منتخب ګوندی لیډر موضوع کم اهمیته ده؟ زمونږ ملت له هغو خولو راوتلی د ټولنیز خدمتونو او رفاه دتامین خبره په خپل شعور پوری له خندا پرته بل څه بللای شی چی په کابل، پنجشیر، شبرغان، هرات،قندهار، دوبی، پاریس او داسی نورو ځایونو کی د خپل یوه، یوه بلډینګ دزرمی برخی د بیی حلال حساب نشی ورکولای. د «جبهی» د ښاغلیو پر خلاف ملت پدی ښه پوهیږی چی دهیواد اساسی ستونزه یی نه د نظام ریاستی توب دی او نه دوالیانو نا منتخبتوت. اصلی تراژیدی یا ستونزه د یوه باکفایته، خوږ من او بیدار زعامت نشتوالی، د فساد، رشوت او بی مسولیتی راج، دپردیو د جفاوو، بی رحمیواو بی عدالتیو سیوری، او د ژغورنی دیوه هوښیار، زړور او باپیغامه محبوب سیاسی غورځنګ د پاکی ارادی او مقدس تفکر خلا ده. چې ېو د اصلی او اساسی عواملو څخه یی ددی جبهی زاړه او نوی سیاسی لوبغاړی دی. که داسی نه وای نو داښاغلی به نن د «جبهه ملی افغانستان» پر ځای د «توبه ملی افغانستان» په سټیج ولاړوو اوزموږ له معصوم ولسه به یی دهری توئی کړی وینی د څاڅکی، څاڅکی، د هر اختلاس او لوټ کړی شتمنی دپیسی، پیسی، دهر رواج کړی تعصب او کرکی دعذاب د لحظی، لحظی، او دهری کړی جفا اوهر ضایع کړی فرصت د شیبی، شیبی، بښنه غوښتی وای. مونږ په داسی حال کی چی د نوموړی جبهی جوړیدل د رسوا لوبغاړو له یوی بلی رسوا لوبی پرته بل شی نه بولو. نو له همدی امله د ننی غونډی ګډون کونکو په یوه اواز لاندی پریکړی وکړی: لومړی: د ګران افغانستان د ټولو بد بختیو او ورانیو عاملین ددی جبهی اوسنی غړی او دوی ورته کسان دی نو لدی کبله باید د دولت د عهدو څخه عزل شی. دوهم: افغانستان د ټولو افغانانوشریک کور دی او هره برخه او ګوډیی د واحد افغانستان نه بیلیدونکی برخه ده. نو لدی کبله د جبهی داطرحه چی دوالېانو انتخابېدل او په ولایتونو او زونونو باندی د اداری او اقتصادی واکونو ویشل او ور پوری تړل دی د یو پیاوړی مرکزی افغانستان د کمزوری کولو یوه ناکامه هڅه ګڼوو او په کلکه ردوو. دریم: د افغانستان د قومونو او ولسونو د ملی جوړښت او جغرافیوی حالت له کبله مونږ د افغانستان د سیاسی نظام د بدلولو طرحه د ریاستی نظام څخه پارلمانی نظام ته ېو ضدی ملی او خاینانه دسیسه ګڼو او جدی ردوو. څلورم: مونږ د بشر د حقوقو د ټولنو څخه جدی غوښتنه کووچی ددی جبهی غړی چی په جنګی جرمونو او جنایتونو متهم دی د نورو جنګی جنایت کارانو سره یو ځای د مظلوم ملت په وړاندی محاکمه شی . پنځم: موبږ په دی عقیده او باور لرو او تجروبو هم دا ثابته کړی چی افغانستان د افغانانو په وژولو نه جوړیږی . نو دا اوسنی روان جنګ چی په مونږ افغانانو تپل شوی دی یوازی او یوازی د افغانانو د خپل منځی صادقانه او مخلصانه جرګو او مذاکراتو د لاری حل کیدای شی او لدی کبله په جګړه کی ښکیلو خواو باندی غږ کوو چی د جګړی په ځای د مذاکراتو لار غوره او خپله کړی او افغانانو ته د یو ارامه او سوکاله ژوند حق ورکړی. په اخیرکی د کايناتو رب ته د عاجزۍ لاسونه پورته کوو چی زمونړ د ګران وطن ځوان نسل ته د هغی ورځی د راوستو په لوری د فکر، تدبیر، ارادی او عمل ځواک ورکړی چی د خپل سوځیدلی وطن او محروم قوم تقدیر د نامردو، بی رحمو او بد کفایته وګړو او کړیو له یرغل او قبضی نه وژغوری. آمین په لندن کی د افغانانو د غونډی له خوا تاریخ: 06/05/2007 Tel: 0208 993 8168 Email: saruk@btconnect.com
|