خپرؤنو نېټه: 27 اکتوبر 2007
زمونږ په بره او کوزه پښتونخوا کښې د مرګ ، ژوبلو، قتلونو ، ځان وژونکو، بل وژونکو حملو او د دهشت ګردانه اقدامات دومره زيات شوی دی چې خلق ورسره بلد شول او که له غټ نه غټ مذهبی يا سياسی مشر هم د دغو پېښو ښکار شی نو بس د يوې ورځې يا دوو ورځو له مظاهرو نه پس او يو څو اخباری بيانونو او له حکومت نه د قاتلانو د نيولو له غوښتنې نه پس خبره سړه شی چې په دغو د هشتګردانه پېښو کښې يوه غټه پېښه زمونږ د کوزې پښتونخوا د يو اعتدال پسند او حق ويوونکی دينی عالم شهيد مولانا حسن جان شهادت هم دے. او دا به ووايو چې مولانا حسن جان يو مظلوم شهيد دے او د هغۀ د مظلوميت يوه غټه نښه دا ده چې په کومو ورځو کښې دغه مظلوم شهيد شو نو داسې درنه جنازه سترې احتجاجی مظاهرې شوې وې چې د پېښور په تاريخ کښې ډېرې کمې شوی دی. او دغو مظاهره کوونکو کوشش کوۀ چې د هغۀ شهادت ته يو فرقه ايز رنګ ورکړی خو چې هرکله له شهادت نه مخکښې د هغه ارواښاد مرکې، بيانونه، مذهبی او سياسی نظريات په تېره بيا هغۀ پسې د روژې په مبارکه مياشت کښې د نکاح تړلو د مراسمو لپاره د راغليو کسانو د شکل او شباهت په باره کښې د ارواښاد د زوے بيانونه راغلل او خلق له حقيقت نه خبر شول نو خبره داسې غلې شوه چې هډو څه شوی نه وی او دغسې د دغه مظلوم شهادت هم د نورو ډېرو مظلومانو شهيدانو په شان د وختونو په تيارو کښې پټ شو. خو خېر د مظلوم وينه هيڅکله نه ضائع کيږی او يوه نه يوه ورځ به مونږ د دې خبرې کتونکی يو چې اسلامی نړۍ او په خاصه توګه زمونږ لره او بره پښتونخوا به د اسلام په پاکه نامه د راپېدا کړې شويو دهشت ګردو او د دوی د بادارانو او غولوونکو له وجود نه پاکه شی. او پښتانۀ به حقيقی او له امن او امان ، ورورولۍ، خوشحالۍ، سوکالۍ او ترقۍ نه ډک حقيقی اسلام طرف ته مخه کړی.
تر څو چې د ارواښاد د وارثانو، شاګردانو او پېروکارو تعلق دے نو ضروری نه ده چې هغوی دې اوس دنيا په بله واړوی او مظاهرې دې وکړی او له حکومت څخه دے د هغۀ د قاتلانو د نيولو غوښتنه وکړی ځکه چې دا کارونه په پاکستان کښې هيڅ نتيجه نۀ لری او د نظر خاوندانو ته ښه معلومه ده چې په داسې ځايونو کښې چې امريکه څه غواړی هغه پروګرامونه عملی کيږی. لکه اوس تېره ورځ په ډېره اسماعيل خان کښې پاکستانی عدالت ٨٣ تنه خطرناک مذهبی دهشت ګرد بری او ازاد کړل او ورسره يې په يو وخت په کراچۍ کښې هم خطرناک مذهبی دهشت ګرد او د ځان وژونکو حملو تربيت ورکوونکے خلاص کړ چې معلومه نه ده دغو کسانو ته بيا څه ماموريت ورکول کيږی؟ دغه شان مونږ هره ورځ په خبرونو کښې اورو او لولو چې دومره دومره کسان سره د چاودېدونکو موادو، ځان وژونکو جاکټونو يا بمونو او وسلو سره ونيول شول خو بيا يې له انجام نه هيڅ خبر نه شو چې له هغو کسانو سره يې څه وکړل؟ نو ځکه مونږ له داسې عدالتونو او حکومتونو څخه د ښې خبرې طمه نه شو کولې بس د ارواښاد له وارثانو، دوستانو، شاګردانو او پېروکارو نه يواځې دا غوښتنه ده چې د هغه شهيد د ژوند د وروستيو کلونو نظريات، عقائد، تګلاره، وېناګانې، بيانونه او مرکې دې مطالعه کړی او په هغو دې عمل وکړی او د نورو مذهبی چلبازانو په فرېب کې دې نه راځی او خداے پاک هر انسان ته عقل او شعور ورکړے دے او ازاد يې پېدا کړې دے پکار دی د خپلې تګلارې فېصله په خپله وکړی ځکه چې په قبر او اخېرت کښې به هيڅ ملا او مذهبی او سياسی ليډر د چا پکار نه راځی هر سړے به په خپله د خپلې پوهې مطابق د خپلو اعمالو ځواب ورکوونکے وی. د خپلو ګلالو پښتو د ذهنی غلامۍ نه دازادېدو په هيله.
دلته غواړم چې د دغه مظلوم شهيد هغه مرکه د خپلو پښتنو وروڼو خوېندو په خدمت کښې وړاندې کړم کومه مرکه چې ارواښاد له خپل شهادت نه څو ورځې مخکښې د ايران د اسلامی جمهوريت له رېډيو سره کړې وه او دغه مرکه بيا د دغه هېواد د مختلفو ژبو په رېډيوګانو کښې خپره شوه چې ما بنده هم دا مرکه د ايران د اسلامی جمهوريت د اردو ژبې له وېباڼې نه په پښتو کښې ترجمه کړه چې په دا ډول ده:
ځواب: د اسلام له رويه دغه حملې جائزې نه دی او هيڅ شرعی حېثيت نه لری او سراسر ظلم دے. که د پاکستان فوځيان دی او که پوليس ټول مسلمانان دی او زمونږ وروڼه دی. که ځان وژونکی په رښتيا د جنرل پروېز مشرف مخالف دی نو لاړ دې شی له هغۀ سره دې جنګ وکړی خپل مسلمان وروڼه ولې وژنی؟ مونږ د دا ډول ځان وژونکو حملو مخالف يو، غندو يې او يو غېر شرعی کار يې بولو.
ځواب: زما دا ايمان دے چې په پاکستان کښې څوک دينی عالم هم د دې حملو ملاتړ نه کوی، البته د (( جېش محمد )) او (( سپاه صحابه )) غوندې ځينې اورپکی تنظيمونه دی چې کارکنان يې بېوقوف او ساده دی او د څه شعور نه لری هغوی د دا ډول فعاليتونه ترسره کوی. يا خو دوی بې شعوره دی او يا له خپل ژوند نه ستړی او بېزاره شوی دی او يا د پټو اېجنسيانو په دوکه کښې راځی او يا هم د پېسو په لالچ کښې ځان وژونکی فعاليتونه ترسره کوی.
ځواب: دا ټولې مسئلې د جهالت په وجه رامنځته کيږی. ځينې خلق ساده باده ځوانان د جنت په لالچ کښې ځان وژونکو حملو ته تياروی، دا د يو ډول برېن واشنګ دے په دې طريقې سره ځوانان ګمراه کوی او ځان وژونکو حملو ته يې تياروی.
ځواب: د انقلاب لاره دا نۀ ده دا يو جاهلانه فکر دے ، د دې نتيجه به يواځې په هېواد کښې قتل او غارت بازار ګرمول او اختلافات او تفرقه پېدا کول وی. د اسلامی انقلاب دوه لارې دی يا خو حکومت په کامله توګه ختمول او د اتحاد د طاقت په زور سره په ملک کښې انقلاب راوستل دی او يا هم د انتخاباتو او عوامی رايو په ذريعې سره د لائقو او اسلامی فکر لرونکو کسانو اقتدار ته رسول دی نو په دې طريقې سره په ملک کښې اسلامی بدلون راتلې شی. که دا طريقې اختياره نه شی او د ځان وژونکو حملو او د بمونو د چاودولو لړۍ شروع شی نو هيڅ مرام ته به و نه رسيږی او هيڅ انقلاب او بدلون به را نه شی.
ځواب: دا يو ډېر لوے ظلم دے. دا ټوله د لېونتوب او پاګلتوب نتيجه ده. د دا ډول کارونه کوونکی پاګلان دی. دا خلق د منفی پروپېګنډو او جذباتی نعرو په فرېب کښې راغلی دی.ځينې پټې ادارې د دغو بېوقوفانو له حرکاتو نه فائده اوچتوی. دا خلق د پاکستان خلاف او د هندوستان او اسرائيلو سره يې رابطې دی دوی په ملک کښې د امن و امان حالت خرابوی.
ځواب: چې څوک دا کارونه کوی اسلام بدناموی او طاغوتی او استعماری قوتونه له داسې اقداماتو نه فائده اوچتوی، د اسلام په خلاف پروپېګنډا کوی او د خپلو خلقو په ذهنونو کښې د اسلام په خلاف د نفرت او کرکې تخم کری.
ځواب: په اصل کښې د دا ډول اورپکی عناصر د جنرل مشرف په پالېسېو او په افغانستان باندې د امريکې په حمله باندې خفه دی. جنرل مشرف په خپلو پالېسېو او سياستونو سره نه يواځې عوام د ځان مخالف کړل بلکې خلق هم په خپلو کښې د يو بل د سر دښمنان شول او بلې خوا ته امريکه هم خوشحاله نه ده او بيا بيا يې ويلی دی چې پاکستان د دوستۍ او ملګرتيا سم حق نه دے ادا کړے او د اسامه بن لادن او ملاعمر په پاکستان کښې د شتون په بانه پاکستان په نړيواله سويه هم بدناموی.
ځواب: بالکل جی ، مونږ هم د امريکې او د نېټو د ځواکونو مخالف يو او دغه شان د هغو ټولو اقداماتو مخالف يو چې کوم د دهشت ګردۍ په خلاف د جنګ په بانه ترسره کيږی خو د ځينو عناصرو لخوا په غبرګون کښې ځان وژونکې حملې او د بمونو چاودنې هم صحيح اقدام نه ګڼو.
ځواب: انتخابات نزدې دی که ښۀ کسان په اقتدار کښې راغلل نو هيله کيږی چې کېدې شی چې د دا ډول مسائل کنټرول کړې شی.
يادونه: له دې نه علاوه ارواښاد مولانا حسن جان له دغه رېډيو سره د نورو سياسی او مذهبی مشرانو په ګډون سره يو ګول مېز کانفرنس هم کړے ؤ چې په هغۀ کښې يې په صفا الفاظو کښې ويلی وو چې کوم کسان د مسلمانانو په خلاف ځان وژونکی حملې کوی هغه به نېغ دوزخ ته ځی او نورې ډېرې په زړۀ پورې خبرې يې هم کړې وې خو له بده مرغه هغه اصل کانفرنس مې لاس ته رانغے او په همدې مرکه باندې بسنه کوم. ( زباړونکے )