Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

اهلبېت پښتو اکېډيمۍ پېښور د خدای د ګران رسول (ص) د ميلاد په لړ کښې غونډه وکړه

انور شاهين خانخېل

خپرؤنو نېټه: 29 اپرېل 2007

 

د اهلبېت پښتو اکېډيمۍ تر سيوري لاندې د خدای د ګران رسول (ص) د ميلاد په لړ کښې يوه ستره غونډه په پېښور کښې د اکېډيمۍ دفتر شاهين ټاون کښې جوړه شوه چې پکښې ګڼ شمېر مختلف شخصيتونو،پوهانو، شاعرانو او ليکوالانو ګډون وکړ د غونډې دوه ناستې وشوې په يوه ناسته کښې چې مشري يې ښاغلي نسيم خان نسيم کوله او د پېښور رېډيو مشهور فنکار اديب او شاعر عبدالله جان مغموم يې مشر مېلمه ؤ او د نظامت چارې يې د اکېډيمۍ سرپرست انور شاهين خانخېل ترسره کولې يوه نعتيه مشاعره وشوه چې پکښې شاعرانو د خدای ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) ته منظومې پېرزوينې وړاندې کړې. په بله ناسته کښې چې مشري يې د اکېډيمۍ مشر پخواني خداي خدمتګار ليکوال او د اکېډيمۍ اوسني مشر ښاغلي سعدالله خان بليغ کوله او مشهور شاعر او ليکوال عبدالهادي حېران يې مشر مېلمه ؤ ازاده مشاعره وشوه چې پکې شاعرانو په مختلفو موضوع ګانو خپل کلامونه ګډون کوونکو ته وړاندې کړل او د مسلمانانو او په تېره بيا د پښتنو د يووالي او بېدارۍ په دعا سره دغه غونډه پاې ته ورسېده


د اهلبېت پښتو اکېډيمۍ د دفتر ځای بدل شو

د اهلبېت پښتو اکېډيمۍ دفتر او کتابتون د پېښور له قيصه خوانۍ څخه د پېښور شاهين ټاؤن ته بدل شو. د رابطې لپاره د اکېډيمۍ نوي درکونه په دا ډول دی

پوسټ پته:اهلبېت پښتو اکېډيمي شاهين ټاؤن غريب اباد روډ ٢ کوڅه پوسټ بکس ٣٤٦ پېښور ( کوزه پښتونخوا)

ټېلفون: ٧١١٤٥٦٦

ګرزنده: ٣٤٥٩٠٤٧٥٨٤

برېښناليک: ahlebait_pakhto@yaooo.com

وېبلاګ: http://www.worbal.com/ahlibayt

د مرستو لپاره: اکاؤنټ نمبر 809-5 الائېډ بېنک ميونسپل بس سټېنډ برانچ پېښور

Comments powered by Disqus