خپرؤنو نېټه: 7 اپرېل 2006
يو څو ورځې اګاهو د پښتو د ادب دوه ځلنده ستوري پرېوتل. يو د ډاکټر شېرزمان طائزي مشر ورور قمر زمان طائزى او بل په جرمني کې د پښتو نامتو ليکوال، شاعر او اديب ډاکټر کبير ستورى په حق ورسېدل. انا لله و انا اليه راجعون.
د دوى دواړو دغه ناڅاپي مرګونه د پښتو د ادب دپاره يو لوي زيان دى.
قمر زمان طائزى د رحمان ادبي جرګې او کامل ادبي جرګې روح روان و. دوى د خپل ادبي رنګ او بيا په خصوصي توګه د طنزيه قطعاتو په وجه ډېر شهرت لرلو. هر ادبي پروګرام کې به يې ګډون کولو. پښتو عالمي کنونشن کې يې نه يواځې برخه اخيستې وه بلکې يوه مقاله يې "پښتو ادب کې اسلامي اثار" په نوم اورولې وه.
ډاکټر کبير ستوري په جرمني کې د پښتو د ادب جنډه هسکه ساتلې وه. هغوى که هر څو په جرمني کې ژوند کولو او د فلسفې ډاکټر و. خو د پښتونخوا په ادب يې ژور نظر لرلو. هغوى به په خصوصي توګه د دغې سيمې ادبي پروګرامونو نه ځان خبرولو او ځينې پروګرامونو ته به په خپل خرڅ راتلو هم . او مونږ به يې په يورپ کې د پښتو او پښتنو د هلو ځلو نه خبرولو. هغوى په جرمني کې مېشته پښتانه راغونډ کړل او د سوشل ډيموکريټک په نوم يې پارټي جوړه کړه.
کبير ستورى په اخري ځل پېښور ته عالمي کنونشن کې د ګډون دپاره جرمني نه راغلى و. هغوى په کنونشن کې مقاله هم اورولې وه کومه چې په "پښتو: پرون، نن او سبا" کې چاپ ده.
هغوى په جرمني کې نه يواځې د پښتو ادب د ترقۍ دپاره کار کولو بلکې د پښتنو د سياسي پوهې د ودې لپاره يې يوه مجله هم چاپ کوله.
ډاکټر کبير ستورى د ډېرو کتابونو مصنف و. نن د پښتو ټولې ادبي جرګې، د عالمي پښتو ادبي کنونشن ملګري، پښتو ادبي چمن ټل، کامل ادبي جرګه پبو او داسې نورې ټولنې او ادبي شخصيتونه او سياسي مشران د هغوى په مړينه خفه دي. او دعا کوي چې پروردګار دې هغوى وبخښي. او وارثانو ته دې يې صبر نصيب کړي. امين
په ډېره خواشينۍ سره مو د نوميالي اديب، شاعر او اروا پوه ډاکټر کبير ستوري د مرګ خبر واورېد. پښتو ژبې او ادب لپاره به د ډاکټر کبير ستوري خدمتونه او کارونه تل ياد ساتلى شي. مونږ په دې لوي غم کې د ارواښاد د کورنۍ سره برابر شريک يو او د لوي خداى په دربار کې لاس په دعا يو چې ارواښاد کبير ستوري ته جنت الفردوس او کورنۍ او دوستانو ته يې صبر جميل نصيب کړي.
محمد يعقوب "شرافت"
د افغان اسلامي اژانس مشر
د ډاکټر کبير ستوري په ناڅاپي مړينه
د کامل پښتو ادبي جرګې د غمرازۍ پېغام
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ټولنيز ولسوليز ګوند مشر ډاکټر کبير ستورى په جرمني کې په حق ورسيد. د ډاکټر کبير ستوري مړينه د پښتو ادب او پښتو ژبې لپاره يوه ستره ضايعه ده. کامل پښتو ادبي جرګه پبو، پېښور د خداى بخښلي ډاکټر کبير ستوري په مړينه د ژوند غم او خفګان څرګندونه کوي او دا غم د ټولو پښتنو شريک غم ګڼي. د لوي خداى په دربار کې لاس په دعا يو چې د ډاکټر کبير ستوري جنت الفردوس او د خپلوانو، دوستانو، شاګردانو او د پښتو ژبې او ادب د ټولو مينه والو صبر او حوصله په نصيب شي.
ډاکټر شېرزمان طائزى
صدر کامل پښتو ادبي جرګه پېښور
د افغان خپرندويه ټولنې د خواشينۍ پېغام
د ټولنيز ولسوليز ګوند مشر او د پښتو ژبې يو ځلاند ستورى پرېوت. دا خبر مونږ لپاره د ډېرې خواشينۍ او خفګان سبب وګرځېد. ډاکټر کبير ستوري د پښتو ژبې او ادب لپاره ډېر فعال کار کړى و او د هېواد څخه د باندې نړۍ کې يې نۀ يواځې په خپله د پښتو ډېر ستر خدمت کړى و بلکې نور پښتانۀ يې هم تل دې ته هڅولي وه چې د خپلې ژبې او ادب د ښېرازۍ او ودې لپاره کار وکړي. د هغه مړينه د پښتو ژبې او ادب لپاره يو نه سرکېدونکى تاوان دى.
افغان خپرندويه ټولنه په دا غم د ټولو پښتنو شريک غم ګڼي او د افغانستان د حکومت څخه غوښتنه کوي چې د ډاکټر کبير ستوري د لوړو خدماتو د اعتراف لپاره په کابل کې د پښتو ژبې يوه نوې اداره د هغه په نوم جوړه کړي.
عبدالهادي حيران
افغان خپرندويه ټولنه، پېښور