خپرؤنو نېټه: 22 جون 2006
بيګاماښام يو خطرناک دهشت ګرد طالب نيولے شوے دے دهغه له جيبه ديوشاعر عبدالرحمان څه شعرونه برامد شوى دى دا عبدالرحمان مونږ ته يوپوخ دهشت ګرد اودطالبانو دملا تير ښکارى سمدستى نيول ئې پکاردى .
بلکل صيبه ! هم نن به ونيولے شى حکم خان ډير په تابعدارۍ وويل چې تاسو ئې مونږ له پته راکړئ . مونږ سره ئې پته نشته خوشعرونه ئې دافيکس کولے شى دهغې نه ئې درک ولګوى دې سره ټيلى فون بندشو حکم خان صيب بياپه خپله کرسۍ کښې کښيناستو اودعبدالرحمان شعرونه په فيکس راغلل هغه دفيکس لوستلوکوشش وکړو خوپه پښتو پوهيدلو باوجود دپښتو په لوستلو نه پوهيدلو هغه هم هغه ساعت دپښتودادبى ډلوډائرى کوونکى غلام خان سره دريکارډه طلب کړو غلام خان سره دخپل ريکارډ دحکم خان ټيبل مخې ته ډيرمودبه ايغ نيغ اودريدلو.
دادبى هلوځلو ډايرۍ ته کوې حکم خان صيب ډير په رغونت ووئيل اوجى غلام خان ديوغلام په شان په تابعدارۍ ووئيل .
داعبدالرحمان څوک دے حکم خان دفيکس نه سر پورته کړو . عبدالرحمان... صيبه ! دبې روزګارونه دپښتو شاعران ډير وى سمدستى څۀ نۀ شم وئيلے .
تۀ څه خبر ئې چې داڅومره خطرناک شاعر دے اوتۀ څه نۀ شى وئيلے هغه دشعرونه ئې ولوله دې وئيلو سره حکم خان فيکس غلام خان ته ورګزار کړو غلام خان سمدستى فيکس هوا کښې راوونيولو اوډير په احتياط اوڅه په ګرانه شعرونه ئې لوستل شروع کړل .
کوم((طالب)) مطلوب موندلے دے چې خوب کښې
هغه څوک چې طلبګار وى څه به خوب کا
تمام عمر ددنيا په طلب ګرځې
بيادخدائى په طالبانو ځان حساب کړے
ددنيا طالبان ډير دى
که ئې مومى څوک له چا
تۀ زما مطلوب زه دطالب يم
تۀ زما طبيب ئې زۀ بيمارستا
په سبب دظالمانو حاکمانو
دحاکمانو په لفظ حکم خان غلام خان ته لږ په ستغو نظرونووکتل نوهغه سرښکته کړو اوشعر ئې پوره کړو .
ګور او اور اوپيښور درې واړه يو دى
چې هنرګڼى يارى دزوراورو
بول وکړم زۀ رحمان په داهنر
غلام خان غاړه تازه کړه اوبل شعرئې شروع کړو ،
طالبان که مروردى هم پخلا دى .
بې ...
بس بس :: ماته نورشعرونه مۀ وايه خوسمدستى د دې شاعر درک معلوم کړه نيول ئې ډير ضرورى دى دااشعار واقعى ډير تخريبى دى کيدے شى دوى نه ډير څه برامد شى .
سر! داسې معلوميده ئې ګران دى خوکه ستاسو اجازت وى نودلته پيښورکښې دوه غټې ادبى فرقې يعنې زما مطلب دے ډلې دى ديوې ډلې مشر قلندر مومند دے اودبلې ډلې مشر هميش خليل دے که اجازت وى نودهغوى نه به پوښتنه وکړو.
هله تلوار کوه داډيرخطرناک سړے دے دلاسه اونه ځى غلام خان په تلوار تلوار دډائرۍ پاڼې واړولې اوبيائې د قلندرمومنداو هميش خليل دکورټيلى فون نمبرې راپيدا کړې .
سر! د دواړو دکوردټيلى فون نمبرې دى .هغه زما دفون نه ورسره خبرې وکړه سمدستى ټاپ سيکرټ موسټ ارجنټ غلام خان دقلندر مومند دکور نمبر ملاوکړو.
هيلو جى تاسوڅوک خبرې کوئ .
بل طرف نه جى ځلان مومند خبرې کوم تاسوچاسره خبرې کول غواړئ .
غلام خان ووئيل قلندر مومندصيب له فون ورکړئ ...
ځلان مومند: دهغوى خو دوه کاله وشو چې وفات شوے دے .
غلام خان :: دوه کاله وشو چې وفات شوے دے ..غلام خان لږ ساه نيولے شو او ټيلى فون ئې بند کړو نوصيب پرې سترګې سرې کړې .واه سبحان الله داستاکارکرد ګى ده دوه کاله وشو سړے مړ دے اوتاته پته نشته شابه دبل هميش خليل ملاوکړه خوکه دې مړوى نوتابه زۀ مړکړم په دې اوريدلو دغلام خان رنګ تک زيړشو مرۍ ئې وچه شوه او په رپيدونکولاسونو ئې نمبر ملاوکړو .
هيلو جى هميش خليل صيب سره خبرې کول غواړو دبل اړخه اواز راغلو زۀ هميش خليل خبرې کوم په دې اوريدلوغلام خان کښې وينه راغله اولږ پرسکونه شو اوايله لاړې ئې تيرې شوې .
صيبه: داشعر دکوم شاعر دے
ددنيا((طالبان)) ډير دى
که ئې موم ... موم..مومى څوک له چا
اوبل ئې داشعر دے.
په سبب دظالمانو حکمانو، دې وئيلو سره غلام خان په ويره ويره خپل صيب ته وکتل کوم چې کرسۍ کښې ډير په طمطراق ناست ؤ چې د هميش خليل اواز راغلو حکيمانو نه حاکمانو پوره شعر داسې دے .
په سبب دظالمانو حاکمانو
ګور او اور اوپيښور درې واړه يو دى
غلام خان : او او صيب هم داشعر دے خوددې شعرونو شاعر څوک دے اوچرته ميشته دے
هميشه خليل يار داخودرحمان باباشعر دے که ليدل ئې غواړې نودهزارخوانۍ رنګ روډ قبله اړخ ته ئې زيارت دے .
بس بس .. صيبه ډيره مننه دوئيلو سره غلام خان ټيلى فون بندکړو په مخ کښې ئې دکامرانۍ سرخى خوره شوه اومشر صيب حکم خان ورته ډير په بې تابۍ وکتل .
سر! عبدالرحمان معلوم شو دهزارخوانۍ دے رنګ روډ نه ئې قبلې اړخ ته کور دے .
ګډ:: سمدستى ئې نظر کښې واخلئ سکوارډ درغلو حکم خان صيب هغه رخصت کړو اوبياپه هنګامى بنيادونو تيارۍ شروع شوې اوماښام اذان سره درنګ روډ په غاړه په يوکور چاپه ووهلے شوه او يو سپين ږيرے رحمانے کاکا ګرفتار کړے شو.
رحمانے کاکا حق حيران ؤ چې هغه کومه داسې ګناه کښې ککړ ؤ چې نيولو دپاره ئې دومره لوئى ګارت راغلے ؤ اوهغه ئې ګپ ګيپ ونيولو هغه دې دسوچونو فکرونو کښې ؤ چې غټوغټو افسرانو ته بوتلوسره ورمخامخ کړے شو يوافسر چې غټ خيټے ؤ خومخ ئې ماکو نيولے ؤ هغه په رعبداره لهجه کښې تپوس وکړو تۀ عبدالرحمان ئې ؟
اوجى زمانوم عبدالرحمان دے خوخلق راته رحمانے وائى .
تۀ څه کار کوى ګزاران دې په څه دے ؟
جى.. زميندارى کوم يوهلک مې دلته په ښارکښې يوډاکټر سره اردلى دے.
طالبانو سره ستاتعلق دکله نه دے ؟ حکم خان ترينه پوښتنه وکړه کوموطالبانو سره .. صيب زمونږ کلى کښې خومدرسه نشته رحمانى کاکا په حيرانتيا ووئيل.
ښه نو تۀ عبدالرحمان نه ئې حکم خان صيب پرې جرحه وکړه ولې نه يم صيب ..
ښه نو هغه طالبان دکومودپاره چې شاعرى کوې حکم خان صيب په طنزيه لهجه کښې ووئيل .
شاعرى... رحمانے کاکا لږنور حيران شو ولې تۀ شاعر نۀ ئې څه؟ حکم خان صيب سترګې سرې کړې خفه نۀ شې صيبه. ولې تاته زۀ لکه داوسنو زلموپه شان اوزګار خيل ښکارم چې نورڅه کار نۀ شى کولے نوشاعرى شروع کړى ولې داستاشعرونه نه دى .
په سبب دظالمانو حکيمانو ډاکټرانو
اور ګور او پيښورټول واړۀ يودى
دشعر په اوريدلود رحمانى کاکا په مخ نرۍ مسکا خوره شوه صيبه ! خفه کيږه مه شعرموټول داسې ګډوډ کړو څنګه چې تر اوسه تاسو زمااکر بکر ګډوډ کړے دے دشعر زمانه زمادنيکه دے ..څه ...څه... ستادنيکه دے ټول صيبان حيران شو .
اوجى دازما دنيکه شعر دے .
ستا نيکه تراوسه ژوندے دے دحکم خان صيب لهجه غيريقينى وه اوجى ! ژوندے دے اوتل به وى .
ټولو يوبل ته حيران حيران وکتل لکه چې رحمانے کاکا دروغ وائى . لږساعت چپه چپتيا نه پس اخر حکم خان صيب وويل تۀ مونږ خپل نيکه له بوتللے شې .
اوجى .. ولې نه راځئ چې اوس مو ورله بوځم .
اوبيادشپې په توره تياره کښې په سخته پهره دبې شميره وسله والو په ولقه کښې رحمانے کاکا دهزارخوانۍ په لور روان کړے شو .
دهزارخوانۍ اديرې ته وردننه کيدلوسره بې شميره پوډريانو دګرفتارۍ له ويرې اخواديخوا منډې کړې دسکواډ زلمو په تلوار خپلې وسلې جګې کړې اوتردې چې ګوتې ئې پرې راښکلې چې رحمانے کاکا چغه کړه ناکام کوى صيبانو، ناکام کوئ صيبانو دپوډريان دى بې ګناه به ئې دل دول کړى .
دعبدالرحمان کورچرته دے يوصيب لږ په قهرژنه لهجه کښې ووئيل.
دغه مخامخ ئې ګور دے رحمانى کاکاد زيارت په لوراشاره وکړه اشارې سره وسله والو زلمو منډې کړې اودزيارت نه ئې ګيره واچوله چې عبدالرحمان چرته ونۀ تښتى خورحمانى کاکا غږ کړو تاسو ويره مۀ کوئ هغه دتښتې سړے نه دے رحمانے کاکا دوسله بندزلمو په ولقه کښې دجيپ نه راکوزشو اوصيبانوسره زيارت ته وردننه شواو دمزار دننه بلب ئې بل کړو او مزارته ئې ګوته ونيوله دا زما دژوندى نيکه ګوردے لحد ئې دنوره ډک شه تاسوسره چې کوم شعرونه دى دټول زما ددې نيکه دى هغه چې څه پکښې دلته په ديوالونو ليک دى تاسو ئې پخپله اول ولولئ ځکه چې زۀ ان پړهـ يمه .
صيبانو اودسکواډ زلمى ټولوحق بق اودريدل دصيبانو تندى تراوۀ اومشا دې ورانې شوې اوخپلو ماتختوته ئې غاښونه اوچيچل اوډير په زړۀ ماتې او ناخوالۍ دمزار نه رابهر شو.
دفترته راتلو سره حکم خان صيب مخکښې صيبانوله فيکس ورکړو.
جناب عالى:
ستاسودحکم مطابق مونږه دشاعر عبدالرحمان درک معلوم کړو او دنيولو هڅه مو وکړه خودريغه چې هغه دګرفتارۍ نه لږه موده وړاندې پحق رسيدلے دے ځکه مونږه ګرفتار نۀ کړے شو.
دخپلې تابيا او عالمى وقار دپاره مونږه دهغه دکلام په چاپ کولو خورولو اوخرڅولو دبنديز لګولو حکم کړے دے سباسحر وختى به دمارکيټ نه دهغه ټول کلام د کتب فروشو نه راټول اوضبط کړے شى .
ستاسو دحکم تابعدار حکم خان .