Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

د ستر مبارز کاکاجي صنوبر حسين مومند ياد تازه کړاى شو

عبدالهادي حيران

خپرؤنو نېټه: 25 جنوري 2006

د جنورۍ د مياشتې په پنځه ويشتمه نېټه د پېښور د ژورنالستانو د کلب د کلتوري کمېټۍ اؤ د پښتو نړيوال کانګريس په هڅه د پېښور په پريس کلب کې مازديګر درې بجې د ازادۍ د ستر مبارز، ملت پال سياست پوه، شاعر، ليکوال اؤ ستر پښتون کاکاجي صنوبر حسين مومند په ياد يوه دستوره جوړه شوه چې مشري ئې د پښتو نوميالي سياست پوه، شاعر اؤ ليکوال اجمل خټک وکړه. په دې غونډه کې مشهور څېړنکار ښاغلى همېش خليل، استاد اصف صميم، سردار خان فنا اؤ د پښتو نړيوال کانګريس مشر جهانزيب نياز د ستيج مېلمانۀ وو چې د کاکاجي د ژوند په بېلا بېلو اړخونو ئې خبرې هم وکړې.

برسېره پر دوي ښاغلي حنيف خليل، پروفيسر صاحب شاه صابر اؤ پخواني سناتور ډاکټر ريحان هم د کاکاجي په فکر، مبارزه اؤ کارونو ويناوې وکړې. شوکت حسين حسرت اؤ قمر نړيوال د کاکاجي صنوبر حسين په هکله نظمونه واورول.

په غونډه کې د لرې اؤ برې پښتونخوا ګڼ شمېر ليکوالو، شاعرانو، ژورنالستانو اؤ عامو خلکو ګډون درلود. په دې موقعه يؤ خو د پښتنو د مشهور سياستدان اؤ د عوامي نېشنل پارټۍ د لارښود خان عبدالولي خان د ښۀ صحت لپاره ځانګړې دعا وشوه او بل د نړيوال پښتو ادبي کانګريس لخوا دا ژمنه وشوه چې د کاکاجي صنوبر حسين مومند په ژوند اؤ مبارزه به يؤ کتاب چاپ کوي.

Comments powered by Disqus