خپرؤنو نېټه: 5 جولائي 2006
ډاکټر کبيرستورے او سندريز پيغام
ليک: فيروزخان صادق
خداې بخښلے ډاکټرکبيرستورے د پښتون قام او ژبې په دنيا کښې يو داسې قدآور او معتبر نوم دے چې دشخصيت فکر او فن اوازې او انګازې ئې په هر لور خورې ورې دى او د هر چا په زړۀ کښې ئې ځان ته ځاې جوړ کړے دے دهغۀ سپين سپيځلے شخصيت روڼ روښانه تندے خوږه او پسته لهجه په خبرو کښې دپوهې ا و علميت نخښې مهذب او مودب انداز د هر چا احترام او هر چا سره مينه دخپل قا م او ژبې د خوشحالۍ او سوکالۍ دپاره هر وخت هلې ځلې د تعليم د اهميت او افاديت نه خپل قام خبرول د نوموړى د ژوند تر ټولو لوئې مرام ؤ.
ارواښاد د لوړو زده کړو نه پس د جرمنى په هيواد کښې د ډاکټرۍ پيشه خپله کړې وه چې غوښتل ئې له هم دې لارې څخه د انسانيت خدمت وکړى او کۀ چرې مونږ د ډاکټرستورى په ژوند نظر واچوؤ نو هغه پخپل دغه نيک مقصد کښې تر ډيره حده پورې بريالى توب ترلاسه کړے ؤ. هغه يو مستقل مزاجه انسان ؤ ځکه نو په سفر او حضر داخل او خارج شپه او ورځ غرض دا چې هر وخت د خپل مقصد حيات دپاره متحرک ؤ او هغه د انسانيت د خدمت ترڅنګ د خپلې ژبې ادب او خپل قام د پرمختګ او ښيرازۍ فلسفه وه چې نوموړى ددې غرض دپاره خپل ټول خوبونه ارائشونه او سهولتونه قربان کړى وو هغه د پښتون قام د يو والى تعليم ترقۍ او خوشحالۍ ډير ارمانى اوداعى ؤ. او هم له دې مقصد دپاره ئې دليک لوست موثره او معتبره لاره خپله کړې وه او بيا ئې د خپل قام د اسانۍ دپاره د ادب دواړه څانګې نظم او نثر خپل کړى ا و غوره کړى وو په ذهنى توګه هغه يو انقلابى او بالغ نظر شاعر اديب ؤ په جسمانى توګه هغه نسبتاً کمزورے ؤ خو خوئى ئې دروند او خصلت ئې مضبوط. طبعاً هغه يو چست او چابک سړے ؤ مزاج ئې نرم او نفيس ؤ خبرې ئې خوږې هم وې او درنې هم بلکې ټولې خبرې ئې دکار وې بنيادى طور يو بې ا زاره او بې ضرره ؤ او د هر چا سره ئې تعلق او تړون بيخى بې غرضه او بې لالچه ؤ پخپله ئې تعلق د پښتنو د يوسفزو قبيلې سره ؤ خو په مجموعى توګه هر پښتون ئې د سترګو تور اود زړۀ ټکور ګڼلو.
هم دغه وجه ده چې خپل ټول ژوند ئې د پښتو او پښتنو دپاره بخښلے ؤ. او کۀ هغه هر څو د جرمنى غوندې کاروبارى ملک او مادى ماحول کښې اوسيدو بلکې هغه په بنيادى توګه د دوؤ پيسو ګټلو په خاطر د مسافرۍ دغه اذيت ناک او کربناک ژوند ته غاړه ايښې وه خو سره ددې ئې خپل قام او خپله ژبه يو ساعت هم له خياله نۀ ده ويستې او دجرمنى څخه ئې هم د پښتو مطبوعاتو پښتنو شاعرانو، اديبانو، صحافيانو او نورو اړو ندو کسانو سره برابر تماس نيولے دے بلکې په ديار غير کښې ئې دپښتنو د ترقۍ شناخت او پرمختګ په خاطر دپښتون سوشل ډيموکريټک پارټى جوړه کړې وه چې دخپل قام او ژبې دخدمت په اړوند ئې ډير فعال او يادګار رول لوبولے دے هم په دې دوران کښې به چې هر کله په افغانستان، پاکستان يا بل کوم هيواد کښې کومه غونډه جوړه شوه نو ډاکټرکبيرستورى به ارو مرو ځان ور رسولو او دخپل قام او ژبې د نمائندګۍ حق به ئې ادا کولو.
په تيره بيا کله به چې پيښور ته راغلو نو دلته به ئې خامخا په ادبى او ثقافتى غونډو کښې هم ګډون کولو او ددې ځاې د شاعرانو، اديبانو، هنرمندانو او صحافيانو نه علاوه به قام پرستو سياستمدارانو سره هم ئې ليدل کتل کول او د دوى سره به ئې دپښتو ژبې او پښتون قام په موجوده حالاتو اوږدۀ اوږدۀ علمى بحثونه کول. او هم دغه ادبى او ثقافتى تعلق او تړون ؤ چې دستورى فکر او فن ته ئې لانوره ښکلا او ځلا ورکړې وه. او هم دغه Coommitment ؤ چې ستورے ئې پخپل مقصد کښې د برياليتوب تر مقامه رسولے ؤ. او دهغۀ په فکر او پوهې کښې د پوخوالى او پرخوالى سبب ګرځيدلے ؤ. د ارواښاد د خبرو اکثر موضوع به دپښتون قام ماضى، حال او مستقبل ؤ. هم په دې موضوع به ستورى د هر چا سره بحثونه کول د هر چا وړانديزونه او دليلونه به ئې په ډيره توجو او رغبت سره اوريدل. او بيا به ئې ترې د ضرورت په وخت استفاده هم کوله.
هر کله چې د پښتنو په لوئې کور افغانستان روسى يرغلګرو تيرے وکړو او سمسور افغانستان ئې د بارودو په شنو لوخړو کښې لولپه کړو نو د يو افغان په حيث ډاکټرکبير ستورے هم په دغو لوخړو کښې در په ديکه شو او دحالاتو دغه طوفان ډير وخوځولو او وې ځنګولو خو دحالاتو مقابله ئې ډيره په جرات او استقامت سره وکړه. په قول د رحمان بابا(رح) چې:
لکه ونه مستقيم پخپل مقام يم
کۀ خزان راباندې راشى کۀ بهار
او بيا هر کله چې د جهاد په مقدسه فريضه ترسره کولو افغانانو خپل دښمن ته ماتې ورکړه نو لکه د نورو افغانانو کبيرستورے هم خوشحال شو په دې هيله چې زمونږ هيواد به يو ځل بيا سمسور شى خو متاسفانه چې د روسى تيرى نه پس افغانستان کښې خپل منځى جنګونه شروع شول او بيا افغانستان داسې لوټې لوټې شو چې په کنډواله ياد شو خو ستورى بيا هم همت ونۀ بائيللو او په قول د خوشحال خان خټک چې:
کۀ اسمان دې د زمرى په خلۀ کښې ورکړه
د زمرى په خلۀ کښې مۀ پريږده همت
هم دا وه چې افغانستان د دريؤ لسيزو د غرغنډو او برباديدو نه پس يو ځل بيا د ابادۍ او سوکالۍ په طرف روان شوے دے. او تس نس افغانان دهجرت نه پس اوس خپل وطن په ډير عزت او درناوى را ستنيږى. ا و هيله کيږى چې ډير زر به ټول افغانان خپل هيواد ته راشى او دخپل وطن د بيا ودانۍ په کارونو کښې به خپله برخه واخلى او د ډاکټر کبيرستورى مرحوم روح ته به سکون او راحت ورسوى. او د يو ډاکټرکبير ستورى روح ته نۀ بلکې د ټولو شهيدانو روحونه به خوشحاله او خندان شى.
د ډاکټرکبيرستورى شخصيت ګڼ اړخونه او رخونه لرى ځکه نو دهغوى په شخصيت نور هم ډير څۀ وئيلے او ليکلے شى خو دليک طوالت مې دلارې خنډ جوړيږى ځکه نو دشخصيت او فکر متعلق ئې په ذکر شوؤ خبرو اکتفا کؤم ا و بيا دفن يوه اجمالى خاکه ئې دلته د مثال په ډول ذکر کؤم ارواښاد ډاکټرکبيرستورے لکه چې مخکښې وئيل شوى دى چې د يو ښۀ انسان سره سره يو ښۀ شاعر او اديب هم ؤ او بيا د نظم او نثر دواړو په حواله ئې خپل يو نوم لرلو اوتر دې وخت پورې ئې د نظم او نثر تقريباً څۀ يو درځن کتابونه ليکلى دى چې پکښې زياتره چاپ شوى هم دى او دا وخت ئې شعرى مجموعه سندريز پيغام زما مخې ته پرته ده چې رنګينه سرپاڼه معيارى کاغذ ١٤٤ مخونه لرى چې په کال ٢٠٠٢ء کښې د پښتونخوا د پوهنې ديره پيښور لخوا په دانش کتابتون کښې چاپ شوې ده تړون ئې د پښتو د نوموړى شاعر او اديب ښاغلى لائق زاده لائق په نوم شوے دے او سريزه پرې پروفيسراباسين يوسفزى ليکلې ده چې پکښې ئې د ښاغلى کبيرستورى د فکر او فن ښۀ کوټلې جائزه اخستې ده.
هر کله چې مونږ د ارواښاد کبيرستورى ددې شعرى مجموعې مطالعه کوؤ نو را ته ددۀ د فن ګڼ رنګونه او قسمونه په نظر راځى چې پکښې مينه، محبت، ميړانه، جرات، پښتونولى، وطن دوستى، لوظ، حسن او جمال، غم د جانان او غم د دروان، لنډه دا چې د ژوند په هر اړخ پکښې شعرونه په نظر راځى چې يو طرف ته دشاعر په فهم او فراست دلالت کوى او بل طرف ته زمونږ د ټکورونو کار کوى.
د کتاب وړومبے شعر ئې دا دے :
ګناه د بل چا نۀ ده دا زمونږ خپله ګناه ده
پښتو پښتونولۍ ته اړولې چې مو شا ده
ددې شعر نه دا اندازه په اسانۍ سره لګيدے شى چې ښاغلے شاعر پخپل قام او خپله ژبه څومره مئين دے ځکه چې صرف دا يو شعر نۀ بلکې پوره غزل ئې د هم دې موضوع نه ځار کړے دے هم دغسې ئې په ټول کتاب کښې زيات تر کلام په پښتو ا و پښتونولۍ مشتمل دے لکه چې يو بل ځاې کښې وائى:
بې پښتو نۀ شى په پښتو باندې پښتو به کوې
د مينې ستورې ته د خپلې پښتو رنګ ورکړه
او يا دا چې:
چا چې ده ليدلې په ستائيلو ئې مړيږى نه
يو خوا ئې ښائست دے بل صفت د پښتو کوى
کۀ څۀ هم د ستورى د شاعرۍ مرکز او محور پښتو او پښتونولى ده خو ددې ترڅنګ هغۀ په هره موضوع قلم پورته کړے دے چې د نمونې څو شعرونه ئې داسې دى:
د عشق کار کښې دهر چا ده بيله برخه
د چا ستورے دے تيارۀ د چا ځليږى
د ګل ښائست نه چې په بڼ کښې بلبلان ځاريږى
پور دې ورکړے دے کۀ ګل د ښائست غلا کړې ده
کلى نه وځى خوله اولسه وتل نۀ منى
تل په ټولنيز ژوند کښې انصاف او عدالت غواړى
چې دبخت ستورے مې دعشق اسمان کښې وځليدو
خدائيګو د کلى لويو وړو راته دعا کړې ده
ددې شعرونو په اساس مونږ دا خبره په ډانګ پيللې کولے شو ارواښاد ډاکټرکبيرستورے د ژوند شاعر دے او د ژوند شاعر کله هم نۀ مرى. بلکې چې ترڅو ژوند وى نو تر هغې به د هغۀ فن هم ژوندے وى او هر پښتون به دخپل دغه اتل شخصيت په کاراو زيار وياړ کوى او ددۀ خدمتونو ته به د ستائنې او ډاډګيرنې اميلونه په غاړه کوى.
ما وې چې زۀ به د جانان ښکلے تصوير جوړؤم
زۀ اعتراف د عجز ؤ فن کړم ما تصوير جوړ نۀ کړو