خپرؤنو نېټه: 11 مئي 2006

Click here to view larger picture
نن د پنجشنبی په ورځ د 2006 ع کال د می د مياشتې په يوولسمه نېټه د پښتنو دروند مشر او د عوامی نشنل پارټی ANP مرکزی صدر ښاغلی اسفنديار ولی خان د جرمنی د وېسلنګ په ښار کې د پښتنو ټولنيز و ولسوليز ګوند PSDP د مشر ارواښاد ډاکتر کبير ستوری کور ته ورغی او د اواښاد روح ته ئې دوعا وکړه.
ښاغلی اسفنديار ولی خان د ډاکتر کبير ستوری په مړينه ژور خفګان څرګند کړ او زياته ئې کړه که د ستوری صاحب په شان نور په قوم مئين پښتانه په پښتنو کې پېدا شی د پښتون او پښتنو مسلی به زر حل شی.
همدراز د پښتنو ملی مشر ارواښاد خان عبدالولی خان بابا روح ته هم دوعا وشوه.