Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

داے وى ټى خيبر پښتون

سعدالله جان برق

خپرؤنو نېټه: 25 اپرېل 2006

زۀ په دې ساعت دخدائى ډيرشکر ګزار يم چې اے وى ټى خيبر راغلواوزما سترګې ئې وغړولې . داسې ډيرې خبرې وې چې زماپه خيال کښې بل شان وې اواوس داے وى ټى خيبرنه راته پته ولګيده چې زۀ خودهاتى غوږ کښې اودۀ وم يعنې .

پس از سى سال اين نکته محقق شد به خاقانى
که بورانى ست بادنجان وبادنجان بورانى

بورانىيوشے دے چې تور باټينګړ نرۍ نرۍ ډکرې کړى اوپه غوړوکښې ئې سره کړى اوبيائې دماستوسره خورى نوخاقانى وائى چې ديرش کاله پس ماته داپته ولګيده چې بورانى باټينګړ دى اوباټينګړ بورانى ده نوماته هم ډير موده پس ايله اوس پته ولګيده چې ((پښتو)) نه په جامه ده نه په ژبه نه په ثقافت اونه په بل څه صرف زړۀ پښتون پکاردے . داپته مات دهغه خط نه ولګيده چې داے وى ټى خيبرته چاراليږلے ؤ چې ستاسواکثرپروګرامونه په سوټ بوټ کښې وى نوپه جواب کښې ورته زمردخان نومې يوځوان ووې چې خانه ((پښتو)) په جامه کښې نۀ ده بلکې زړۀ پښتون پکاردے .

دا اوس ډيره اسانه شوه چې پښتو نه په جامه کښې ده اونه په ژبه کښې هم نۀ ده مطلب دا چې صرف پښتو وائى نوهغه پښتون دے بلکې که هرڅه ئې ووې هرڅه ئې واغوستل خوچې زړۀ پښتون وى نودا ډيره ده بلکې زماخو داخيال دے اوهم د اے وى ټى خيبر دپروګرامونو نه مې داخيال راغلو که جامه د سره هډووى نۀ نو هم خير دے لاڅه سړے به مکمل طور په انسانى لباس کښې وى يوشاعرهم وائى چې .

تن کى عريانى سے بهترين کوئى بهى لباس نهين
يه وه جامه هے که جس کانهين الټاسيدها

بله داخبره هم دخوشحالۍ ده بلکې زۀ پرې من من غټ شوم چې که معامله صرف دزړۀ دپښتون کيدووى اوژبه اوجامه ورله ضرورى نه وى نوبيا خومونږ ددنياټول چينلونه پښتانۀ ګڼلے شو ځکه چې جامه هم ضرورى نه وى ژبه هم ضرورى نه وى کلچر هم ضرورى نۀ وى اوصرف زړۀ پښتون پکاروى نوزړۀ خوپټ باچادے مونږ په هغوى خوداالزام نۀ شولګولے چې دهغوى زړۀ پښتون نۀ دے تراوسه ماهسې زړۀ خوړلو چې داے وى ټى خيبر پروګرامونه به مې کتل او اوريدل نوخفه کيدم به چې دوى دا کومه پښتووائى ځکه چې په اکثرو پروګرامونو کښې سړے صفاپوهه شى چې دهرې ژبې وئيلوپکښې ازادى ده خوپه پښتو وئيلوسخته پابندى ده او دپروګرامو شريکوال ډيرپه تکليف ډير په کوشش اوډير په خوارۍ سره داسې ژبه پکاروى چې پښتوپکښې کمې نه کمه وى زماداخيال هم ؤ چې اے وى ټى خيبر داخبره ديومشن په طور خپله کړې ده چې پښتون نه يوماډرن پښتون جوړکړى ډيره ښه خبره ده چې ټوله دنيا ماډرن کيږى نوپښتون څه ګناه کړې ده چې ماډرن دې نۀ شى .

اوماډرن توب څه ګران هم نه دى په قميص پرتوګ باندې ډيرې پيسې لګى اوکوټ پتلون په جهانګير پوره کښې ډير ارزان ملاويږى . دويم شرط دماډرن کيدو په پښتوکښې ملاوټ کول دى نوداهم څه ګرانه خبره نه ده ګران خوديوشى صحيح وئيل وى او ورانولودپاره هډود محنت ضرورت نه پيښيږى .

دريم څيز بريت وهل دى نوهغه خوهسې هم اسان کار دے بريتوپورې راياده شوه هم په اے وى ټى خيبرکښې يوکمپيئرؤ نوم ئې نه راځى خوڅه خان دے غالباً خالدخان دے ډير دمزې بريت ئې وو اوډيرښۀ ورسره ښکاريدو خوهغه ورځ مې وليدو چې خلې نه ئې تشه مشواڼۍ جوړه وه ماته دبسمل هغه خبره راياده شوه بسمل چې ريډيو کښې بهرتى شو نوڅو ورځې پس ئې بريت ووهل ځکه چې سپين ويښتۀ پکښې ښکاره شوى وو اوسپين ويښتۀ که ډير ښه شى خودحسينو زړونه توروى ځکه خوصابرصيب وئيلى وو.

داخبره کيږى نن زمونږ دکلى جونوکښې
سپين ويښتۀ زرغون شودصابرغريب بريتونوکښې

اکثر خلق هم د((ينګ لک)) دپاره بريت وهى نوبسمل ته چې ماووې چې هلکه دابريت دې ولې ووهل نوډيره ښه خبره ئې وکړه وئيل دسړيتوب دايوه نخښه مې ريډيو ته ځان سره راوړې وه دهغې نه مې هم ځان خلاص کړو.

خبره مودپښتون کوله نوزۀ په دې خبره ډير خوشحاله شوم چې پښتو اوپښتونولى اے وى ټى خيبرډيره اسانه کړه بس يو زړۀ پښتون ساته اونورې مزې کوه بلکې زماخودا مشوره ده چې دالږه ډيره پښتو اى وى ټى خيبر باندې وئيلے شى دادې هم ختمه کړى زړونه خوئې هسې هم پښتانۀ دى .

فرشتون سے مشکل هے انسان بننا
که لګتى هے اس مين مشقت زياده

Comments powered by Disqus