خپرؤنو نېټه: 22 مئي 2006
ملی سندره ، سرود يا ترانه په حقيقت کې د يو هېواد، قام او ملت د ملی ارزښتونو، د هغه هېواد د اوسېدونکو د يو والی ، خپلواکۍاو په خاصه توګه د عقائدو ترجمانی کوی. نو بس هم په دغه نظر مې د افغانستان ملی ترانه ښه په غور ولوسته او هم مې واورېده. په مجموعی توګه د ترانې ليکوال سطحی خو يو ښه کوشش کړے دے او پکاردی چې ستائېنه يې وشی. خو خبره دا ده چې يو عام انسان په بنيادی توګه عاجز او کمزورے دے او کامليت ته رسېدل ګران کار دے نو ځکه پکار دی چې عام انسانان د دا ډول کارونه په سلا او مشورې سره ترسره شی اود يو بل د نظرونو احترام وشی.

نو بس له دې امله چې زۀ بنده هم ځان يو افغان ګڼم او په لر او بر افغان کې د څه فرق قائل نه يم د دې ملی ترانې په هکله د خپل نظر څرګندونه کوم او هغو ټکو يا کميو ته اشاره کوم چې د ترانې له ليکوال او شاعر نه کېدې شی د خپلو مجبوريو يا عقائدو په وجه پاتې وی.او يا ترې هېرې شوی وی
وړومبے ټکے چې ورته اشاره کول غواړم هغه د هېواد خپلواکی ده او دا ټولې دنيا منلې ده چې افغان ملت هيڅکله د يو طاقت تېرے او قبضه نه ده زغملې چې په دې موضوع باندې دوستانو او دښمنانو زيات هر څه ليکلی دی او تفصيل ته يې اړتيا نشته نو اوس دا کتل پکار دی چې ايا له ښاغلی ليکوال او شاعر نه دا موضوع هېره شوې ده او که څنګه؟
دويم ټکے د پښتون کلمه ده چې هغه د ټولو قومونو په سر کې راوستل پکار وو خو دلته کې يې بلوڅ په سر کې راوستی دی او دا په داسې حال کې دی چې له بلې خوا په ګاونډی هېوادونو کې هم د بلوڅو ځينې ترهه ګرې ډلې جوړې کړې شوی دی او له هغوی نه ناوړه او ناروا او د ترهه ګرۍ کارونه اخېستل کيږی نو دې خبرې ته هم لږه پاملرنه پکار ده.
دريم ټکے د انګرېز سامراج په لاس د افغان ملت د وېش او تقسيم دے چې دغه بېلتون ختمول د لر او بر افغان ملت دنده ده ځکه چې د لر او بر افغان په خپل مېنځ کې د هيڅ بېلتون او جدائی قاېل نه دی او له همېشه راهسې يو دی او يو به وی نو له دې امله د لر افغان شعار په ترانه کې نه دی هېرول پکار.
څلورم او مهم ټکے د هېواد نظام دے چې هغه ټولو ته پته ده چې بې د اسلام له مبېن دين نه بل څه نه شی کېدې که هر څو د امريکې په مشرۍ د نړۍ استکباری قوتونه په اسلامی هيوادونو په تېره بيا تر کنټرول لاندې هېوادنو کې د اسلام د بدنامولو او د سېکولر ازم د خپرولو کوشش کوی خو په مقابل کې يې صحيح محمدی (ص) او د هرې زمانې د مسائلو د حل جوګه اسلام هم په تېزۍ سره د دغو افکارو په مخ نيوی سره مخ په ترقۍ روان دے چې په دې
او ډېر زر په ټولو جوړ کړې شويو نظامونو باندې غلبته پېدا کونکے دے نو په دې ترانه کې د افغان ملت نظام ته هيڅ اشاره نه ده شوې او ملت يې د نظام له لوری بې برخليکه پرېښے دے.
نو دلته به له ليکوال او شاعر صېب نه ډېر په معذرت سره دا پوښتنه وکړم چې که دا ترانه دې په افغانستان کې د امريکې په مشرۍ د پرديو ځواکونو د شتون تر وخته پورې موقتی جوړه کړې وی نو بيا خېر دے او که نه دائمی او تل پاتې کېدونکے کار دې کړے وی نو بيا پکار دی چې پوخ کار وکړې او پخې خبرې وليکې او په دې هکله دې له هيڅ چا نه سترګه و نه سوزی او د خپل افغان ملت په صحيح معنو کې ترجمانی وکړې.
په هر حال غواړم چې له ښاغلی ليکوال او شاعر نه يو ځل بيا په معذرت او بخښنې سره په دې ترانه کې لږ د اصلاح کوشش وکړم نو په دغې جذبې سره مې په اصلاحی شکل کې دغه ترانه وليکله. او ورزيات کړی څيزونو لاندې مې پکې کرښه راښکلې ده.
له نورو قدرمنو افغانانو او د افغان ملت درد لرونکو وروڼو خوېندو نه هم خواست کوم چې په دې هکله دې هغوی هم خپله دينی او ملی دنده او فريضه تر سره کړی.
