Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

شيخ المشائخ حضرت پيرسيدعبدالرحمن بابا چشتى صابرى

ليک:- ضياء الحق سرحدى

Wahdat daily

خپرؤنو نېټه: 30 جون 2006

شيخ المشائخ حضرت پيرسيدعبدالرحمن بابا چشتى صابرى

ليک:- ضياء الحق سرحدى

اولياء کرام صوفيائې عظام او دالله نيک بنديان نن هم د کروړونو انسانانو په زړونو کښې ژوندى دى. او ددې بزرګانو په دربارونو باندې په زرګونو خلق روزانه حاضرى ورکوى چې ورسره زړونو کښې د امت مسلمه د نشاة ثانيه جذبه پيدا کيږى. پاکستان او هندوستان کښې بزرګان دين د اسلام پيغام عام کولو دپاره شپه ورځ محنت وکړو د حضرت محمد(ص) په صدقه الله تعالى د برصغير خاوره د اولياء کرامو نه ډکه کړېده. تمبرپوره شريف کښې يو پيړۍ وړاندې د رشدوهدايت کوم قنديل روښانه شوے ؤ په هغې نن هم زمانه روښانه کيږى. ددې عظيمو هستيانو تذکره دې مضمون کښې ممکن نۀ ده. دا سعادت راته حاصليږى چې دخپل پيرمرشدى د نيکۀ په باره کښې څۀ وليکم حالانکې دا ډير ګران کار دے. دپيښور خاور ې ته هم دې سلسله کښې يو ممتاز مقام حاصل دے دلته الله ډير روحانى شخصيات راليږلى دى او ددې ځاې خلق ترې فيض حاصلوى او دا سلسله به د قيامت ورځې پورې روانه وى.

د شيخ المشائخ حضرت سيدعبدالرحمان باباچشتى صابرى شمير د صاحب طريقت او صاحب کشف بزرګانو کښې کيږى. دددوى د پلار نوم حضرت پيرسيدمحمدداودشاه ؤ او دنيکۀ نوم ئې حضرت پيرسيدغريب شاه دے. د هغوى سلسله نسب په څلويښتو واسطو کښې سيدالشهداء سيدنا عالى مقام حضرت امام حسين او شيرخدا حضرت على ابى طالب سره ملاويږى. او شجره نسب ئې حضرت بابا فريدالدين مسعودګنج شکر نه واخلئ حضرت على کرم الله وجهه سره ملاويږى. د هغوى پلار سيدمحمدشاه (رح) کامل ولى او عارف ؤ. د عمر ډيره حصه ئې د حضرت سيدنا مخدوم علاء الدين احمدصابر پيران کليرشريف په مزار تيره کړه. حضرت پير سيدعبدالرحمان شاه د چشتيه صابريه تمبرپوره شريف جليل القدر بزرګ ؤ او د طريقت روحانيت په اعلى درجې فائز ؤ. پير سيد عبدالرحمان بابا چشتى صابرى د تصوف د څلورو واړو طريقو مالک ؤ. او ددې ټولو فيض به ئې ورکولو اوددې به ئې چې هغه څنګه فقير دے چې يوه طريقه چلوى خو مريدانو ته به ئې عموماً دچشتيه سلسلې بيعت ورکولو. د ابوالحسن نورى قول دے چې تصوف يو اخلاقى شے دے چې د الله تعالى اخلاقو او عاداتو اختيارولو سره حاصليږى. د دنيا دشمنۍ اود الله دوستۍ نوم تصوف دے.

علامه اقبال هم يو شعر کښې وئيلى دى چې:

هاتهـ هے  الله کا بنده مومن کا هاتهـ

غالب و کار افرين کارکشا کارساز

د تمبر پوره شريف ددې بزرګانو په لاس په زرګونو خلقو ايمان راړو. پيرصيب د پيرطريقت حضرت پيرسيد قاسم شاه چشتى صابرى پلار ؤ  چې خپل ټول ژوند ئې د الله په لار کښې وقف کړے ؤ. دحضرت پيرسيدقاسم شاه ژوند د اتباع رسول (ص) عملى نمونه وه کومه خبره به ئې  چې د خلې نه وته الله تعالى به هغه پوره کوله. دهغوى دوه زامن پيرسيدمستان شاه او پيرسيدعالم شاه دى. پيرسيدعالم شاه د فانى دنيا نه تلے دے. پيرسيدمستان شاه د زهدو تقوى دپاره مشهور دے. او صوبه سرحد کښې ورځ په ورځ بابا فريد سره د نزدې نسبت په وجه دعاشقان فريد شمير زياتيږى. حضرت پيرسيدمستان شاه سرکار حق بابا رښتونے عاشق رسول (ص) او د عقيدت په سمندر کښې ډوب عاشق فريد دے. د موجوده وخت عظيم پيشوا دے. صاحب جلال او جمال بزرګ دے. هر چا سره موصوف وړو ماشومانو سره ډير شفقت کوى. د ملک دننه  او بهر په زرګونو خلق د هغوى مريدان دى. استانه تمبرپوره شريف علمى سرګرميو کښې هم پيش پيش دے. او دجامع رحمانيه په نوم يوه غټه درس ګاه قائمولے شى چې سرپرستى ئې پيرومرشدى سيدمستان شاه حق بابا، سيدسجادبادشاه او سيدعنايت على شاه بادشاه کوى.

حضرت پيرعبدالرحمان شاه بابا د چشتيې سلسلې خورونې کښې څۀ کمے نۀ دے پريښے. عرسونو باندې باقاعدګۍ سره ختم خواجګان کوى او د کومې مياشتې په شپږم تاريخ د حضرت خواجه معين الدين چشتى سنجرى اجميرى په ياد کښې محفل سماع کوى. حضرت پيرسيدعبدالرحمان شاه بابا د الله ولى ؤ دعا به ئې د امر درج لرله او حق تعالى به فورى قبلولې. هغوى د الله تعالى په عشق او عشق رسول (ص) سرشار ؤ د مرګ ژوند د قران سنت عملى نمونه وه.د هغوى ژوند ډير ساده ؤ ظاهرى نمائش نه به ئې ډډه کوله مريدانو ته به ئې نصيحت کولو. چې خپل ځان کښې انکسارى پيدا کړى ځکه چې الله تعالى او رسول (ص) عاجزى خوښوى. د صوبې لرې لرې علاقو نه به خلق د هغوى نه فيض حاصلولو دپاره راتلل. مريدانو ته به ئې د حلال رزق ګټلو حکم ورکولو. او وئيل به ئې چې کسب کوئ او د حلالې روزۍ خوړلو عادى جوړ شئ. يو ځل ئې ووئيل "دخداې رزق دپاره کسب يو خاص عبادت دے دې فقر کښې هم پټيږى او فقير د چا محتاج کيږى نۀ اکثر به ئې ووئيل "لباس د اميرانو په خيال فقيرانو" دهغوى تعليمات د شريعت محمدى (ص) نه ډک دى مريدانو ته به ئې د صفا جامو اغوښتو نصيحت کولو. د شهرت انتهائى خلاف وو کله چې مريدانو دهغوى زيات تعظيم شروع کړو نو سختۍ سره منعې کړل او وې فرمائيل چې تعظيم څۀ کوئ بلکې خپل مرشد، باطن کښې زړۀ سره نزدې کړئ د پير حکم منل د ادب نه زياته درجه لرى.

حضرت پيرسيد عبدالرحمن بابا چشتى صابرى ته د شريعت نه سيوا دويم کوم کار خوښ نۀ ؤ فرمائيل به ئې چې فقير څومره هم رسائى ولرى خو د مالک دربار کښې به دسنت رسول (ص) نه بغير سخت مجرم دى.

د وصال نه څو ورځې وړاندې حاضرينو ته نصيحت او دعاګانې وکړې دا ډير وجدانګيز منظر ؤ بعضې مريدانو ووئيل چې تاسو مونږ نه جدا کيږئ مونږ چا ته حواله کوئ هغوى ووئيل دا بحر او بحران به ختميږى زما نه پس به دا سلسله سيدقاسم شاه او دسيد مستان شاه په حواله ده چې ستاسو ظاهرى او باطنى تربيت به کوى. د وصال نه وړاندې ئې قبر پخپله خوښ کړو . عرس مبارک ئې هر کال په ٢٩ جمادى الاول د حضرت سيدمستان شاه سرکار حق بابا سرپرستۍ کښې نمانځلے شى.  ختم خواجګان کيږى شجره چشتيه وئيلے شى خواږۀ او لنګر تقسيمولے شى. حق بابا خصوصى دعاګانې کوى محفل سماع کښې عارفانه کلام پيش کولے شى. پيښور کښې دا تقريب د خصوصى اهميت وړ وى.

هغوى په ١٤ فرورى ١٩٥٣ بمطابق ٢٩ جمادى الاول ١٣٧٢ هـ د سحر په وخت د فانى دنيا نه لاړو په زرګونو مريدان او عاشقان ئې جنازه کښې شريک شول او چرته چې دفن دے هلته دحضرت پيرسيدمحمدشاه او نورو بزرګانو مزارونه هم دى د هغوى په وجه چشتيه صابريه سلسله خوره شوه او دا سلسله نن هم جارى ده.

Comments powered by Disqus