Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

د تابوت جوړولو کار پيل شو، ولسي جرګه سلګۍ وهي

صفى الله

د کابل پوهنتون، د ژبو او ادبياتو پوهنځى، د پښتو څانګې د لومړي کال محصل

خپرؤنو نېټه: 3 اکتوبر 2005

درنو وروڼو لکه څنګه چې تاسو ته جوته ده چې د وږى په ٢٧ نيټۀ په ټول هېواد کې د ولسي جرګې او ولايتي شورا ټولټاکنې وشوې. او د څو ورځو ر اپه دېخوا يې شميرنه هم پيل شوه چې په شل فيصده شميرلو کې يونس، رمضان او محقق په لوړو رايو تر لاسه کولو سره د دې شميرنې په لومړي مقام کې ځاى لري او دا لا جوته نه ده چې د راي شميرنې تر پايه به څوک لومړى مقام تر لاسه کړې . زيات هېوادوال دې ته لېواله دې چې په ولسي جرګې او ولايتي شورا کې داسې کسان وټاکل شي چې هغه د دې هېواد رښتنې، مسلمان، او په هېواد مين خلک وي . خو د بده مرغه تر اوسه داسې کس نه تر سترګو کې چې د دې هېواد او ملت په غم ، غمجن، او په خوشالۍ يې خوشاله وي .او پورتنې کسان ، ټولو هېوادوالو ته څرګنده ده چې د دې کسانو په ټاکلېدو سره به زموږ په ولسي جرګه کې د ميخونو، متعصبينو، او د قدرت تر لاسه کولو لپاره د دې مظلوم ملت په سترګو باندې خاورې شيندونکې ځاى ومومي، او ددې هېواد راتلونکى به په دغو تګلارو سره نور هم د تعصب، تضاد ، او بدبختۍ کندې ته وروغورځوي.

او د يادولو وړ خبره داده چې ښاغلى قانوني صيب چې په تيره ټولټاکنه کې د هېواد د ولسمشرۍ د پاره يې ځان کانديد کړى وو او د خپلو شومو هېلو د لاسته راوړلو له پاره يې غوښتل چې ځان دې مقام ته ورسوي ، ناکام پاتي شو او د خپل ددې شرم د پټولو لپاره يې هغه ټولټاکنې غير قانوني او د درغلې نه يې ډکې وبللي ، حال دا چې د هېواد سياسي او نړيوالو پوهانو د ولسمشرۍ ټولټاکنې ډېرې برېالۍ وښودې.

او اوس په دې ( د ولسي جرګې او ولايتي شورا ) په ټولټاکنو کې چې محترم قانوني صيب د خپل د خپلو کرغيړنو هدفونو د ژوندى کولو لپاره زموږ هېوادول يې د مجاهد او مسلمان په نوم يې تر اوسه چې شل فيصده رايي شميرل شوي په لومړي مقام کې ځاى لري، هيڅ کوم غبرګون نه ښيي او نه وايي چې په دې ټولټاکنو کې درغلۍ شوي، او لکه څنګه چې تاسو ته څرګنده ده چې د هېواد زياترو کانديدانو او نورو سياسي پوهانو دا ټولټاکنې د پخواني ټاکنو پرتله ښې نه دې بللي ، خو ښاغلى قانوني صيب چوپه خوله د خپلې دې دروغجنې رايي په ترلاسه کولو غلى ناست دى.

او ښاغلى محقق چې د بشري حقوقو ستر خادم ګڼل کيږي ، او د بشريت د له مينځه وړلو لپاره يې د ډانګې په ځاى ميخ خپل د تګلارې ستر برياليتوب ګڼه نن په ډېرو رايو تر لاسه کولو سره دهېواد په ولسي جرګه کې ځاى نيسي، آيا څومره د خوشالۍ خبره ده ؟ چې د بشري حقوقو ستر خادم نن زموږ دهېواد د ولسي جرګې خادم ګرځي او د خپلو موخو په پلي کولو کې بۀ د خپل هغه زاړه ميخونو څخه کار واخلي چې تراوسه يې سرونه د مظلوم ملت په سرونو کې پاتې دي .

نور قضاوت به زه خپلو درنو هېوادوالو ته پريږدم .

مننه

ستاسو ورور صفى الله

Comments powered by Disqus