Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

د ٢٣/٧/١٣٨٤ لمريز کال تايخي پرېکړه اوژمنه

خادم کوچى

خپرؤنو نېټه: 13 نومبر 2005

دپېړيو، پېړيو درباري  واکمنۍ د چلښت له امله دتل له پاره پښتوژبه له سترګواښ،نابودۍاوزموږټولنه له ستونزوسره مخامخ وه اونن هم ډېرې ستونزې اوکړاونه په وړاندې لري،په ځانګري ډول په افغانستان کې دښوونې روزنې برخه ديادولو وړده، دوګړيزو قوانينو له مخې ښوونه روزنه دهريوکوچني ياماشوم په ژوندپسې لومړنى حق ګڼل شوى دى،له دغه څه سره سره کوچنيانوته په خپله مورنۍ ژبه زده کړه ورکول هم يوه اړينه اوخامخادهغوى برخه اوحق ګڼل کېږي،خوله بده مرغه ترډېره ځايه اوپه ډېروځايونوکې له پښتوژبولوڼواوزامنوڅخه دغه برخه اوحق اخيستل شوى دى،ياپه يوه اوبله بانه، په يواوبل نوم،له يوې اوبلې لارې ددغوخلکودزده کړې په لارکې خنډان اچول کېږي،دبېلګې په ډول ښوونځى نشته،ښوونکى نشته،کتاب نشته،دغه سيمه لرې پرته ده رسېدل ورته ګران دي،په وروستيوکلونوکې لاداچې ژوندموله ګواښ سره مخ کېږي اوداسې نورې ټګۍبرګۍ....

ددرباري اواداري پدل اواغېزپه مرسته په پښتني سيموکې په پښتنولوڼواوزامنوباندې دمورنۍژبې پرځاى نورې ژبې ورتپل شوې دي،دبلې ژبې ښوونکى اودبلې ژبې کتاب وراستول شوى دى،وګړيزوحقوقوته يې په سپکه سترګه کتل اوله پښولاندې شوي دي.

همدارنګه دراډيو،ټلوېژن،فلم اورسنيوله لارې له پښتوژبې سره داړوک،توپيراودوښنۍله مخې دپښتنو لوڼواوزامنوته دتربيه تي چاروپه لارکې ستونزې،کړاونه،ايسارونه،پلمې،بانې اوداسې رنګونه رامنځته شوي دي چې زموږخلک اوژبه يې دنوروترپدل اواغېزلاندې راوستلې ده اوچې دخيال اوذهني خپلواکۍ له پلوه يې په بشپړډول ځپلي اوټکولي دي.

دافغانستان په ستروښارونوکې لومړني اومنځني ښوونځي شته چې ډېرښکولي،رنګين،وړنګاښ اوځلانده نومونه لري خوله بده مرغه پښتنولوڼواوزامنوته پکې خپله مورنۍژبه څوکاله وروسته ديوټيټ اولوېدلي مضمون په ډول ورښوودل کېږي،دافغانستان له ښوونځي اوپوهنتون څخه چې پښتوژبى زده کوونکى ووزي دغه ښاغلى يوټکى سمه پښتوژبه نه شي ليکلى له خپلې ژبې اوټولنې څخه دومره لرې تللى وي لکه:د دوراني کورنۍباباګان اوسرداران چې يوټکى پښتونه شي ويلى له خپلوخلکواوټولنې سره په ژباړه خبرې کوي،سرخوځونه اوخنداخوهسې هم دخبرومالګه بلل کېږي چې دخلکوترمنځ کېږي.

دهمدغې ستونزې دپېژندلواودرک له مخې يوشمېردهيواداوخلکوخواخوږو درنومشرانو اودستاينې وړځوانانو دستونزوداوارۍ،له منځه وړلواودزده کړې دحقونودلاسته راوړلوله پاره ديوپوهاوي په مرسته دخپلو خلکوپه سلګونوهغه غوښتنليکونه يې راټول کړل چې دافغانستان په ستروښارونواوپښتون ميشتوسيموکې دپښتوژبې ښوونځيو،پښتوکتابونواوښوونکوغوښتنه پکې شوې ده،دهلوځلو،منډوترړواواړيکوټينګولوپه ترڅ کې دغه خلک دپوهنې له وزيرښاغلي قرقين سره کېناستل.

له ښه مرغه دپوهنې وزيردخپلوخلکوله ستونزې څخه خپل ځان خبروباله دخپلوخبروپه ترڅ کې يې دخپلوخلکواوپوهنې په لارکې درې ستونزې په ګوته کړې:

لومړۍ:يوه ستونزه يې داوګڼله چې زموږډېرولوڼواوزامنوله هيوادڅخه باندې زده کړې کړې دي،هيوادته دراتلوپه وخت کې بايدله هغوى سره څه ډول مرسته وشي.؟؟

دويم:څه ډول به دپوهنې وزارت وکولى شي چې دهيوادټولوزامنواولوڼوته په مورنۍژبه زده کړه يادزده کړې حق ورکول شي.؟؟

دريم:په افغانستان کې بايدخلکوته ديوډول خپلواکه ښوونځيودجوړولوحق ورکول شي.!!!

همداډول دپوهنې وزيرخپل هنداوهوډښکاره کړويل سرله همدغه نن څخه که خوک وغواړي چې دخپلوخلکودلوڼواوزامنوله پاره ځاني ښوونځي جوړکړي دپوهنې وزارت ورته دکاکولوحق ورکوي.!!

داچې دافغانستان په ستروښارونواوشته ښوونځيوکې زموږدهيوادوالو،لوڼواوزامنوته په مورنۍژبه زده کړه ورکول شي ښه به داوي چې په هريوښوونځي کې څوکسيزټولګي جوړکړل دټاکلې شمېرې له مخې به ورته کتاب اوښوونکي زده کړه ورکوي.!!

دجرګګۍدغړوله خوادهغه خبرې دستاينې وړوبلل شوې،په کاري ډول دکوم ګام پورته کولوپه برخه کې پوښتنې وشوې.

دپوهنې وزيرژمنه وکړه چې دغه کاراوخدمت دخپل ځان له پاره يوتاريخي وياړبولي اوخامخابه يې کوي اوداچې دخپلوخلکوترمنځ توپيرنه کوي هيڅ يوافغان په نوروباندې لوړوالى نه لري دهيوادټولولوڼواوزامنوته به په مورنۍژبه زدهکړه اودزده کړې حق ورکوي.

دپوهنې وزيرز ياته کړه ډېرژربه ددغه ډول ستونزوداواري اودپوهنې دغوړېدنې له پاره دنړۍاوافغان پوهانوپه کچه يوه څوورځنۍغونډه جوړه شي ددغوپوهانود لارښوونوپه رڼاکې به دراتلونکي پوهنيزياتعليمي کال له پيل سره سم به دهيوادلوڼواوزامنوته په مورنۍژبه کتاب،ښوونکى اوپه ښوونځي کې ټولګى ورکول شي.

اوس څوخبرې دي چې زموږپه ټولنه ياپه ځانګري ډول په پښتنومشرانواوکشرانوپورې اړه پيداکوي .

يوه ـــ دنړۍپه هرځاى کې چې وي بايددپوهنې دوزارت ددغې غونډې له جوړېدلوڅخه دې خپل ځان اونورخبرکړي که دچاله پاره شونې وي بايدپه غونډه کې برخه واخلي.

دويم ــــ داچې کلونه،کلونه له پښتوژبې سره توپيري چلند شوى دى، سمه پرځاى پاملرنه نه ده ورته شوې،دهيوادپه اداري چاروکې زموږخلک اوژبه رټل شوې ده،په ذهني او کاري ډول زموږټولنه له پښتوژبې څخه لرې اوپردۍشوې ده،دنوروژبوپه پرتله ددغې لرغونې اوپراخه ژبې په اړوند بېباوري رامنځته شوې ده،زموږدټولنې هريوغړى دنده لري ترڅوخپل خلک په دغه څه باندې باوري کړي چې دوګړيزې نړۍدټولوپوهنودزده کړې له پاره ستاسودلوڼواوزامنو مورنۍژبه ديوې کيلي يا کونجي ځاى لري که غواړئ چې خپلولوڼواوزامنوته رغنده زده کړه ورکړئ نولومړى خپله مورنۍژبه پرې زده کړئ دخپلې ژبې په مرسته خپل ارزښتونه پرې وپېژنئ دخپلې ژبې په مرسته دنړۍپوهنيزچاپېريال ته ورننه وزئ.

درېيم ــــ بل زموږدټولنې هغه خلک ديادونې اوننګونې وړدي چې دخپلوخلکولوڼواوزامنوته په مورنۍژبه دزده کړې امان ولري هغوئ کولى شي چې دپوهنې له وزارت سره دپوهاوي په چېرته يې چې زړه وغواړي دخپلوخلکودزده کړې له پاره ښوونځي جوړکړي،له دغه څه سره سره ځينې خلک کولى شي خپله پانګه دزده کړې په دغه سپېڅلې لاره اوخدمت کې ولګوي دنوي وخت له غوښتنوسره سم ښوونځي جوړکړي اودپيسوپه بدل کې د خپلوخلکولوڼواوزامنوته رغنده زده کړه ورکړي هم به يې پيسې ګټلې وي اوهم به يې خپل خلک لوستي وي.

برودوړي اوبريالي اوسئ

Comments powered by Disqus