خپرؤنو نېټه: 12 ستمبر 2005
موږ وړاندې په يوه ليکنه کې ويلي ووچې په افغانستان کې درباري واکمنۍوې اونن هم دهاغوهيوادونواوځرې ادارو په مرسته اولاسوهنه دافغانستان د درباري کولوهڅې په ګړنديتوب سره روانېدي د درباراودرباري ژبې دپراختيا، دودونې هلې ځلې اوچلوټي په داسې پياوړي رنګ کې روان دي چې زموږخلک به ډېرکاله وروسته پرې پوهېږي کلونه،کلونه زموږپه افغانستان کې درپاري حاکميت ز موږپه ژبه کې زېندۍ اچولې وه زموږمشران اوکشران دشکرانې اومړې خېټې پاړ سووايي.خلکو څه ښکولى متل کړى دى :وايي مړه خېټه پاړسو وايي .هرښاغلىچې په خېټه مړېده هغه پاړسو ويله .له همدې امله ده چې زموږباباګان ،درباري اوبازاري ياران دهرې ورځې په تېرېدوسره رانه پاړسوژبي کېدل وايي :کامه يې لوټ کړه بېړاګان اوس خبرېږي.
نن بياهم دافغانستان دټولومشرانوپه وړاندې دټولورسمي ادارو په ټنډه دپاړسواوانګرېزي ژبې سرليکونه يالوحې لګول کېږي چې دافغانستان له هغه قانون څخه سرغړونه بلل کېدلى شي چې ډېره بخه يې دوى دخپلوګټوله پاره جوړه کړېده.په پښتني سيمواوستروښارونوکې پښتوژبي لوڼه او زامن له خپلې مورنۍژبې څخه بې برخې دي پښتوژبي زده کوونکي ته ددې له پښتوکتاب ژرنه ورکول کېږي چې دپاړسوپه لوري ورمات کړل شي،ترڅوپښتوژبه، کتاب اودهغې ښوونکى يې په پام کې سپک شي.دهيوادپه ټولوخپرونوکې پښتوژبې ته وروستى اوکم ځاى ورکول شوى دى لکه ددغه افغانستان يوه اداره چې وايي:
(درى زبا نهاى محلى وپشتو.)شرم دې وي په داسې اداره اودداسې ژپې په لوڼواوزامنوباندې....يا زموږدمشرانو ويناچې :په کلي کورباندې مغل راغلى....پښتوژبه دملي ژبې له لوړ برم څخه دسرودترکچې پورې راوغرځول شوه له ملي سرودڅخه هم دبسوګۍ واده جوړشومالومه نه شوه چې دبسوګۍ واده به کله کېږي.؟؟؟له مشرانوڅخه هيله کېږي اوخبردارى ورکول کېږي چې دپښتوژبې اوپښتنوبرخې ياحقوق دې خوندي کړي ددغوخلکوژبني اوټولنيزحقوق اوبرخې دې ورکړي اوکه دغومشرانوددغوخلکوژبني اوټولنيز حقوق لوړ ونه ګنل اوخوندي يې نه کړل ددغې ځمکې پرمخبه يوداسې ځواک پيداشي چې دغه خلک به دخپلو برخواوحقوقودترلاسه کولو له پاره ورسره يوځاى شي .دپښتوژبې دحقوقودبيرته ورکولوله پاره لاندې څوخبرې په لومړي سرکې بايد په پام کې ونيول شي:(١ )ــ دټولورسمي ادارو په وړاندې لومړنۍ ليکنې بايد پښتوژبې ته واړول شي .(٢)ــ دهيوادپه ټولوهغوخپرونوکې بايدپښتوژبې ته لومړى ځاى ورکول شي چې په حکومت پورې اړوندې وي اوداچې دافغانستان دخلکوپه ګډه شتمني چلول کېږي.( ٣ )ــ دهيوادپه ټولوستروښارونوکې دې پښتنولوڼواو زامنوته پښتوژبي ښوونځي اوښوونکي ورکول شي ،همدغه ډول له ټولو پښتني سيموڅخه دې
دري ژبي ښوونځي اوهغه ښوونکي لرې کړل شي چې په پښتوژپه خبرې نه شي کولى ځکه دغه ډول خلک له پښتنواوپښتوژپې سره له دې امله کرکه لري چې دهغوى په ژبه خبرې نه شي کولى .څومره چې په يوه ژبه څوک نه پوهېږي له هغوخلکوسره يې جوړه نه راځي .
پورته خپرې موددې له پاره نه دي کړې چې ګواکي دپښتنو برلاسي غواړو دايوه اړتياده هر څوک چې په دغوخلکو دحکومت کول وغواړي ددغوخلکوحقوقوته به درناوى کوي اود دوى حقوق به ورکوي اوکه داسې يې ونه کړل په سيمه کې به کړکېچ وي اودغه ډول خلک به بدنام اومختورن وي. ( مـــــــــــــــــــنـــــــــــــــنـــــــــــــــــــــه)
موبايل نمبر:070035611
بريښنالېک:khademkochi@hotmail.com