Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

دپيښور ټى وى سنټر نه دپښتو د غزل مشاعره

عرفان خټک

ورځپاڼه وحدت نه ماخوز

خپرؤنو نېټه: 18 مئي 2005

د تيرې مياشتې په نهمه نيټه مازيګر پاؤ کم پنځۀ بجې دپيښور ټيلى ويژن سنټر څخه دپښتو دغزل يوه مشاعره ټيلى کاسټ کړے شوه د څۀ مودې وروستو دغزل دغه ښکلې مشاعره هر چا ډيره خوښه کړه. ځکه چې په دې مشاعره کښې يو خو زمونږ د کوئټې نه راغلى او ښاغلى شاعرانو ګډون درلود او همدغه ډول زمونږ هغه مسافر وروڼه چې د روزۍ په لټون کښې په بهر ملکونو کښې ميشته دى اود مسافرۍ د سخت او ګران ژوند نه باوجود د خپلې مورنۍ ژبې د خدمت په لړ کښې هيڅ وخت د هيڅ يوې پيښې نه مخ نۀ اړوى. هغوى هم په دې مشاعره کښې موجود وو. او دغه راز د غزل څو استاذان شاعران نور هم ددې مشاعرې زيب و زينت ګرځيدلے ؤ.

بې ځايه ستائنه د هر چا نۀ وى خوښه او بيا زۀ خو په دغه لړ کښې ډير حساس يم خو چې څوک د ستائنې حق لرى او دهغوى ستائنه ونۀ شى نو دا هم زما احساس نۀ زغمى. د پيښور مرکز په پروډيوسرانو کښې د علاقائى ژبو د مينې او ودې جذبې او ولولې کۀ هر څو دستائنې وړ دى خو د محترم مجيدالله خليل او د محب الله شوق چې دوى خپله هم د ادب په ماهرانو کښې شميرلے شى. د پښتو ژبې او ادب دپاره يقيناً چې په ډيره مينه او خلوص کار کوى. او هر چرته چې دپښتو په نوم کوم محفل يا غونډه مشاعره جوړه کړے شى نو مجيب الله خليل ارو مرو د هغې کوريج دپاره خپل خدمات وړاندې کوى.

دغه مشاعره هم ددوى د ادب ذوقې رويې يو ځلنده مثال دے. زۀ ټولو ادبى تنظيمونو، جرګو او ټولنو ته خواست کؤم چې ددوى په داسې ښۀ کار کردګۍ دې دخپلو نيکو پيرزوينو اظهار وکړى. ځکه چې د کوئټې نه راغلى ميلمانۀ د ټولو پښتنو شاعرانو ميلمانۀ وو او مونږ ټولو ته د هغوى حوصله افزائى کول پکار وو. خو زمونږ د ټولو پښتنو شاعرانو له خوا په ټى وى کښې زمونږ نمائنده ليکوال زمونږ دغه فرض په ډيرښۀ انداز پوره کړو. په دې مشاعره کښې چې کومو شاعرانو خپل کلامونه واورول دهغو نه ديو څو شاعرانو د کلام نمونې تاسو د ذوق د تسکين دپاره وړاندې کؤم. د مشاعرې کوربه ډاکټر يارمحمد مغموم دخپل تازه غزل د وئيلو نه پس شناس، رشيدحق مل او الياس ټلوال ته په خپل خپل وار دکلام اورولو بلنه ورکړه دوى په خپل ځانګړى انداز کښې خپلې غزلې پيش کړې.

 فيروز افريدى خپل ښائسته غزل په زړۀ راښکونکى انداز پيش کړو. دۀ ووئيل

لا بلد نۀ يو د رقيبو هواګانو سره
مونږه دعشق له جالې نوے نوے پر وهلے

د حبيب الرحمان تاثير د غزل يو شعر داسې ؤ چې

په ورځ د نمر ذکر کوؤ په شپې د سپينې سپوږمۍ
حسن پرست يو زمونږ ده په دې حساب زندګى

جمال دين مسافر داسې ووئيل

تر تا به چاوى په خندا خندا خبر راوړے
ما ته سهار کښې د نسيم هوا خبر راوړے

حافظ نيازى دغزل دا شعر شاه بيت ګڼلے شى

ګلونه چې لائق نۀ دى د زلفو داشنا
دستورو قافلې دى په هر تار کښې واړوى

د محمودآياز د غزل دا مطلع د لوستو وړ ده

نۀ په غميو پسې مړ دے نۀ لعلونه غواړى
دا ليونے په ماتو زړو کښې حسرتونه غواړى

د خير محمدعارف شعر دا رنګ ؤ

دتلوسو مړاوى غوټۍ د غوړيدو ووته
وريځ دهيلې ټکر شوه د وريدو ووته

دپښتانۀ ليکوال سرپرست اعلى اودعالمى پښتو کانګرس رهبر مشهور غزلګو شاعر ډاکټر فضل دين خټک دسپرلى په مناسبت خپل غزل داسې وړاندې کړو

دا سرۀ سرۀ اننګى په تورو زلفو کښې ګلونه
اخستې مې اشنا ده ايجاره دپسرلى

د کوئټې د درويش درانى دغزل شعرونه څۀ داسې وو

دياره خلۀ ونۀ غواړم او بيرته شم راستون
خودا ځل به خبره د مطلب نۀ هيرؤم
د شونډو نۀ وه د بڼو او د رخساره نۀ وه
زما ګيله دخپله بخته وه له ياره نۀ وه

د سيدګوهر دغزلونو څو شعرونه په دې ډول وو

دخيمې غوندې تنابونه ټينګوى د اسمان
څۀ کوى زمکه بې اجرته مزدورى د اسمان
د زمکې هر يو شے وينځلے لمبيدلے ښکلے
پس له بارانه شى منظر اووۀ رنګى د اسمان

دبل غزل مطلع ئې څۀ داسې وه

تۀ د سپوږمۍ په مثال زۀ د تورې شپې په مثال
خداې دې مونږ يو کړى د رديف او قافيې په مثال

د بنو دسيمې مشهور شاعر غازى سيال په ترنم سره خپل غزل داسې پيش کړو چې دلته ئې څو شعرونه رقم کولے شى

مړ مې کړه ژوندے مې کړه
ژوند لره مرګے مې کړه
خانده شونډې وسپړه
ګل مې کړه سپرلے مې کړه
خوند د مينې بيا ګوره
خپل مې کړه پردے مې کړه
سپينو سپينو ليچو کښې
وامې خله منګے مې کړه
ځان مې ئې زړګے مې کړه
ځان مې کړه زړګے مې کړه

ددې غزليه مشاعرې اخرى شاعر مشهور ډرامه نګار کالم نويس او دغزل په ميدان کښې دلوړ تخيل باريک بينۍ او درسا ذهن څښتن سعدالله جان برق ؤ د دوى دغزل نمونه داسې وه

ما دسپيلنى غوندې قبول کړه تۀ
ستا خيالى اوربل ته لوګيدۀ غواړم
ډير درڼا ګانو نه تنګ شوے يم
نور ترې په تيرو کښې پټيدۀ غواړم

دا مشاعره په فن او فکر ى دواړو بنيادونو ډيره ښۀ مشاعره وه او دپيښور ټى وى سنټر يو کامياب پيشکش ؤ. زۀ دپيښور ټى وى د انتظاميې پښتو ژبې ته خپل جائز حق ورکولو په داسې چارو د زړۀ د تله تشکر کؤم او ټولو پښتنو ليکوالو او قام پرستو مشرانو اوپښتو ويونکيو ته دا خواست کؤم چې دپښتو د ودې او پرمختګ دپاره کوټلى ګامونه واخلى. او په ريډيو او ټى وى د پښتو پروګرامونو وخت دسيوا کولو دپاره دې د ټى وى واکمنو سره رابطې ولرى. چې دغسې د پښتو ادب او کلتور لمن خوره شى. ا وپښتو ژبه او پښتون قوم د ترقۍ په دې زغل کښې ګړندے شى

Comments powered by Disqus