خپرؤنو نېټه: 3 جولائي 2005
هرپښتون دوخت تيريدو سره سره سره د ترقۍ په دې دور کښې هم پرمختګ کوى داسې پښتو ژبه نوره پراخه کيږى اوهغه تورى چې اول په پښتو ،فارسۍ اواردوکښې نۀ وو نن هغه د دوو ژبو زينت جوړشوے دے لکه ريډيو، ټى وى ،فريج ، وى سى ار ،ټيلى فون، بجلى او داسې نور نوى ايجادات، نن زما داکوشش دے چې خپل تحقيق په لوستونکو څرګندکړم اواميدلرم چې لوستونکى به ترې فائده واخلى
معاشرتى اولسى
معاشره، اولسګۍ
رکشه ، وړيواله
ريډيو، خبرونکې يا اورون
ټى وى، ليدونکى خبرون
ټيلى فون، غږچال
فريج، يخ چال
انټرنيټ، ترترے يا جلواګرے
فوټوسټيټ، نقلونکے
بازګشت، ږغژے
چړهائى، ستغ
اترائى، زويړ
ډاکټر ، روغ ګر
سائنس ، پوهيال
سائنسدان، پوهه ګر کولر، يخ ګر
ټوټ پيسټ، غاښ ريګ، مسواک، صفک
پيپرويټ، ورکاڼى
ماحول ، ويړيال
پشن ګوئى، خوريال
پلوشن، ګړدګے
دکپړو مشين، جامګډنډ
استرى، جامه تل
ريډيو ټيپ، کړتونکے
کيلنډر، شميرګے
بلب، روښن
بجلى، بريښنا
پکے، بابوزے ،هواک
ټارچ، بريښګى
دوکان، بيعاج
پنسل، ليکرے
پن، قلم
دوات، پيلن، دوات
کاپى، ورکۍ
ګيند، ټوپکې
کهلاړى، لوبغاړے
ټرافى، نغدګۍ
کپ، نغدے
شيلډ، مکرمګے
ټيوب لائټ، روښنيال
سټيبلائرز، بريښنوق
بجلى ګر، روښن ګر
سى ډى پلئير، سنيماګے
سى ډى، چپکۍ
سټيلپر، کنډه چاپ
سائيکل ،تيلنګے
واشنګ مشين، وينځګے
دهوبى، وينځوال
درزى ، ګنډونکے
داسې نورډير تورىدى چې خوارى غواړى خاص هغه تورى چې په انګريزۍ ژبه کښې دى دهغو تورو پښتو ته راوړل ضرورى دى . هريو پوهه پښتون په دې تنقيد کولے شى هرچاته اجازت دے اميدلرم چې اولس به دپښتو ښکلې نامې په خپله کړى هسې دې نه اول هم افغانانو کوشش کړے ؤ اودسکولونو کالجونو نامې ئې په پښتوکښې ايجادکړې وې اميد لرم چې نور پوهان او لټون کوونکى به زما دمحنت اوهڅو اعتراف وکړى