Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

افغان نجلۍ د انگلستان د ښکلا ملکه شوه

بي بي سي پښتو

خپرؤنو نېټه: 5 ستمبر 2005

 يوه افغانه ١٨ کلنه نجلۍ چې په ازبکستان کې پيدا شوې وه د انگلستان د ښکلا ملکه ونوموله شوه . دا هغه لومړنۍ مسلمانه نجلۍ ده چې دغه وياړ گټي . په لندن کې اوسيدونکې حماسه کوهستانۍ په ازبکستان کې زيږيدلې ده . د دې مور و پلار له افغانستانه ازبکستانه ته د کډوالو په توگه اوښتي وو . پيغله حماسه په شپږو ژبو غږيږي . دې د انگلستان په لېورپول ښار کې ٤٠ نورو ښکليو نجونو ته ماتې ورکړه .

دې تر بري وروسته وويل (( کله چې مې د بري واوريدل گومان مې وکړ چې غلطه شوې يم خو لاس په دعا وم چې دوى غلط شوي نه وي تر څو شېبو مې باور نه راتۀ . )) دې زياته کړه (( په هيله يم چې زۀ به وروستۍ مسلمانه نه يم چې دغه وياړ گټم . )) دې ته د هند په يوۀ فلم کې د کار کولو بلنه هم ورکړل شوې ده .

Comments powered by Disqus