Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

ملي سرود اوکه له ټکي،ټکي،ټکي سره کښت

خـــــــان خـــــادم کـــوچى

خپرؤنو نېټه: 16 ستمبر 2005

هسې خوله ډېره وخته راپه دې دملي سرودپه اړوند خبرې اورېدل کېدلې چې ګواکي پښتوژبه له خپل ملي برم څخه راوغورځول شوه اوداببولالې چې ګوارې ملي سرودبه پښتوژبه وي ياپه بله ويناله پښتنوڅخه دوړوماشومانوپه څېرخپله برخه اوخوشالي واخيستل شوه اود دوى دغولولوله پاره دنړيوال اوسيمې داېتلافي حکومت دمشرانوله خوامنل شوى ملي سرودکله ورته وروسته اوکله هم بياورته را وړاندې کړل شي اوبياهـــم داسې ځمځمه کېږي چې ګوارې ملــــــي ســـــــرود بــــــه پــــــــــــــه پښـــتـــوژبـــــه کـــــې وي.

ولې تېره ورځ مې دانټرنېټ په پاڼه دښـــاغـــــلي جــهاني ويناولوستله چې پـــــه يوه برخـــه کــــې يې دنړيوال اوســيميز اېتلافي حکومت دپرهنګي سلاکاروزيرله خولې خبره کړې وه چې ګواکي دپښتنو نوم دلومړى نه پکې راوړل کــــېږي او داسې نورې ګومان کوم، دپښتوژبې ليکوالانوله هغه چاسره کښت کرلى دى چې هرځـــــل به يې غـــــولاوو.

وېل يوځل دواړو ګازرې سره وکرلې کله چې پټى پيداوار ته نيږدې شودپښتنومشر ورورساده سړي ته يې په ډېره غولوونکې بڼه ووېل:وروره کښت تيارده ته خوښمن شوې لاندې په ځمکه کې کښت غواړې اوکه دځمکې په سر؟؟؟؟؟؟ زموږ وروردګازروپاڼې يووړلې. هغه پوهه ووچې سړى په اسانۍ سره تېر اېستلى شي بـــل ځــــل يې غنم وکرل بيايې هم دتېرځـــل په شان ورته وويل چې دکښت کومــــه برخه غواړې زموږ ورورداځــــل دکښـــت دبېخ لورى وغوښته، هـــمــــدغــــــه ډول په جواروکې هم ســــاده ګل وغــــــولـــــــول شــــــــــــو.

داچې زموږ دټولنې ليکوالا ن اوټکى،ټکى څه سره کوي ؟؟ خودنړيوال اوسيمې داېتلافي ګډولې حکومت مشران دې خبر شي دوى بايدپوشي هرچا؟؟؟چې دپښتنوحقوقوته په سپکه او کمه سترګه کتلي هغوى سپک اوتورمخي شوي دي نوښه خبره به داوي چې دغوخلکوته ټولنيزاوژبني حقــوق ورکــــړئ د دوى دحقوقودخونديتوب هڅه وکړئ اوکه داسې ونه کړئ ............

(مـــــنــــنـــــه)

Comments powered by Disqus