|
| Language | Personalities | Sites & Sounds | Tribes | Pictures | Music | Videos | Betak | |
خوشحال خان خټک د پاکستان خلاف نۀ وعبدالهادي حيرانلومړۍ برخه
له ناستو کسانو څخه يؤ ورباندې غږ وکړ: "بي بي! کۀ د خوشحال خان خټک د ټول ديوان د لوستلو په ځاى دې د خوشحال خان خټک د زېږون نېټه او د پاکستان د ايجاد نېټه لوستلې واى نو په بل چا د ماتم کولو په ځاى به دې په خپل ځان ماتم کړاى وى!!!!" د پېغمبر (ص) د پلار نوم
"محمد صلى الله عليه وسلم" هغې ځواب ورکړو. پلار يې يو ځل ټولو مامورينو ته يؤ په يؤ په ډېر فخر سره وکتل اؤ بيا يې ترې بله پوښتنه وکړه "ډېر ښه بچئ، او د پلار يې څۀ نوم دى؟" "ګل زاده" وړې ليلا په ډېر معصومانه انداز کې د خپل پلار د نوم په ويلو ځواب ورکړ او په دفتر کې د خندا يؤ بړق شو. ذالک الکتاب.......
سليم راز په همهغه وخت ورباندې دپاسه وليکل " ذالک الکتاب لاريب فيه" چېغهپه کراچۍ کې يؤ ملګري ډېر په دُوب دباب سره اعلان وکړ چې د "چيغه" په نوم به ډېر ژر يوه مياشتنۍ مجله چاپ کړي. خو له درې مياشتو تېرېدو وروسته هم مجله چاپ نۀ شوه نو بيا به هر وخت خلکو ورځنې پوښتنه کوله چې "هلکه هغه چېغه دې څنګه شوه، هلکه هغه چېغه به کله راوځي". يوه ورځ چې هغه لدې پوښتنو تر پوزې راغلى و، بيا چا ورځنې وپوښتل "هلکه هغه چېغه به دې کله راوځي؟". هغۀ ورته له خولې يوه اوږده چيغه راوويستله او ورته وې ويل ( هن، دا ده چېغه مې درته راوويستله". (د يادونې وړ ده چې دغه مجله بيا چاپ شوه او د پنځو ګڼو له چاپ کېدو وروسته بيا بنده شوه). د پښتو اخبار
ما ورته وويل "وحدت کې يم" هغه وويل "ښه، ښه، ما ويل که چېرته اخبار کې کار کوې" تاڼېوال او تاڼېدار
فيصل چې ماښام کور ته تللى و نو پلار يې ورته ويلي وو "هلکه! تا څۀ چل کړى دى چې دلته درپسې يؤ تاڼېدار راغلى و؟". (د يادونې وړ ده چې د ملاکنډ سره نژدې د "تاڼې" په نوم يؤ کلى دى چې د دغه کلي شاعران اؤ ليکوال د خپل نوم سره "تاڼېوال" په همدغه نسبت ليکي. د پښتو ژبې يؤ ښۀ شاعر اؤ سندرغاړى امجد شهزاد هم د دغه کلي دى چې پخوا يې د ليکنو لپاره ادبي نوم "عقاب تاڼېوال" کاروۀ. د وادۀ نېټهد کال ١٩٩٨ء د مئ په يويشتمه نېټه زما وادۀ ؤ. ورور مې د وادۀ کارتونه چاپ کړي وه خو چې را يې وړل نو کال يې ورباندې غلط يعنې د ١٩٩٨ په ځاى ١٩٨٩ ليکلى و. پلار مې ويل چې دا غلطي بايد له کارت نه وويستل شي نو کارت مو بيا له سره وليکلو او چاپ کړو خو د نوي کارت په ليدلو په ټولو سرونه وګرځېدل ځکه چې بيا پکې نېټه د ٢١ په ځاى ١٢ چاپ شوې وه.
|
||||||||||
|