Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

دافغانستان نامتو شاعر او ليكوال محمد هاشم "زماني" په حق ورسېد

(انا لله و انا اليه راجعون)

خپرؤنو نېټه: 14 جون 2005

په خواشينۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان نامتو ليکوال او شاعر محمد هاشم زماني د غبرگولي په 19 نيټه د امريکې په کليفورنيا کي وفات شو.

ښاغلى محمد هاشم زمانی په 1308 کال د استقلال دڅلورمې جبهې(چترال) د فاتح(لوى خان غازي مير زمان خان) کره زيزيدلى وو.

دى لا ماشوم او د زده کړې په حال کې وو چې له خپلې ټولې کورنۍ سره د سياسي زندان ميلمه شو. ديارلس کاله ئې د زندان دتورو تمبو شاته تېرکړل او اته(8) کاله ئې په هرات کې سياسي تبعيد وګاله. زماني صاحب په زندان کي د هيواد له لوی مشروطه غوښتونكي بابا عبدالعزيز څخه زده کړه او ملي او انقلابي روزنه ترلاسه كړه. اوهملته په زندان کې يې شاعري او ليکوالي پيل کړه، "زنداني احساس" نومي اثر يې د زندان د شاعرۍ ټولگه او (زنداني خاطرات) ئې د وخت د جهنمي زندان د دردوونكو پېښو انځور دى چې خپل سترګو ليدلي يې په ډېر فصاحت او روانه ژبه پكې انځورلي دي.

ښاغلى زماني د ديموکراسۍ په لسيزه کي په قلمي مبارزه بوخت وو ، د داود خان د جمهوريت په دوره کې د لوئي جرگې وکيل وو. په هېواد كې د 1357 کال د ثور تر خونړۍ کودتا وروسته پيښور ته مهاجر شو ، هلته ئې هم د تودو سنگرونو د مبارزې ترڅنګ قلمی جهاد ته دوام وركړ. پنځلس کاله مخکې ناروغه شو ، امريکې ته ولاړ، لس کاله د فلج له امله پر ځاى پروت وو خو د افغانستان له حالاتو او پيښو سره تر وروستۍ سلگۍ پورې تړلى پاتې شو ، قلم يې له لاسه و نه غورځاوه ، د هېواد پر پېښو يې شننې او تبصرې كولې او تل ئې هېواد ته د راستنېدو ارمان په زړه كې پاله.

ارواښاد محمد هاشم زماني دا لاندې منثور او منظوم اثار خپل ولس ته د فرهنګي ميراث په توګه پرېښودل:

پر دې سر بېره يې يو شمير نا چاپه آثار هم شته چې ملي دردونه او د مهاجرت کاروانونه ئې پکې انځور کړي او خپل ملي رسالت يې سر ته رسولی دى .

د ارواښاد جنازه هېواد ته تر راوړو وروسته په خپله پلرنۍ هديره كې خاوروته سپارل كېږي.

اروا يې ښاده اوسه.

Comments powered by Disqus