Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

دبى بى شيرينې اصلى خالق

عزيزالرحمان بل

خپرؤنو نېټه: 3 جولائي 2005

هسې خو مونږ د يو بل نه اوريدلى دى چې ځينې عام خلق يا شاعران د نورو شاعرانو شعرونه پټوى. او په خپله نامه ئې چاپ يا د چا سندرغاړى په اواز خوروى او يا داسې هم کيږى چې يو سندريزه، ټپه، مصرعه ايزه يا اولسى سندره ډيره مشهوره شى خو شاعر ئې چا ته معلوم نۀ وى او دا ځکه چې د پښتو ادب قانون به داسې وى چې دا قسمه صنف به شاعر ادب ته وقف کوى لکه بى بى شيرينه چې نن نه ډيره موده مخکښې د خيال محمدپه اواز وئيلے شوې وه چې تراوسه پورې ئې په خوند کښې کمے نۀ دے راغلے چې د زاهد خان يعنې زيک اپريدى په اواز ووئيل شوه اود نورو ښو سندرغاړو په اوازونو هم وئيل شوې ده او اولس کښې ئې ډير شهرت بيا موندو.

ما ته خو دا پته نشته چې د بى بى شيرينې بل څوک دعويدار شته او کۀ نه خو اصلى خالق ئې پيژنم چې دا وخت ئې عمر ٦٦ کاله دے. او بى بى شيرينه ئې په کال نولس سوه پينځۀ پنځوسم عيسوى کال د مارچ د مياشتې په دريمه نيټه د ګل په ورځ مازيګر د شړشمو د پټى په پوله ليکلې وه خو هغه وائى چې ددې سندرې خپل وجود کښې بدلون راغلے دے او هغه جامه ئې په تن نشته کومه چې د پيدايښت په وخت کښې وه. سفيرالله ناشاد چې دپښتنو په ريګى سيمه کښې اوسيږى همدا ناشاد د بى بى شيرينې اصلى خالق دے او بى بى شيرينه په خپله اصلى جامه کښې په دا ډول تاسو ته وړاندې کوى

بى بى شيرينې زيړې ګلې
په ما راواچوه سالو ساړۀ لاسونه
ګلابى رنګ مې زعفرانى شو
په ما خولې د ځنکدن راغلى دينه
زړګے ډاډه سلګۍ په وار کړه
د مرګ سختى ده چې اسانه په ما شينه
لاسونه سرۀ هسک په دعا کړه
جامه حيا کړه چې ارمان مې پوره شينه
اے پاک دامنې حيادارې
شونډې مرغۍ مرغۍ کوې ژړا درځينه
وروستو له ما بې وفا نۀ شې
پښتنې جونه په غيرت سر سپينه وينه

او وائى چې داسې نورې سندرې هم دخپل اصلى شکل نه محرومه شوى دى چې د بى بى شيرينې تشريح سره ئې تاسو ته معمولى نمونه وړاندې کوؤ. او سفيرالله ناشاد د بى بى شيرينې د اصلى جامې ښودلو نه وروسته د هغې تشريح هم کوى او دا ځکه چې دشاعر کوم خيال په شعر کښې وى او هغه بدل شى نو يقيناً چې سړے خفه کيږى. وئيلو واله له پکار دى چې د ريکارډنګ نه مخکښې د شعر په معنى ځان پوې کړى او بيا ئې ووائى.

د بى بى شيرينې تشريح څۀ په دې ډول ده. وائى چې دې فانى دنيا کښې ژوند د مرګ امانت ګڼلے شى. مرګ مختلف مخونه لرى، خيالى ډګر کښې بى بى شيرينه څۀ په دا ډول تفصيل لرى. يو مئين د خپلې معشوقې په جال کښې ګير لاس پښې وهى او د ډيرو هلو ځلو وروسته مئين د معشوقې وصال بيا مومى د وصال لمحو همه نخښې د مئين او معشوقې په وجود ځلانده وى چې بيلتون راشى او مئين د مرګى په جال کښې ګير کړى. د ځنکدن په وخت نيمګړے ارمان ستائى، خپلې محبوبې ته وائى چې اے زما خوږې خو د غم له وجې زيړې (زيړګل په شاعرۍ کښې اکثر غم دپاره استعماليږى.) سالو يو خاص پړونے دے چې صرف ئې ناوې په سروى. او "ساړۀ لاسونه" هغه وخت چې کله په زنده د غم غر راؤغورځيږى.

نو بې اختياره پرې يخنى راشى. دلته مئين د خپلې معشوقې وجودى حال په ګته کوى. چې مختصراً بيان شو. موجوده وجود د سندرې هغه نۀ دے پاتې شوے کوم چې ئې اصل وجود دے. يو بې لاسو پښو وجود چې وجود ورته وئيل کيدے شى خو دکار نۀ بې کاره، بې کاره او بې کاره. اکثرو سندرو سره همداسې شوى دى کوم چې دې سره شوى دى. د مثال په توګه دسندرې "راوړه بندۍ بندۍ چې وپيلونه" "جانانې بيرې له راځه چې وزانګونه" موجوده د جانانې په ځاې جانان وئيل کيږى.

چې غلط دے د زمکې اسمان فرق لرى. مونث په مذکر بدل شوے دے. زين خان استاد چې د ريګى اوسيدونکے ؤ او ريګى کلى کښې "جانانه" بيره تر ننه پورې يو مشهوره بيره ده چې شاعر په سندره کښې ستائيلې ده" سندره" ګنډيرى ګله تاله دجم جينکۍ لوبو ته راځى" موجوده د ګنډيرى ګل په ځاې "ريدى" ګل او د جم په ځاې "چم" چې ارو مرو غلط دى ولې چې زين خان استاذ په ريګى ميره کښې ګنډيرى ګل ياد کړے او چم نه. جم يعنې جمرود ئې ياد کړيدے. ولې اوس ترې هغه مقصد نۀ ولاړيږى. کوم چې شاعر ظاهر کړيدے. نورې هم داسې سندرې شته چې نن په خپله جامه کښې نۀ دى بى بى شيرينه يوازې نۀ ده ملګرى ئې ډيرې شته دے خفه دې نۀ شى

Comments powered by Disqus