خپرؤنو نېټه: 16 ستمبر 2005
دخپلو مشرانو قهرمانانو اتلانو رهبرانو مذهبى او قامى لارښودانو په ژوند او کردار ليکل هغوى ستائل او دهغوى په کارنامو فخر کول زمونږ شيوه ده هم دغه وجه ده چې پخپلو مشاهيرو باندې دتيرو شلو کلو راسې ليکل او ددوى په ژوند او کردار رڼااچول او دوى ته دعقيدت پيرزوئنې وړاندې کول خپله منصبى او قلمى فريضه ګڼم په دې لړ کښې دازادۍ دتحريک عظيم مشر او دپښتنو لارښود بابائى امن فخر افغان خان عبدالفغار خان هم شامل دے دنوموړى په ژوند او جدوجهد شخصيت او مبارزې دخپلو معلوماتو او وس مطابق څو کرښې ليکل دارواښاد باچاخان لۀ طرفه پخپل ځان پور او حق ګڼم کۀ څه به هم زما سره بعضې لوستونکى په دې معامله کښې اختلافات هم لرى خو زما ايمان دے چې رښتيا وئيل دايمان جز دے هم دغه وجه ده چې ما تر اوسه پورې دباچاخان متعلق څه هم ليکلى دى هغه ټول واقعات او معلومات په رښتياؤ اډاڼه دى په دې لړ کښې کله کله دملګرو اختلاف دومره سيوا شى چې مادې ته وهڅوى چې زۀ زبانى يا تحريرى طور ددوى ځواب ورکړم په دې سلسله کښې په اول ځل څه دوه کاله وړاندې زما واسطه ديو صحافى او دانفارميشن افسر سره پريوته کله چې زۀ دخپل مګرى خالد پښتون سره پښتو اکيډمۍ ته دڅه کار دپاره دډاکټر اقبال نسيم خټک دفتر ته لاړم چې هلته دمخکښې نه زما دغه افسر ملګرے موجود ؤ کوم چې ما دمخکښې نه پيژندو ځکه چې دصحافت او دانفارميشن دفتر پخپل مينځ کښې تعلق دنوک او اورۍ په شان دے زما په ليدو دۀ ماته ووئيل تۀ فيروز خان صادق ئې ماورته وخاندل ځکه چې موصوف زۀ ډير ښه پيژندم خو دۀ بيا بيا تپوسونه کول او ماورته خاندل اخر ئې ووئيل چې نه تۀ صادق نۀ ئې ماترې وجه وپوښتله وئيل بيا به دې پوئى کړم څو ورځې پس مو سره بيا ديوې نيوز ايجنسۍ دننه ليدل کتل وشو ماترې وضاحت وغوښتو وئيل تا چې په وحدت کښې په باچاخان څه ليکلى وؤ هغه ټول دروغ دى تاته اصل حالات نۀ دى معلوم زۀبه تاله کتاب درکړم چې تۀ داصل حالاتو نه واقف شې ماورته ووئيل چې صاحبه کتاب ته په دې زۀ په انتظار يم خو اخر څۀ چل شوے دے دۀ ووئيل چې باچا خان کانګرسى او .... نور ډير څه وؤ او قايد اعظم بزرګ ؤ ماورته ووئيل چې صاحبه خبره به په دلائلو کوؤ ما کۀ په باچا خان ليکلى دى نو قائد اعظم مې هم ستائيلے دے زما ددواړو سره عقيدت دے ځکه چې دواړه مشران زمونږ دازادۍ قهرمانان دى تاسو تاريخ وګورئ زما ليکونه ولولئ دقائد اعظم متعلق هم او دباچا خان متعلق هم. زما شکر دے ديو سره هم سياسى تړون نيشته او ما چې ددغې افسر صاحب تاريخ ولټولو نور اته معلومه شوه چې موصوف خاندانى مسلم ليګى دے او دباچا خان سره ئې سياسى اختلافات دى ځکه ئې پرې فتوې ولګولې ځکه چې هر څوک ځانته ښه او بل ته بد وائى، زۀ نن هم ددغې افسر صاحب دکتاب په طمعه يم خو خدائې خبر چې ولې ددغه سوچه او پښتون مسلمان نه خپله وعده هيره شوې ده
هم دغسې داردو ديو اخبار ايډيټر چې زما مضمون ((قائد اعظم اور باچا خان ايک راستے کے دو مسافر)) ولوستو نو زما يو بل ګران او محترم ملګرى حاجى ياقوت خان شينوارى ته ئې ګيله وکړه چې ما خو وئيل چې دا فيروز خان صادق يو بنياد پرست مسلمانان دے دا دۀ څه شروع کړى دى چې په کانګرسيانو باندې ليکل کوى هر کله چې ماته حاجى صاحب دايډيټر صاحب دغه ګيله راورسوله چې حاجى صاحب هم ورسره متفق ؤ نو ورته مې ووئيل چې حاجى صاحب ددغې ايډيټر صاحب سياسى تعلق دکومې پارټۍ سره دے وئيل ئې چې دجماعت اسلامى يو اهم او سرګرم رکن دے ماورته ووئل چې حاجى صاحب بيا زما ددۀ نه ګيله نيشته ځکه چې ددوى دباچا خان سره سياسى اختلافات دى چې هغه هر چاته معلوم دى ددې نه پس دغه ايډيټر صاحب ماته په يوه موقعه ووئيل چې باچا خان خو داسې داسې سړے ؤ او کانګريسى ؤ بيا ئې داسلام او باچاخان په حواله خودساخته خبرې وکړې چې دمرحوم داسلام سره هيڅ تعلق نۀ ؤ ټولې همدردۍ ئې دهندوانو سره وې او داسې نورې ډيرې خبرې ئې وکړې چې مطلب ئې داؤ چې دباچا خان اسلام سره هيڅ تعلق نۀ ؤ ما دايډيټر صاحب خبرې په ډيرې سړه سينه واوريدې او بيا مې دباچا خان متعلق دڅو کتابونو مطالعه شروع کړه چې دهر څه نه اول پکښې زما په نظر داجمله راغله چې زۀ سياستدان نۀ يم بلکې زۀ خدائى خدمتګار يم.
يو بل ځائې کښې وائى دعدم تشدد فلسفه زما ايجاد نۀ دے بلکې دا فلسفه او نظريه څوارلس سوه کاله وړاندې محسن انسانيت حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ايجاد کړې او خپله کړې وه چې ورته دالله تعالى دلورى ورکړے شوې وه بيا زۀ چې دباچا خان ابتدائى ژوند ته نظر وکړم نو راته به معلومه شى چې باچا خان هغه شخصيت دے چاچې خپله خانى مال او جائداد قربان کړل او خپل خواهشات ئې دقام دخدمت نه ځآر کړل خپل تعليم ئې چې په لندن کښې ترسره کولو نيمګړے پريښودو او دازادۍ او جهاد نعره ئې پورته کړه دا هغه وخت ؤ چې غټو غټو خانانو سرمايه دارو جاګيردارو مذهبى او قامى مشرانو او عن تر دې چې مليانو عالمانو او بزرګانو هم دغاصب پيرنګى خلاف اواز نه شو پورته کولے او ددوؤ سوؤ کالو راسې ئې اول دسکهانو هندوانو او بيا دپيرنګيانو غلامى قبوله کړې وه خو دغاصب بادار خلاف ئې اواز قدرې نۀ شو اوچتولے خو ((دا يو زۀ دې زمانې پکښې منصور کړم)) په مصداق باچا خان هغه مرد مجاهد ؤ چې دغاصب پيرنګى خلاف ئې دجهاد بيرغ هسک کړو يو طرف ئې دانګريز دظالمانه قبضې خلاف ئې قام کښې شعور رابيدارولو او بل طرف ته ئې دقام بچى دتعليم په رڼا منور کول او ددې غرض دپاره ئې پخپل کلى اتمانزو کښې وړومبۍ اسلامى مدرسه جوړه کړه چې بيا په ازاد قامى سکول کښې بدله کړے شوه ګويا دخپل ژوند او مبارزې اغاز ئې داسلامى احکاماتو دپاسدارۍ نه وکړو او بيا هر کله چې پيرنګى سامراج ته ددۀ نيت او اراده معلومه شوه نو په دۀ ئې دظلم او جبر غرونه راوغورځول جيلونه هتکړۍ بيړۍ او وهل ټکول ئې په برخه شو عن تر دې چې په دې دوران کښې ئې يوه پښتۍ هم دلاسه ورکړه باچاخان به داهم چغې وهلې چې زۀ غواړم چې دبرصغير مسلمانانو ته يو ازاد او خپلواک ملک تر لاسه کړے شى پرته دسرمايه دارانه او استحصالى نظام په ځائې يو مساوى او عادلانه اسلامى نظام نافذ شى او هغه هم دخلفاء راشدين په طرز څنګه چې هغوى ژوند او نظام حکومت چلولے دے هم په هغه طريقه باندې بايد دلته هم يو اسلامى مساوى نظام نافذ شى بيا باچا خان خپل زوې غنى خان په اسلامى مدرسه کښې داخل کړے او دعصرى تعليم نه زيات ئې په دينى تعليم زور ورکړے ؤ بيا دحج سعادت ئې هم حاصل کړے ؤ چې په دغه دوران کښې ئې بى بى هم هلته وفات شوې وه هم دغسې دباچاخان دتحرير او تقرير قول او فعل نه هيچرته نه ده ثابته شوې چې مرحوم داسلام منافى خبره او عمل کړے وى تل ئې داسلام دزرينو او مقدسو اصولو مطابق ژوند ته ترجيح ورکړې وه .
دخامتا شډل بډل څادر او جامې عاجزى او انکسارى ئې په رګ رګ کښې ننوتې وه او وئيل به ئې سپوره وى که پوره خو دټولو به په شريکه وى دکور دښځينه حالت ئې داؤ چې دباچا خان بيبيانې او لوڼه نمسۍ او دکور نورې زنانه دحيا پردې ډيرې پابندې وې دابيله خبره ده چې بيګم نسيم ولى خان چې دهغه اينګور ده په سياست کښې راغله ځکه چې ديوې سياسى کورنۍ سره ئې تعلق ؤ خو پخپله دباچاخان دکور زنانه ډيرې پرده دارې او حيا دارې وې پخپله باچاخان وئيل چې زۀ دهند په جيل کښې اسير وم نو ما دمسلم ليګ مشرانو ته پيغام وليږلو چې زما او ستاسو مقصد او مرام يو دے تاسو هم ددې سيمې دمسلمانانو دپاره يو ازاد او خپلواک ملک غواړئ او زۀ هم دغه مقصددپاره مبارزه کوم ځکه نو هر کله چې زمونږ دټولو مرام يو دے نو زۀ غواړم چې مونږ يو شو نو طاقت به مو نور هم زيات شى او دغسې به پخپل مرام کښې زر بريالى شو خو دمسلم ليګ مشران دباچاخان سره اتحاد کولو او باچاخان دځان سره شاملولو ته په هيڅ حال کښې تيار نۀ وؤ. بلکې دبا چا خان داتجويز ئې په ډير سختو ټکو کښې وغندلو او وې رټلو په دغه وخت کښې دکانګريس مشران باچاخان له جيل ته ورغلل او دے ئې دځان سره په اتحاد کولو مجبور کړو او ورته ئې ووئيل چې ستا او زمونږ مرام يو دے او هغه ده دپيرنګى سامراج نه ازادى باچاخان دوى سره په اتحاد کولو مجبور شو او بيا کانګريس کښې دۀ ته د ډيرو اهمو عهدو پيشکشونه وشول خو دۀ يو هم قبول نۀ کړو دمسلم ليګ مشرانو نۀ صرف دا چې دباچاخان داتحاد تجويز ئې مسترد کړو بلکې ددۀ خلاف ئې هغه وخت يوه پوچه پروپيګنډه هم شروع کړه هر کله چې باچاخان دکانګريس سره اتحاد وکړو دغه پروپيګنډه تر نن پورې دليګ مشران او بعضې نور مخالفين کوى خو دغو مشرانو او خودساخته مفتيانو له دا حقيقت هم ياد ساتل پکار دى چې په بل چا دکفر فتوې لګولو سره دهغه خپل ذات دکفر مرتکب کيږى په داسې حال کښې چې په چا فتوه لګولے شى هغه مسلمان وى او دوى ته داواقعه هم په پام کښې نيول پکار دى چې په يو جنګ کښې يو کافر هر کله چې دتورې لاندې راغلو نو په بلند اواز ئې کلمه ووئيل خو عبدالله بن زيد رض ترې بيا هم سر پريکړو هر کله چې حضور ص ته معلومه شوه نو ابن زيد نه ئې تپوس وکړو هغه ورته عرض وکړو يارسول الله ص هغه دغه کلمه دزړۀ نه نۀ وئيله بلکې دمرګ دويرې ئې وئيله حضور پاک ص ورته وفرمائيل ابن زيد تۀ
به دهغه دکلمې قيامت کښې څه ځواب ورکوې؟ په دې عبدالله بن زيد ر ض وائى چې زۀ څومره پښيمانه او نادم يم نو دهغې صرف ماته پته ده نو په چا فتوه لګول خودهغه دقول او فعل په وجه کيدے شى خو باچاخان خو قولى او فعلى دواړه توګه هيڅ داسې کار نۀ دے کړے چې پرې دکفر فتوه ولګولے شى خو دخپل سياست او ذاتى ګټو دپاره دباچاخان مخالفينو هر څه ته جائز وئيلى دى او دباچاخان خلاف تحريک کښې ئې هيڅ کسر باقى نۀ دے پريښے.
ـ باچا خان هغه مسلم ؤ چې دخپلو بچو دخپل قام دمستقبل دغوټو،دتعليم او تربيت غم ئې خوړلو او ددې غرض دپاره ئې ځايې په ځآئې اسلامى مدرسې او سکولونه جوړول او دخپل قام مشرانو ته به ئې تلقين کولو چې پخپلو بچو تعليم وکړئ هم دغسې حاجى صاحب ترنګزى مولانا عبدالکلام ازاد شيخ الهند رح او دخپل وخت مذهبى روحانى او هادى شخصيتونو سره ئې کلک تعلق او تړون هم لرلو عن تر دې چې شيخ الهند څو ځله دصلاح مشورو دپاره ديوبند ته بللے ؤ او دعالمانو په ښودنه باندې پخپله علاقه کښې دازادۍ دتحريک دمشرانو په شورا کښې شامل کړے شوے ؤ. په ١٩٢٤ کښې ئې داصلاح الافاغنه په نوم ټولنه جوړه کړې وه چې قطعا ً غير سياسى ټولنه وه څنګه ئې چې دنوم نه څرګنده ده چې فقط يو اصلاحى ټولنه وه بيا دغه ټولنې داسې مجاهدين وروزل چې دخپلو سرونو نذرانې ئې ورکړې او ازادى ئې وګټله
دباچاخان مخالفينو ته يو اهم موړ داهم په مخه راځى چې کۀ باچاخان غدار ؤ نو بيا مولاناابو الکلام ازاد چې ددۀ سره کلک ملګرے ؤ هغه څه ؤ
باچا خان څه ؤ څنګه ؤ؟ ددې سوالونو ځواب مونږ هغه وخت پخپلو سترګو وليدو کله چې پر ٢٠ جنورۍ ١٩٨٨ باچاخان وفات شو نو خپل خو څۀ چې مخالفين ئې هم ځان پسې وژړل او دباچاخان په صفتونو او تعريفونو سر شول باچاخان ځان سره ټوله ايشياء بلکې ټوله نړۍ وجړقوله او خپل حيثيت او اهميت ئې په هر چا څرګند کړو مونږ له پکار دى چې دخپلو قهرمانانو اتلانو قدر وکړو او دخپلې سياسى اختلافاتو نه بالاتر شو او دهر اتل او دازادۍ دجنګ دهر مجاهد او مجاهدې قدر وکړو ځکه چې پړق ديو لاس نه نه خيژى دازادۍ په تحريک کښې دګڼو مسلمانانو برخه ده او دهغوى داجتماعى جدو جهد په نتيجه کښې دبرصغير مسلمانانو دپاکستان په صورت کښې يو ازاد او خپلواک اسلامى دولت نصيب شويدے چې اوس مونږ له ددې هيواد دترقۍ او خوشحالۍ دپاره په ګډه کار کول پکار دى او داتحاد او اتفاق فضا قائمول پکار دى