Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

زۀ دمينې نغمه ګره يم

ليک:طلا محمد شباب

ورځپاڼه وحدت

خپرؤنو نېټه: 4 جولائي 2004

زۀ دهغې مردم خيزې خاورې پښتونخوا لُور يم چې په اتلانو ئې يوازې پښتانۀ نۀ بلکې دايشيا ټول قامونه وياړيږى زۀ هم ددغه درنو او تاريخ سازه څټو لور يم زماپه رګونو کښې هم دغه ننګياله او پُښتنه وينه په غورځنګ ده تاسو به زۀ دوطن په سنګرونو کښې ليدلے يم تاسو به ما دوطن په روغتون کښې هم وينئ چرته چې زۀ ستاسو په پرهرونو کښې پټۍ ږدم تاسو کۀ ما په هر رنګ او هر شکل کښې وينئ زما څهره به لکه دځلنده نمر وينئ ما خپل ځان دننګ او پت په کالو سينګار کړے دے زۀ ټوله حيا حيا يم زۀ خو نۀ شراب پيژنم او نۀ ساقى او نۀ مې چرته کلب ليدلے دے. او نۀ څوک بوائے فرينډ لرم او نۀ لکه دمغرب دميمې دچا په غيږه کښې غزونې کوم. زۀ ستاسو څوکيداره هم يم او خدمت ګاره هم زۀ ستاسو ميخلى ماره يم زۀ ستاسو دوبڼه يم زۀ ستاسو جارو کشه يم، او ستاسو تيمارداره زۀ دخپل اولس فخر يم، او دوطن په جبين دښکلا خال زما ذمه وارۍ څومره دى او ستاسو څومره؟ زۀ په دې بحث نۀ کوم بيا ولې ماله هغه مقام نۀ راکوئ کوم چې ماله پښتو او مذهب راکړيدے. دژوند په هر اړخ زما استحصال ولې کيږى. زما ګناه څه ده دا چې زۀ دحوا لور يم زما په پيدايښت تاسو ماتمونه کوئ تاسو ما په پخپلو اوږو بار ګڼئ زوې دخوشحالۍ علامت ګڼئ او لور دغم توښه زۀ ستاسو دسترګو ازغے نۀ يم ستاسو دسترګو تور يم زۀ په دې نازيږم چې زۀ دپښتونخوا لور يم زۀ ملاله يم زۀ پښتو يم

خدايه شکر چې پيدا دې له دې قام کړم
دپښتون دنر وجود دې يو اندام کړم

نارينه او زنانه خو دژوند دګاډى دوه پائې دى کوم چې ديو بله بغير نيمګړې نيمه خوا دى زوې کۀ نعمت دے نو لور رحمت، دترقى يافته تهذيب په دې نوى دور کښې تاسو زمانه کرکه کوئ اے زما وروڼو ماله کنجه راکړئ زۀ تاسو سره څنګ په څنګ تلل غواړم. زۀ ستاسو هم سفر يم مادځانه مۀ شوکوئ ځکه چې زۀ ستاسو پړونے يم. زۀ ستاسو ناموس يم، ما خپلو ليچو ته دګجرو په ځائې زولنې هم اچولى دى تاسو دپښتو تاريخ ته لږ په شا وګورئ ماتاسو سره دازادۍ معرکې کړې دى. زۀ تاسو سره دننګ په هر ډګر ولاړه يم. په خيبر او کړپه کښې زما دوينو رنګ اوس هم واضحه ښکارى دا زۀ په تاسو زباد نۀ کوم خو دتاريخ دغه ګمنانه باب ته ستاسو پام راګرځوم. دامۀ وايئ چې ښځه خو دکور ده يا دګور ماله پاره خو اوس هم

اور او ګور او پيښور دريواړه يو دى

زۀ دمينې نغمه ګره يم، زۀ لکه دقفس په خپلو نغمو سوزم. زۀ دمينې سوغات غواړم دنفرت انګارونه نه. دا يويشتمه پيړۍ ده دنيا ته اوس ګلوبل ويلج وئيلے شى دعربو هغه تياره دور ته مۀ ځئ چاچې به ژوندۍ لوڼه ښخولې دجهالت د زندان نه رااوځئ زۀ هم ستاسو په شان مخلوق يم انس يم، بشر يم، زۀ هم دادم او دحوا لور يم زۀ دسوکالۍ او ابادۍ زيرے يم. زۀ وفا يم. زۀ ښکلا يم. زۀ ر‌ڼا يم. زۀ وږمه يم. زۀ دچمن سمسور ګلاب، زۀ دومره ناقص العقل نۀ يم زۀ دمارګريټ ټيچر او اندراګاندهى نه په څه کمۀ يم. زۀ چې دتاترې او ملاکنډ په سر دوطن جهنډه خيژولے شم په فضا کښې تر سپوږمۍ ستورو ورتلے شم په سيارو خيټۍ ور اچولے شم دسمندر تل ته ورکوزيدے شم په دشتونو کښې دژوند مزلې کولے شم. اوپه تراړو شونډو دنوبهار سندرې وئيلے شم نو په سړو بيا تاسو ولې دبرترۍ په احساس کښې ډوب يئ او زۀ ولې دکم ترۍ په احساس کښې ځان لمبه کړم

کۀ تاسو ځان ته دخوشحال او ابدالى زامن وايئ نو زۀ هم ددغه مړنيو لور يم زه هم دهغه غيرتى خاورې پښتونخوا لور يم. دچالۀ نومه چې اوس هم په سامراج زلزله راځى

اوس دحالاتو موسمونه بدل شوى دى نن زما اواز دوخت طوفانونه نۀ شى تمبولے زما چغه دهوا چپو دنړۍ هر هيواد ته رسولې ده دا داليکټرانک ميډيا دور دے زۀ به ستاسو اورم او تاسو زما. زۀ ستاسو يم او تاسوزما. زمونږ ابادى ډيره ده پکار ده چې داکثريت درائې احترام وکړے شى زمانه دپښتو او مذهب په نامه ژبه مۀ پرې کوئ ګنې نو نوره به تيره شى خدائى بخښلى ايوب صابر به وې

خدائيګو هغه لوپټې مې خوښې نۀ دى
چې لۀ کومو پرچمونه نه جوړيږى

زۀ دخپلې لوپټې نه پرچم هم جوړولے شم او پګړۍ هم

يه سړو!! ددروغژنې انا ضد پريږدئ زۀ هم ضمير لرم خودى لرم. او دعزت نفس تقاضې هم پيژنم. انسانى قدرونه او روايات هم پيژنم. جدلياتى اصول هم منم. په ما اورونه مۀ لګوئ. خپل مخونه ووينځئ زما لمنه سپينه ده لږ په آئينې کښې وګورئ چې آئينه کږه ده او کۀ ستاسو مخونه، انسان څه نورانى مخلوق نۀ دے چې ګناه به ترې نۀ کيږى ښه اوبد خو په هره طبقه کښې بوديږى راځئ چې يو بل تسليم کړو

تاسو زما دارو او زۀ ستاسو دارو راځئ چې دژوند په لاره څنګ په څنګ شو ځکه چې زما او ستاسو منزل او مرام يو دے

Comments powered by Disqus