Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

ياغستان په يويشتمه صدۍ کښې

عرفان الله خان

ورځپاڼه وحدت

خپرؤنو نېټه: 29 جون 2004

دافغانانو لوئې کور افغانستان، دتاريخ دجبر مختلفو اړخونو سره بيابيا مخ شويدے هغه جغرافيائى سيمه چې داوسنى پاکستان په اساسىقانون کښې ورته فاټا وائى دافغانستان په پخوانى سرکارى ريکارډ کښې به دياغستان په نامه ياديده ددې سيمې خلق غرڅنى دى او په خټه کلک افغانان دى او دزرګونو کالو راهيسې دخپل ناليکلى شوى اساسى قانون چې پښتونولى نوميږى دسيورى لاندې په ارامه ژوند تيرولو داعلاقې داوسنى پاکستان مغرب ته او دافغانستان مشرق ته واقع دى دياغستان خلقو چې په مومند، خيبر، اورکزى، کرم، باجوړ، جنوبى او شمالى وزيرستان کښې استوګنه کوى کله هم په خپل ځان څه خارجى قوانين نۀ دى نافذ کړى او نۀ ئې دبرطانيې دسقوط شوى استعمارى او استبدادى سلطنت دمينځ نه دتلو نه پس دافغانانو په مينځ کښې توره کرښه تسليم کړې ده

په کال ١٩٥١ داين ډبليو ايف پى په نامه دپاکستانى افغانانو صوبه منځ ته دې دپاره راوړے شوه چې دبرطانوى استعمارى حکومت په ضد دياغستان نه دشروع کړے شوى مسلح جدوجهد مخنيوے وکړے شى دې سره سره برطانوى حکومت په دې سيمو کښې يوه مراعات يافته چمچه ګيره طبقه چې دپيسو ټکو چوسنى ئې په خُلۀ کښې ورکړه راپيدا کړه او دتقسيم او حکومت په خپله بدنامه پاليسۍ ئې عمل شروع کړو چې دبدقسمتۍ نه تر نن ورځې پورې جارى دے. ددې سيمو دپاره دبرطانوى حکومت دوه حربې وې يره پيدا کول او لالچ ورکول ديرې پيدا کولو دپاره ئې دخپل استعمارى قانون ايف سى آر په عمل کښې راوستو دکوم په ضد ئې چې تر اوسه په زرګونو پاکستانى افغانان چې دازادو قبائلو په نوم ياديږى راغلى دى د مرکزى حکومت يا اسلام اباد کارنده يعنې پى اے يا پوليټيکل ايجنټ څوک هم په خپل حکم نادرشاهى په کلونو کلونو دتورو تمبو شاته کولے او ژوند ئې بربادولے شى

دلالچ پيدا کولو په عرض برطانوى حکومت تش په نامه ګوډاګى ملکان پيدا کړى وؤ چې دهغوى بال بچ ته نن هم دخپلو نيکونو دوفادارۍ فايدې ميلاويږى دبرطانوى حکومت مطلب دا ؤ چې دافغانانو دلوئې کور دبربادۍ دپاره هم ددې کور نا اهله بچيان استعمال کړى. نن هم کۀ تحقيق وکړے شى نو دافغانستان داوسنى حکومت پرضد به هاغه کسان بوخت وموندے شى چاچې دبرطانوى حکومت په جنګونو کښې افغان ضد پاليسى اختيار کړې وه. هم دا اوس مې دمروتو دعلاقې لکى مروت په باره کښې يو خبر ولوستو په خبر کښې وئيلے شوى دى چې دتارو خيلو دقبيلې تنان به سرکارى علاقو ته نه راځى او کۀ چرې راغلل نو ګاډى به ئې قبضه کولے او دوى به ګرفتارولے شى دملکانو په ذريعه خور کړے شوى خبر کښې دړکه ورکړے شوې ده چې کۀ هغه کسان چاچې په سپاهيانو ډزې کړى دى ونۀ سپارل شول نو مرکزى حکومت به دخپل سياسى کارنده يا پوليټيکل ايجنټ په ذريعه پنځوس لکه کلدارې جرمانه دقبيلې دغريبو ملازمانو دتنخوا نه وصولوى دې ته وائى اے منجور او اے نامنجور، هلکه تۀ خپل سر وخورې داسوچ خو وکړه چې دا تۀ څه کوې لګيائې ددې مطلب خو داهم کيدے شى چې دحکومت مذکوره قبيلې په کسانو اعتبار نشته او دسزا ورکولو دپاره ئې په سپايانو دډزو ډرامه جوړه کړه څو وکړے شى چې خپل تور قانون په عمل کښې راولى

ماسره هغه بله ورځ خپل څوک داکيډمۍ کلاس فيلو ملګرے ميلاؤ شو چې اوس په قبائلى سيمو کښې داے پى اے يا سياسى افسر فرائض انجاموى هغه ځانله ؤ ماورته ووئيل هلکه څوک ټوپکمار يا ګن مين نه لرې او ته په کومه خوشحالۍ کښې ازاد ګرځې ځکه چې په تا باندې هر وخت د حملې خطره شته هغه کسان چې تاسو ئې په تور قانون زوروئ څه وخت هم رد عمل کولے شى

Comments powered by Disqus