خپرؤنو نېټه: 4 جولائي 2004
مادڅه ساعت دپاره دصابرشاه صابر ددوحې سفرنامه ولوسته، بيا مې سترګې پټې کړې او دخيالونو په نيلۍ سور دقطر، سعودى عرب او اماراتو هاغه تودو تودو شګو ته ورسيدم، چرته چې زما دپښتونخوا ډير زلمى دارامانو په غيږ کښې دژوند شپې سبا کوى. زما ذهن ته هاغه زلمى هم راغلل دچا راتلو ته چې بوډا مور او پلار خپله يوه يوه ساه شمارى. هاغه زلمى هم چاچې په نکريزو سره لاسونه ناوې پريښې وې او دبې کورۍ ژوند ددغه نکريزو په کږو وږو کرښو دورکولو کوشش کوى. هاغه زلمى مې هم داحساس په پرده راغلل څوک چې دجون او جولائى په تود تنور کښې دارمانونو دتکميل په ارمان ساړه ساړه اسويلى کوى. زۀ پوئى نۀ شوم چې زما خُلې له ولې اسويلے راغے غالباً ځکه چې دغه هر څه ما په خپلو سترګو ليدلى دى او بيا چې زما خيال ته په دغه ستړى ستړى ژوند کښې دخپلو پښتنو زلمو ((پښتو)) راغله نو دا زړۀ مې لږ ښه شو. مادځان سره ووې، چې داهم شکر دے چې دغه بې کوره پښتنو پښتو په کور کړيده ګنې په پښتونخوا کښې خو دباچا خان دوخت راسې تشې دخُلې خبرې اورم. په عملى توګه مې د (واک) دخاوندانو کله هم پښتو ونۀ ليده
دسفر نامې په لفظونو کښې راته ملګرى جانان ، امت بنګش او فيروز اپريدى داسې سيورى سيورى شول ځکه په اماراتو کښې ښاغلے عصام الدين اورکزے، ښاغلے قيوم شاه ، ښاغلے تاج انور او اعجاز خټک دپښتنو دخدمت او مرستې دپاره چاق چاق ګامونه اخلى. دا بيله خبره ده چې دداسې خلقو اخلاص او مينې ته کله دشک په نظر هم کتلے شى. خو مئين چا هم ((بې توره)) نۀ دى پاتې کړى ځکه نو چې څوک ((مينه)) کوى هغه دې داسې خبرو نه ډار نۀ کوى
زۀ لا په دغه خيالونو کښې ورک ورک وم چې ملګرى محب الله شوق راته فون وکړو ((هلکه فيروز اپريدے راغلے دے مازيګر به دجهانزيب نياز لالا ځائې ته ځو)) مابه ورته لا څه خبره کوله چې هغه په خپله خبره ټينګار وکړو او ما ذهن جوړ کړو چې دصابرشاه صابر دلفظونو فيروز اپريدے به ضرور ليده غواړى داورځ دنورو ورځو نه زياته درنه وه په يو وخت راته سل خبرې جوړې وې، او ما چې خپله خبره جوړوله نو صابر شاه صابر راته په فون کښې هم دغه دشوق خبره تکرار کړه ښاغلى صابر ورسره داهم ووئيل چې ددغه دستورې به ريکارډنګ وکړې دا خبره زما دپاره دفخر او وياړ وه خو چې کله صابرشاه صابر دخپل ((مخصوص مزاج)) مطابق دا ووې چې هلکه هاغه ((ټيپ ګوټے)) به دې هم راواخلې نو دسر نه مې لوخړه وخته ((يره صابرشاه صابر قطر ته لاړو خو په رويو کښې ئې هډو فرق رانغے!)) مادځان سره ووې دريکارډنګ اراده مې پريښوده ځکه چې اوس داماته خپل سپکاوے ښکاريدو. ټيلويژن ته لاړم هلته مې لږ څه کار ؤ او بيا دمحب الله شوق په ملګرتيا کښې دحيات اباد په لور روان شوم لکه زما شوق هم داسې پوره روغ نۀ دے ځکه ورته د ((ښکلو)) لارې ګودرې نه معلوميږى. حيات اباد ته ورسيدو خو هلته ورک شو په يوه لاره کښې به ودريدو تپوس به مو وکړو هغوى به په بله مخه روان کړو يو فارسى بان استاد خو داسې ګډوډ کړو چې دمنزل نه ډير لرې لاړو، ((هلته بانې پوس کوه)) چې کله ښارى داسې ووئيل نو بيا دشوق خندا چا منع کولے شوه ځائې په ځائې مو تپوسونه کول عن تر دې چې دشوق په ګاډى کښې دغريبۍ تيل هم ختم شول. بهر حال ديوې ګينټې دچکرونه پس مو ځائې پيدا کړو چې په دروازه کښې مو سر ښکاره کړو نو دجهانزيب نياز لالا د کور په لوئې انګړ کښې يو ادبى محفل راجوړ ؤ مونږ چې نزدې ورغلو نو صابرشاه بيا صابر ونکړو ((بس بس يو طرف ته کښينئ مشاعره شروع ده)) هغه په خپل مخصوص انداز کښې ووې ولې شوق دهغه خبرې ته توجه ورنکړه ځکه داسې کول ((پښتو)) نه وه او نۀ مونږ دواړه د ډبګړۍ نه راغلى وؤ مشاعره لږه وځنډيده مونږ دمحترم مشر راج ولى شاه خټک دقام پرست فکر خاوند شاعر مالک اپريدى نه علاوه نورو ميلمنو له هم غاړې ورکړې، ما جهانزيب نياز لالا ډير عمر پس ليدو، ماته دهغوى دپيښور يونيورسټۍ دور هم ياد ؤ او بيا به پيښور بورډ کښې ورځې شپې هم، ماته داهم ياد ؤ چې ما يو ځل بورډ ته لالا ته د چا ((لوئې پښتون)) سفارش وړے ؤ او لالا ما سره په (( سمه خُله)) خبره هم نۀ وه کړې غالباً هاغه ورځې د ((کرسۍ)) وې د ((پښتو)) نۀ وې تياره خوريده شعرونه وئيلے کيده. مالک اپريدى دشعرونو نه علاوه داسې رښتيا رښتيا خبرې وکړې چې هر چاسرونه ښکته کړه بيا ورپسې شوق دمايوسۍ په تورتم کښې داميدونو شمعې بلې کړې، دغه رنګ راج ولى شاه خټک په هاغه عالمى حالاتو خبره وکړه په کومو کښې دپښتو دورکيدو امکانات ورځ تر ورځه سوا کيږى کۀ هر څو زمونږ ځنې ناپوهه ليکوال په پښتو اکيډمۍ ټکونه کوى خو حقه خبره داده چې دې ادارې دپښتو نوم ژوندے ساتلے دے. زۀ دراج ولى شاه صيب خبرو ډير په ژور سوچ کښې اخته کړم او بيا چې کله ښاغلى فيروز اپريدى ته دکلام او وينا دعوت ورکړے شو نو هغوى په قطر کښې دخپلو ادبى هلو ځلو خبره داسې په کوټلى انداز کښې وکړه چې ورنه دهغوى دپوهې علميت او ادراک ښه په اسانه اندازه لګيدے شوه. زۀ دهغوى دعلمى حدونو څخه هم اشنا شوم او په دې پوهه شوم چې ښاغلے فيروز اپريدے دپښتو خدمت جذباتى طور نه بلکې پوره شعورى طور کوى، بيا مې دجهانزيب نياز لالا شعرونه هم واوريدل په يوه موضوع او يوه قافيه ډير اوږد ليک چې نه پوهيږم نظم او کۀ بل څه خو بهر حال په امريکه کښې دهغوى دجذبو هنداره وه. ځکه چې پښتون هر چيرته پښتون وى. چې کله دغه دپښتو، ننګ او غيرت خبرې سرته رسيدې نو بيا دشپې اته بجې وې او چې کله ملګرو درخصتيدو ووئيل نو ما په ډير ژور نظر جهانزيب نياز لالا ته وکتل دهغوى دچشمو لاندې هر نظر ته نظر نظر شوم خو په هغې کښې دميلمنو په روانيدو څه داسې اثار نۀ وؤ چې ماورته دخوشحال خان بابا فلسفه وئيلے وے، مايو نظر په لوئې دالان کښې تور درسترخوان ته هم وکتل او بيا به مې ذهن ته داهم راغلل چې نياز لالا خو دحضرت باچا خان دفلسفې تسلسل دے څنګه تر دې وخته دومره درانۀ درانۀ ميلمانۀ (وچه خُلۀ)) اوځى لږ ساعت چې کومې دپښتو، پښتونولۍ خبرې کيدې په هاغه خبرو باندې په ښکاره پښې ايښودے شوې خو مجال شته کۀ ((احساس)) دراپاريدو نوم اخستو دبې حسۍ ددغه ماحول نه ميلمانۀ په داسې حال رخصت شول چې څوک کوربه ورسره تر دروازې هم رانغے ځه چې څو قدم وړاندې لاړم نو دشپې په تيراه کښې راته خوشحال بابا مخامخ راغے دهغه په سترګو کښې اوښکې وې هغه ماته دومره قدرې ووئيل (( چې ليونيه ته دچانه پښتو غواړې دازما سره ئې څۀ وکړه دمولانا عبدالقادر دقبر تپوس وکړه درحمان بابا نه پوښتنه وکړه داپښتو هم دغه د ((واک خاوندانو)) ورکه کړه غريب او بې وسه ليکوال خو لګيا دى په خپلو وينو دپښتو چمن خړوب ساتى خو هغوى دومره ((وس چار)) کله لرى چې د پښتو سره نوره پښتو وکړى)) مادخوشحال بابا دغه جذباتى خبرې واوريدې په سترګو کښې مې غټې غټې اوښکې لاړې يو ځل مې بيا دجهانزيب نياز لالا لوئې محل او لوئې انګر ته وکتل دځان سره مې دومره قدرې ووې
تش په خُلۀ باندې ((پښتو)) اسانه نۀ ده
په پښتو کښې به ((پښتۍ)) ماتول غواړى