Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

دطالبانو او کرزى حکومت ترمينځه مذاکراتو ته کتنه

ليک:: محمد نبى خپلواک

خپرؤنو نېټه: 30 جنوري 2004

په دې وروستيو وختونوکښې دطالبانو او دکرزى دحکومت ترمينځه دمذاکراتو پحقله په ميډيا کښې بيلا بيل خبرونه ترسترګو کيږى وئيل شويدى چې ښاغلى وکيل احمد متوکل چې په دې خبروکښې ئې برخه درلوده، امريکايانو له بند نه خوشى کړے او اوس د قندهار والى دوياند په قول په قندهار کښې ژوند کوى اوبياهم دهغه په وينا کولے شى چې په راتلونکو انتخاباتو کښې ګډون وکړى مطبوعاتو دغه خبر هم خپورکړے چې ښاغلے متوکل داقرا په نامه جدا ګوند تاسيس کړے دے ځينې مطبوعاتو دې ټکى ته اشاره کړې چې ممکن په اسلام اباد کښې دطالبانو دوخت سفير ملا عبدالسلام ضعيف به راخوشى شى اوپه افغانستان کښې په سوله ايز سياسى فعاليت ته دوام ورکړى له بلې خوا دطالبانو ځينو خبرلوڅودکرزى حکومت سره مذاکرات ردکړى اودکابل حکومت اوامريکايانو په خلاف ئې په جهاد ټينګار کړے دے په عين حال کښې دغه دوه بيلابيل دريځونه دطالبانو ترمينځه دسياسى تګلارې اختلاف ښائى

ددې نه مخکښې کرزى په کابل کښې دخبريالانو سره دخبرو په وخت کښې وئيلى وو چې پاکستان خپلو طالبانو ته په حکومت اوپارليمان کښې ځائې ورکوى او مونږ ته ئې جنګ ته راليږى .دۀ زياته کړې وه هغه طالبان چې اوس په جنګ کښې بوخت نه دى په افغانستان کښې سوله ايزژوند کولے شى ليکن کرزى دااونه وئيل چې دوى ولې د پاکستان څخه دسوله ايزژوند چارې نه زده کوى اوپه افغانستان کښې ئې دجنګ لار خپله کړې ده په هر صورت دغه ټول مثبت بدلونونه دى ځکه چې جنګ دتباهۍ اوسوله د ابادۍ څرګندوى ده

پښتانه وائې چې په زور کلى نه کيږى دافغانستان تير شل کلن تاريخ ددې متل حقانيت ثابت کړه په تيره بياپه تيرو دوو کلونو کښې به اوس امريکاته هم څرګنده شوې وى چې څوک په زورکلى نشى کولے حتى امريکا هم

که چرې په سرىلنکا کښې دشل کلنى تباهۍ اوشپيته زره کسانو دوژنې وروسته حکومت اړ کيږى چې دتاميل پړانګانو سره دخبروميزته کښينى نوبايد دکرزى حکومت هم همدا اوس په سياسى تدبر او وړاندوينې سره هغه کار ترسره کړى کوم چې په لس کاله اويا شل کاله وروسته دمجبوريت له مخې ترسره کوى خوهغه وخت به هيواد دوينو له يوستر سيندڅه تير شوے وى اويابه ډيرو خپل سر خوړلے وى . بايدووايو چې په تيرو دووکالونو کښې امريکايانو دطالبانو په تيره بيا دپښتنو پحقله افراطى تګلاره غوره کړې ده په سل ګونوکسان ئې دتحقيق او څيړنې پرته ګوانتاناموته ورسول هلته ئې په قفسونوکښې اچولى اودانسانى حقوقو نه ئې محروم کړى دى په کليو او کورونو ئې ړندې بمبارۍ وکړې او قدرت ئې دجنګ سالارنو په لاس کښې منحصر کړے دے حتى پخپله امريکايانو دګوانتانامو ځينې بنديان له يوې مودې بند نه وروسته په دې نامه پريښودل چې بيګناه دى اوپه تروريستى فعاليتونو کښې برخه نه لرى ددې نه څرګنديږى چې په افغانستان کښې دامريکا دتروريزم په نامه نامول شوى کمپين څومره ړوند اوافراطى دے دهمدې افراطى تګلارې نتيجه ده چې په افغانستان کښې دوسله والو بريدونو بهير څوچنده زيات شوے دے ځکه چې افراطى عمل ، افراطى ردعمل زيږوى

کله چې ديو انسان څخه دهغه دژوند اواقتصادى فعاليت حق واخستل شىنوهغه به د جنګ نه پرته بل څه کوى ؟ که چرې دامريکا په داخل کښې دامريکا حکومت دخپلو خلقو څخه دژوند اواقتصادى اودعقيدې داظهار حق واخلى نوټول به د حکومت په خلاف سمدستى راپورته شى او هلته به کورنۍ جګړه پيل شى اوس په افغانستان کښې ددې هيواد اکثريت اوسيدونکو څخه به يوه اوبل نوم دژوند اواقتصادى اوسياسى فعاليت حق اخستل شوے دے دثبوت لپاره دعفوې دسازمان ، دبشرى حقوقو دڅارنې اودبحران دنړيوالې موسسې رپوټونه وګورى چې په نسبى ډول په افغانستان کښې دپښتنو بې وزلى اوبې وسۍ څرګندوى

کرزى له يوې خوا چغى وهى چې هغه طالبان چې په جګړوکښې بوخت نه دى په ارامه توګه ژوند کولے شى خوله بلخوا ډير سوله ايزطالبان دکرزى داستخباراتو لخوا نيول کيږى داستخباراتو په سلولونو کښې ئې اچوى اويائې امريکايانو ته دهغوى د خوشحالولو لپاره سپارى

متاسفانه اوس په افغانستان کښې درې حکومتونه وجود لرى چې هريو جدا جدا اوپه مستقله توګه عمل کوى لومړے دکرزى حکومت چې دکابل دوزارتونو په احاطو پورې ئې حکم چليږى دويم دشمالى ټلوالى حکومت چې په ولاياتو اوعسکرى قشلو مسلط دى اودريم دامريکايانو حکومت چې په ټول هيواد کښې چې څه وغواړى ترسره کوى ئې په دې حالت کښې دکرزى لخوا طالبانو ته دسوله ايز ژوند خبره عجيبه ښکارى داځکه چې له يوې خوا کرزى طالبانوته د پخلاينې بلنه ورکوى له بلخوا دشمالى ټلوالى استخبارات ئې نيسى اودنامعلوم سرنوشت سره ئې مخامخ کوى چې بيا ئې مړى او ژوندى نه وى معلوم دريم که کوم طالب دامريکايانو په لاس ورشى نوسمدستى ئې بګرام اوبياله هغه ځايه ګوانتاناموته رسوى

ايا په داسې حالاتو کښې به په افغانستان کښې امن راشى اودبيا ابادۍ اوپرمختګ مقاصد په ترلاسه شى ؟ بلکې دغه شان شرايط به هرومرو دبې باورى اوجنګ حالات رامينځته کوى او ورځ په ورځ به مخالفتونه زياتيږى

دکابل حکومت بايد دغه ناکامه فارموله چې په تيرو شلوکالنوکښې په کابل کښې ټولو حکومتونو ازمائيلى تکرار نه کړى هغوىبه تل خپلومخالفينوته اشرار ، ضدانقلاب او د پرديوايجنټان وئيل او ځانونه به ئې دافغانستان اصيل بچيان اوقهرمانان بلل . دوى به وئيل دغه دپرديو ايجنټانو سره به انقلابى برخورد کوو يابه ئې وژنو اويابه ئې قانون ته سپارو ددې په نتيجه کښې ئې افغانستان په کنډواله بدل او هيواد ئې له هديرو او ماينونو څخه ډک کړو اوس هم دکابل حکومت چارواکښې طالبانو او نورو مجاهدينو تروريستان وائى

په داسې حال کښې ټول پوهيږى چې نه طالبانواونه نورو افغان مجاهدينو په نيويارک کښې دتجارتى مرکز په حمله کښې لاس درلود اونه ئې په کوم بل هيواد کښې تروريستى اعمال ترسره کړى دى حتى ددوى اکثريت نه پوهيږى چې تجارتى مرکز څه شى دے او چرته دى اونه ئې چرې په تصور کښې راغلى چې په دې مرکز حمله وکړى . دغه ټول سياسى تورونه دى امريکا هم په سيمه کښې ستراتژيکه اجندا لرى اوشمالى ټلواله هم په اقتدار کښې دپاتې کيدو دپښتنو دقدرت نه لرې په انزوا کښې دساتلو لپاره طالبان او نور پښتانۀ مجاهدين تروريستان بولى دوى غواړى چې ددغه ډول تورونو په تکرارولو سره دامريکا نظامى قوت دپښتنو په خلاف استعمال کړى قدرت پخپل انحصار کښې وساتى او کرزى حکومت دخپلوټولو شرايطو منلوته اړ کړى ځکه که چرې پښتانۀ او طالبان په قدرت کښې شامليږى نوبيابه دشمالى ټلوالى دنازونو لپاره ځائې نه پاتې کيږى

له بلخوا زماپه نظر طالبان او نور مجاهدين هم بايد دخبرو کولو نه ډډه ونه کړى که چرې دخبرو له لارې دافغانستان دخپلواکى اهداف ترلاسه کيږى نو جنګ ته څه اړتياده

امريکايان افغانستان باندې ددوى په وينا ددې دپاره بريد وکړو چې دافغانستان خاوره ددوى په خلاف استعماليده او دطالبانو حکومت القاعده ته پناه ورکړې وه ليکن اوس په افغانستان کښې بهرنيان نشته ټول ځائې خلق دى اوس په افغانستان کښې دامريکا عسکرى شته والى ته څه اړتياده؟ طالبان او نور مجاهدين هم بايد دامريکا په شمول ټولو هيوادونوته ضمانت ورکړى چې دافغانستان خاوره به دبل هيواد په خلاف نه استعمالوى اوپخپل تعهد کلک ودريږى ددې په مقابل کښې دامريکايانو نه وغواړى چې دافغانستان نه ټول فوځ وباسى چې په افغانستان کښې خپلواک ملى حکومت جوړکړے شى زمونږ اوسنے تر ټولو زياته اړتياداده چې خپل وران هيواد بيرته له سره اباد کړو ملى پخلاينه رامنځته کړو دهيواد ملى حاکميت اوبشپړتيا اوساتو دغه ټول کارونه په سوله کښې ترسره کيږى نه په جنګ کښې . امريکايان په افغانستان اوعراق کښې دکال تقريباً پينځه شپيتۀ زره ميلونه ډالر نظامى مصارف لرى سره ددې چې امريکاستر اقتصادى ځواک دے ليکن که دغه لړۍ څوکاله نور دوام وکړى نوهرو مرو به امريکا داقتصادى زوال سره مخامخ کړى او ددې په نتيجه کښې دې دپخوانى شوروى اتحاد په څير دسياسى زوال برخه ليک انتظار اوباسى پخوانى شوروى اتحاد هم په افغانستان کښې دښکيل کيدوله امله لومړى داقتصادى زوال سره مخامخ شو اوبياسياسى زوال ورپه برخه شو

که چرې په سپينه ماڼۍ کښې چارواکى مسائيل دتعصب اوافراط ګرائۍ په ځائې په منطق او تعقل حل کول غواړى نوپه افغانستان کښې دې زر ترزره ملى پخلانيه رامنيځته کړى او ددې ضمانت په ترلاسه کولو سره چې دافغانستان خاوره به ددوى په خلاف نه استعماليږى له دې هيواد نه خپلې پښې سپکې کړى دامريکې اولس مشر جيورج بش بايد ناپليون اوسکندر مقدونى دجوړيدو هڅې اوتصور پريږدى اورياليستيک نړۍ ليدل خپل کړى که چرې غواړى چې نړۍ کښې دديموکراسۍ داعيه قوى اوپراخه شى نوبايد پخپله ځان دبشر حقوقو ،انصاف، تحمل او دبيان ازادۍ ته پابند وګرځوى ديموکراسى دتجارتى اجناسو په توګه نورو هيوادونو ته نشى صادريدلې اونه دميزائيلو په اوږو په نورو خلقو اوسيموتپل کيږى دسپيڼې ماڼۍ چارواکى دې ديوې سوله ايزې نړۍ په خاطر دزور ا و زر دنمائش تګلاره پريږدى دغه کار به په اوږده موده کښې دامريکا په ګټه هم وى او د نورې نړۍ هم

Comments powered by Disqus