خپرؤنو نېټه: 29 جون 2004
داګست په دولسمه نيټه کال ٢٠٠٣ په غلنۍ (مومند ايجنسۍ) کښې دخوګاخيل قبيلې دمشرانو جرګې ته دصوبه سرحد دګورنر دقبائلى چارو سکتر ريټائرډ بريګيډير محمود شاه ووئيل چې دډيورنډ مسئله ددوؤ ملکونو ترمينځ مسئله ده، په دې کښې اولس ته ځان ککړول نۀ دى پکار. دنوموړى سکتر ددې غير حقيقت پسندانه بيان نه ډيره مايوسى خوره شوه. ځکه چې هغه ټول تاريخى حقائق، شواهد او دستاويزات ترشا وغورځول او قبائل ئې دډيورنډ مـسئلې دفريق په توګه منلو نه انکار وکړو. خو آيا هغه په حيث ديو ريټائرډ فوځى افسر ددې خبرې نه انکار کولے شى چې هغه دملازمت په وخت کښې دافغانستان او قبائلو تاريخ نۀ دے لوستے. يقيناً چې هغه ددې نه انکار نۀ شى کولے. خو کۀ بيا هم هغه قبائل ددې مسئلې دفريق په توګه منلو ته تيار نۀ وى نو دهغه دې دريځ ته دشاعرانو په ژبه دتجاهل عارفانه ،نه پرته نور څه وئيلے شو، هر څه چې وى راځئ چې د نوموړې مسئلې په تاريخى شاليد(پس منظر) يو ځغلنده مګر واقعيت پسندانه نظر واچوؤ چې ګران لوستونکى دحقيقت نه آګاه شى
داتاريخى حقيقت دچا نه پټ نۀ دے چې دانګريز دراتګ نه وړاندې صوبه سرحد دپنجاب حصه وه او په دې دسکانو واکمنى وه. خو کله چې انګريزانو په کال ١٨٤٩ کښې سکانو ته ماتې ورکړه نو دا موجوده صوبه سرحد هم دانګريزانو دواکمنۍ لاندې راغله. خو دلته ددې خبرې سپيناوے (وضاحت) ضرورى دے. چې دا قبائلى سيمې نه خو دسکانو په واک اختيار کښې وے او نۀ دبرطانوى هند حصه وے. ياد لرئ چې دقبائلو او برطانوى حکومت هند تر منځه دسياسى او دوستانه تعلقاتو معاهدې لاسليک شوے وے او ددغو معاهدو لاندې دغو دواړو ازادو او خپلواکه فريقو ژوند ژواک کاوؤ. خو ددغو معاهدو باوجود هم انګريز دشمال لۀ خوا دخپل حريف يعنې روس نه په ويره کښې وؤ اود همدغې ويرې او احساس عدم تحفظ هغه دې ته اړ کړو چې دافغانستان سره معاهدې وکړې. دافغانستان سره په لاس ليک شوؤ دغو معاهدو کښې يوه دګندمک معاهده هم ده دا معاهده په کال ١٨٧٩ کښې دامير شير على خان دزوې يعقوب خان او برطانوى حکومت هند په منځ کښې شوې وه. دنوموړې معاهدې ترمخه دخيبر، کرمې، پشين او سبى واک اختيار انګريز ته وسپارل شو سره ددې حقيقته چې دخيبر او کُرمې (دلته پشين او سبى زمونږ دموجوده موضوع دچوکاټ نه بهر دى) علاقې ديعقوب خان په واکمنۍ کښې نۀ وے، څه موده وروستو دګندمک معاهده ختمه شوه. خو ددې معاهدې هغه دفعات چې په دره خيبر پورې ئې اړه درلوده، هغه ئې دهغو معاهدو ترمخه ځائې ځائې وساتل کومې معاهدې چر وروستو د امير عبد الرحمان او برطانوى حکومت ترمنځه لاسليک شوے. په حقيقت کښې دغو دواړو فريقوداغوښتل چې دره خيبر دې دتجارت وغيره په خاطر بيرته وساتلے شى ددې غټه فايده افغانستان ته داورسيده چې دنوموړې درې بيرته ساتلو باندې افغانستان کومه پيسه لګوله دهغې ذمه دارى دبرطانوى حکومت په غاړه شوه. دګندمک دمعاهدې نه څه موده وروستو انګريز دسيمې دقبائلو يوه جرګه راوبلله ددې جرګې په نتيجه کښې په فرورى ١٨٨١ کښې دقبائلو او برطانوى حکومت هند ترمنځه يوه معاهده وشوه. دا معاهده کوکى خيلو، ذخه خيلو، ملک دين خيلو، کمرخيلو، قمبرخيلو، سپاي او دلواړګى شينوارو لاسليک کړه ددې معاهدې په سلسله کښې برطانوى حکومت هند اپريدو ته ٨٧٥٤٠ روپۍ او شينوارو ته ٩٦٦٠ روپۍ دسالانه ماجب په توګه ورکړې. او دغه رنګ دخيبر درې نه دتيريدونکى سرک دحفاظت ذمه دارى دقبائلو په غاړه شوه
د کال ١٨٨١ دا معاهده په اوولسو دفعاتو مشتمله ده خو مونږ دلته ددرنو لوستونکو په خدمت کښې يوازې هغه دفعه وړاندې کوؤ په کومه کښې چې دقبائلو دازادۍ او خپلواکۍ ذکر شويدے په نوموړې دفعه کښې وئيل شوى دى چې په دې مفاهمت چې دبرطانوى حکومت سره زمونږ سياسى تعلقات دى او دا چې زمونږ ازادى او خپلواکى به په مکمله توګه منلے شى، مونږ ددې خبرې پابند يو چې مونږ به دخپلې علاقې نه ټول بهرنے اثر ورسوخ ختموؤ او دخپل ځان او برطانوى حکومت ترمنځ به بل قوت ته دلاس وهنې اجازت نه ورکوؤ هم دارنګ انګريز دايکټ ١٩٣٥ په دفعه ٣١١ کښې ددې خبرې اعتراف کړيدے چې قبائلى سيمې نه خودبرطانوى حکومت هند حصه ده او نۀ دکوم بل رياست
ددغو تاريخى حوالونه زمونږ مقصد دا ښودل وؤ چې دانګريز سره دلاس ليک شوؤ دغو معاهدو باوجود دقبائل دچاتر واکمنۍ لاندې نه وؤ بلکې هغوى په بشپړ توګه ازاد او خپلواک پاتې شوى دى
ددغو تاريخى شواهدو نه وروستو راشئ دډيورنډ معاهدې په لور دا معاهده دګندمک معاهدې نه تقريباً څوارلس کاله وروستو په ١٢ نومبر کال ١٨٩٣ کښې دامير عبدالرحمان او برطانوى حکومت هند ترمنځه لاسليک شوې وه خو امير عبدالرحمان په خپل ژوند ليک کښې ليکلى دى چې ما دا معاهده دمجبورۍ په وجه لاسليک کړې وه ځکه چې په ماباندې دانګريز لۀ خوا دزغم نه وتلے فشار راغلے ؤ. حقيقت چې هر څه وى مونږ په دې بحث کښې لويدل نۀ غواړوخو دقبائلو داخبره درسته ده چې هغوى ئې دډيورنډ معاهدې ددريم مګر حقيقى فريق په توګه نظر انداز کړى وؤ همدا وجه وه چې قبائل کله په دې وپوهيدل چې دهغوى په ازادۍ او خپلواکۍ باندې غير متعلقه فريقو سودا وکړه نو هغوى وسله راخستلو ته اړ شو او دا رنګ دقبائلو او انګريز ترمنځ يو اوږد جنګ پيل شو. دا جنګ دبرصغير تر ازادۍ پورې روان ؤ ددې جنګ دپيښو تذکره د قبائلو په تاريخ کښې ځائې په ځائې شوې ده. خو مونږ دلته ددغو واقعاتو په تفصيل کښې تلل نۀ غواړو. البته دومره به ضرور ووايو چې دې جنګ په قبائلو کښې دعجب خان اپريدى، فقير ايپى، ملاپاونده او دغه رنګ نور قهرمانان پيدا کړل چې تراخره پورې دانګريز سره په جنګ وؤ انګريز چې کله قبائل دتورې په زور لاندې نۀ کړل نو بيا ئې دقبائلو سره دسياسى او دوستانه تعلقاتو معاهدې لاسليک کړې خو دلته دګرانو لوستونکو پاملرنه دې ته راګرځول غواړو چې په ١٨ جولائى ١٩٤٧ دازادۍ هند د ايکټ ١٩٤٧ ددفعه ٨(١) (ج) لاندې برطانيې دهغو ټولو معاهدو د منسوخۍ اعلان وکړو کومې چې برطانوى حکومت هند په خپل دور کښې د قبائلو سره لاسليک کړې وې
لکه څرنګه چې مونږ ټولو ته دا معلومه ده چې ١٢ نومبر ١٩٩٣ ته د ډيورنډ معاهدې سل کاله پوره شو او په دې موده کښې دډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته ډير حکومتونه راغلل او لاړل خو داکرښه دپخوا شان متنازعه ده. دپاکستان دجوړيدو نه وروستو هم دې مسئلې څو څو وارې سر راپورته کړے دے نور خو پريږده چې دطالبانو حکومت چې پاکستان ئې پوره پوره ملاتړ کولو هغه هم ډيورنډ کرښه تسليمولو ته تيار نۀ وؤ
احمد رشيد په خپل کتاب ((طالبان)) کښې ليکى
(( دپاک فوځ دا خيال ؤ چې ددواړو ملکونو ترمنځه انګريز راښکلې متنازعه ډيورنډ کرښه، چې دافغانستان يو رژيم هم نۀ ده تسليم کړې، طالبان به ئې تسليم کړى. دفوځ دا خيال هم ؤ چې طالبان به په صوبه سرحد کښې دپښتون قوم پرستۍ، مخه ونيسى او دپاکستان اسلامى انقلاب غوښتونکو عناصرو ته به ذريعه اظهار موقع ورکړى او دغه رنګ به په ملک کښې داسلامى تحريک پيش بندى وشى. خو نتيجه ئې بيخى بل رنګ وخته. طالبانو دډيورنډ کرښې دتسليمولو او دصوبه سرحد په ځينو حصو باندې دافغانستان ددعوې دستبردارۍ نه انکار وکړو))
هيڅ څوک ددې حقيقت نه انکار نۀ شى کولے چې دنړۍ په تاريخ کښې ددويم ستر جنګ نه وروستو دټولو نه لويه پيښه دپخوانى سوويت يونين ټوټې کيدل دى ددې پيښې نه وروستو سوړ جنګ خپل منطقى انجام ته ورسيدو خو ورسره دنړۍ کمزورى قامونه دامريکنۍ اژدهار رحم وکرم ته پاتې شو ترکومه چې داپيښه دافغانستان په پخوانى حيثيت پورې اړه لرى نو په دې خبره هر څوک پوهيږىچې اوس افغانستان فاصل رياست (بفرسټيټ) نۀ دے پاتې شوے او نۀ اوس دشمال لۀ خوا دجارحيت څه ويره لرى بيشکه چې دتاريخى او جغرافيائى لحاظه دانۀ يوازې په سيمه ايزه (علاقائى) بلکې په نړۍ واله سطحه هم يوه لويه تبديلى ده خو دې تبديلۍ نن پاکستان دډيورنډ کرښې په حواله ديو ډير پيچلى صورتحال سره مخامخ کړيدے هم دې صورتحال جنرل مشرف په دې وئيلو مجبور کړو چې زمونږ لويديز سرحد غير محفوظ شوے دے خو په ځائې ددې چې جرنيل صاحب ته خپلو نزدې ملګرو او حربى ماهرينو په دې بدل شوې نړيوال او سيمه ئيز تناظر کښې سمې او درستې مشورې ورکړې وې هغوى جرنيل صاحب دقبائلى اصلاحاتو او ترقياتى پيکج په نامه داقبائلو دنيولو په خطرناک مهم کښې ونښلولو خو سياسى پوهه لرونکى عناصر پوهيږى چې داد پاکستان دموجوده فوځى حکومت يوه سنګينه سياسى او تاريخى غلطى ده او چې ددې غلطۍ هر څومره زر ازاله وشى دپاکستان په حق کښې ده، حکومت ته پکار دى چې دډيورنډ کرښې حفاظت دې دپخوا غوندې قبائلو ته پريږدى لکه دپخوا هغو ئې نن هم ددې کرښې دحفاظت پوره پوره توان او صلاحيت لرى خو په شرط ددې چې دهغوى په ازاد او خودمختار حيثيت کښې لاس وهنه بند شى پاتې شوه دافغانستان لۀ خوا دجارحيت خبره نو دابيخى ناشونې ده
ډير شاته به نۀ ځو دپاکستان دجوړيدو نه واخله تر نن پورې دډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته دپرتو قبائلو ترمنځه دزمکې په سرکومه شخړه نۀ ده راپيدا شوې چې دا ددې خبرې ښکاره ثبوت دے چې دواړه غاړې ديو بل دعلاقائى حدودو څومره احترام کوى په اخره کښې کۀ ډيورنډ کرښې په حواله سره دقبائلو په حيث ديو فريق خبرې وشى نو بې ځايه به نۀ وى هر څو کۀ په کال ١٨٩٣ کښې دډيورنډ معاهدې دلساليک کيدو په وخت دقپائلو نه چا په حيث ددريم مګر حقيقى فريق پښتنه ونۀ کړه خو ددې مطلب دا هرګز نۀ شو چې سل کاله تيريدو نه پس دې هم اوس چې يو ځل بيا ددې کرښې په باره کښې خبرې اترې روانې دى قبائل دې بيا نظر انداز کړے شى. ښکاره دې وى چې دايکټ ١٩٣٥ ددفعه ٣١١ او دازادى هند ايکټ ١٩٤٧ ددفعه ٨ (١) (ج) يوځائې لوستلو نه پس چې دډيورنډ کرښې کوم صورتحال مخې ته راځى هغه دتشريح محتاج نۀ دے خو کۀ بيا هم څوک دخپل طاقت په نشه کښې دقبائلو دې حق منلو ته تيار نۀ وى نو بې شکه چې هغه په دې متل عمل کوى چې ( چا سره کوتک وى ميښه دهغه ده) خو خر هغه دې داخبره واورى چې پردے حق په زور نه خپليږى