خپرؤنو نېټه: 12 جون 2004
دحيرت خبره داده چې که حکومت يوځلې بياداسې کارروائى کول غوښتل نو دسولې اومذاکراتو دډرامې څه ضرورت ؤ سياسى مبصرين د ګڼى چې حکومت ديوغټ جنګ دتيارۍ دپاره دمهلت ضرورت ؤځکه چې قبائيلى خلقوپه تيرجنګ کښې عسکرى قوتونو ته ډير ځانى او مالى نقصان رسولے ؤ او ددوى دپاره نور پرمختګ ممکنه نه ؤ حکومت دالقاعده اوطالبانو په مسئله کښې دډيرو تضاداتو ښکار دے يواړخ ته وئيل کيږى چې په زرګونو القاعده ،طالبان ارکان دې علاقو کښې پټ دى بل خوا وئيل کيږى چې مونږ ددوى خاتمه کړې ده .
دنيا اوعوام حيران دىچې په کومه خبره يقين وکړى صدرجنرل پرويز مشرف تيره ورځ په يوه ټى وى انټرويو کښې وئيلى دى چې واناکښې ډير غير ملکيان موجود دى او دوى دپاکستان اودنيا دامن دپاره غټه خطره ګڼلے شى سوال دا پيدا کيږى چې که واقعاً داسې وى نوحکومت د نيک محمد اونورو خلقو سره مذاکرات اوسوله ولې کوله که دهشت ګرد واقعى په قبائيلو کښې موجود دى نو ددوى سره دمقامى خلقو دومره همدردى ولې ده؟ ددې ډير ساده جواب دے اوهغه دا چې عام خلق اوس هم دخپل رواياتو اوکلتور په بنياد دې خلقو ته پناه ورکول خپل فرض ګڼى .
دپاکستان اوامريکې په نظرکښې ترپرونه خودا خلق حريت پسند اومجاهدين وو او داخبره دوئى دتيروشلو کالونه په ذهن کښې ايښې ده چې طالبان اوالقاعده داسلام اومسلمانانو دسربلندۍ جدوجهد کوى حکومت ته يوه غټه مسئله داهم پيښه ده چې په حساسو ادارو ، انتظاميه او پولټيکل سسټم کښې اوس هم دطالبانو ملګرى موجود دى يو مهذب سړے هم دهشت ګردۍ ته ښۀ عمل نه شى وئيلے خوسوال دا پيدا کيږى چې ددې ګروپونو دختميدو په کوششونو او اقداماتو کښې دهغه خلقو څه قصور دے کوم چې په امن کښې خپل ژوند ژواک تيروى حکومت له پکاردى چې دامريکې د دباو په بهانه دې دعامو قبائيلو نه دانتقام اخستو خپله پاليسى ختمه کړى که داسې ونکړى نو دطالبانو اوالقاعده په عوامى همدردۍ کښې به نوره اضافه هم وشى اوحکومت به دقبائيلو دحمايت نه محرومه شى .
که چرې قبائيل دحکومت په ضد ودريدل نو دپاکستان دپاره به دمغربى سرحدونو دفاع کول ناممکنه شى او ددې ټوله فائده به نورو قوتونو ته ورسى حکومت که واقعاً دالقاعده او طالبانو په ختمولو کښې سنجيده وے نو ددوى به ئې په هغه وخت کښې مخ نيوے کړے وے کله چې دوى پاکستان ته داخليدل ددې اقداماتو افسوسناک اړخ داهم دے چې دانټلى جنس دغلطو معلوماتو له کبله مطلوب کسان نوروعلاقو ته منتقل شى اوسرکارى ادارې عام قبائيل په مصيبت کښې مبتلا کړى .
په قبائيلو کښې چې دپاکستان خلاف کوم نفرت خوريږى دهغې ډير خطرناک شکل جوړشوے دے دشيخ رشيد، فيصل صالح حيات اوشوکت عزيز غوندې خلق دقبائيلو دکلتور ،تاريخ نه خبر نه دى دوى په کراچۍ او کوئټه غوندې ښارونوکښې امن نشى قايمولے تردې حده چې صدرپاکستان ته تحفظ نشى ورکولے نو په قبائيلى سيمه کښې به کومه کارنامه سرته ورسوى ضرورت ددې خبرې دے چې دامسئله دې د جرګې دلارې حل کړے شى اودټوپک اودړکو په ځائې دې دمذاکراتو لاره اختيار کړے شى .
دې لړ کښې دې دعوامى نمائندګانو قوم پرستو مشرانو، قبائيلى سپين ږيرو اونورو عوامى خلقو خدمات حاصل کړے شى اوداخلق دې قبائيل په دې خبره قائله کړى چې دوى دحکومت سره تعاون وکړى که چرې داسې ونه شى نوالقاعده اوطالبان به په ټول ملک کښې خواره شى او دوى به دحکومتى ادارو خوبونه حرام کړى ځکه چې کله دخپل سر خطره پيښه شى اوانسان ته دسرپټولو سيورے نه ميلاويږى نو بياهغه دبل سړى هيڅ پرواه نه کوى پاکستان چې په ماضى کښې دډالرو په لالچ کښې کومې پاليسۍ اختيار کړې وې دهغې فائده خو يو څو جرنيلانو او ليډرانو ته ورسيده خو سزائې ټول پښتون ملت ته ترغاړې ده او دوزيرستان جګړه دقبائيلو طالبانو او حکومت درې واړو دپاره دغيرت او ضد مسئله جوړه شوې ده