خپرؤنو نېټه: 30 جنوري 2004
په علمى او ادبىميدان کښې ځنې شخصيتونه داسې هم وى چې دبيش بها خدماتو او صلاحيتونو لرلو باوجود په علمى او ادبى حواله دګمنامۍ په تيارو کښې پټ وى . پروفيسر غلام ربانى انورصاحب هم په دغو شخصيتونو کښې يو دے کله چې زۀ داپريل په وړومبۍ نيټه ٢٠٠٠ کښې دډيره اسماعيل خان ګورنمنټ کالج ته دليکچرار په حيث راغلم نو زما په ذهن کښې دمخکښې نه دا خاکه وه چې ددغه ځائې علمى او ادبى خلقو سره به ليدل کوم زۀ په وړومبۍ ورځ پروفيسر ربانى صاحب سره اتفاقا ً کښيناستم ماته داپته نۀ وه چې دوى دادب يو ګڼ اړخيزه مطالعه لرى او يو ګڼ اړخيز ادبى شخصيت دے په هاسټل کښې داوسيدلو زما وړومبۍ مسئله دوى حل کړه. بيا مو سره په خپلومضمونونو تعارفى خبرې وکړې. زما مضمون پښتو ادب ؤ او ددوى اردو . دوى سره دوه درې نشستونو کښې په ما ددوى دشخصيت دمختلفو زاوئيو انکشاف کيدلو ، ورو، ورو راته معلومه شوه چې ربانى صاحب خو داردو نه علاوه دپښتو، فارسۍ، سرائيکۍ او انګريزۍ ليکونکے هم دے. اردو او پښتو کښې ايم اے کولو نه علاوه ئې ايل ايل بى هم کړې ده ځکه ئې په ادبى خبرو کښې هم داستدلال رنګ غالب وى
زمونږ کالج کښې دڅه مودې رفاقت نه پس ددوى تبادله دلکۍ ګورنمنټ کالج ته دپرنسپل په حيث وشوه. دلکۍ کالج دې لړ کښې ډير مضبوط روايت لرى. ځکه چې دلته دروغ ليونى او رحمت الله درد غوندې ادبى شخصيتونه هم دپرنسپل په حيث پاتې شوى دى. ربانى صيب ددې کالج دادبى روايت يوه بله کړۍ وه. دې کالج کښې دوى دنورو سرګرميو سره سره ادبى سرګرمۍ هم ژوند کړې او ددغه کالج ادبى مجله ((ګمبهيلا)) چې ددې علاقې دتاريخى حيثيت لرونکى درياب سرائے او علاقې په مناسبت ئې ورله نوم ګهمبيلا ايښے دے دربانى صاحب راتلو سره او ددغه ځائې يو بل پروفيسر انوار بابر صاحب کاوشنو سره د((ګهمبيلا)) مجلې معيار دتعليمى ادارو دهرې مجلې سره سيالى کولے شى. تقريبا ً دوه ، دوه نيم کاله مونږ ددوى دعلمى او باوقاره محفلونو نه محروم وو. خو تيرو ورځو کښې چې دوى يو ځل بيا زمونږ کالج ته دوائس پرنسپل په حيث راغلل نو دلته دادبى رواياتو دبيا راژوندى کولو او زمونږ دمحفلونو دښائسته کولو طمع يو ځل بيا پيدا شوه هسې هم زمونږ دکالج کليزه مجله (( ګومل)) تقريبا ً ددرې کالو راسې نۀ چاپ کيږى دربانى صيب راتلو سره ددې مجلې ديوځل بيا اجراء امکان هم پيدا شو
دعمر عهدې، او تجربې دډيرې زياتې فاصلې په وجه ما دوى سره داسې بې تکلفه ناسته لا تر اوسه نۀ وه کړې خو څه موده وړاندې چې دپيښور يونيورسټۍ داردو څانګې دسيورى لاندې ((دصوبه سرحد په ادب)) کوم سيمينار منعقد شوے ؤ هغې کښې ربانى صيب هم شريک ؤ بلکې ددوى شرکت خو پکښې داردو او فارسۍ ژبو دادب په حواله ديو ماهر او صاحب الرائے دانشور په حيث ؤ دې دوران کښې تقريبا ً پنځه ورځې دوى سره دناستې ولاړې او سفر موقع په لاس راغله ددوى مزاج ډير عاجزانه او شريفانه دے په دې موقع ئې زما ډيره حوصله افزائى وکړه. خصوصاً چې کله ما مقاله واوروله نو دوى ئې ډيره ستائنه وکړه. زۀ پوئى شوم چې ددوى مزاج دحوصله افزايۍ کولو دے خو ګټه مو دا وکړه چې سره مو دنزدې نه لږ شان بې تکلفه خو دادب دائره کښې تعلق پيدا شو
بيا څو ورځې وړاندې چې دپيښور يونيورسټۍ د اردو څانګې صدر ډاکټر صابر کلوروى صاحب دګومل يونيورسټۍ د((بورډ اف سټډيز)) اجلاس ته راغلے ؤ نو مونږ خو دکلوروى صاحب استقبال له تلى وؤ خو ربانى صيب ددغه اجلاس مشرى کوله او دګومل يونيورسټۍ داردو ايم اے او بى اے دپاره ئې نوے نصاب مرتب کولو. په دې موقع يو ځل بيا ربانى صيب سره دادبى مباحثې موقع راغله زمونږ کالج ته دنوى پرنسپل په راتګ دوى خپل کور کښې د ډيره اسماعيل خان دروايتى ((صحبت)) تيارے کړے ؤ ماسره دډير شفقت له مخه ئې ماته هم بلنه راکړه. زۀ چې ددوى ځائې ته لاړم او ددوى لائبريرى مې وليده نو ددوى دعلمى تندې اندازه راته نوره هم په واضحه طريقه وشوه په لائبريرۍ کښې موجوده کتابونو باندې چې ما نظر واچولو نو پکښې داردو ادب نه علاوه په مجموعى حواله مذهبى، تاريخى، ژبنى او نورو متفرق موضوعاتو کتابونه موجود وؤ چې ددوى دذهنى پختګۍ غمازى ئې کوله. څو ورځې وړاندې زما په غوښتنه دوى دخپلو ادبى ليکونو يو فهرست ماته راکړو چې فهرست مې وکتو نو حيران په دې شوم چې ددومره اهمو او ډيرو علمى پيرزوئنو باوجود دا ګوشه نشين او فقير طبع انسان په ادبى حلقو کښې هغسې ياد نۀ دے کوم چې ددوى حق دے. په دې فهرست کۀ خبرې کوؤ نو قيصه ډيره اوږده کيږى خو دومره به ووايم چې په اردو کښې داوولسو علمى او تحقيقى مقالو نومونه ئې سره دمجلو دچاپ تاريخونو ليکلى وؤ داپه مختلفو موضوعاتو ليکلے شوى دى ددولسو تحقيقى مقالو يو بل فهرست هم په اردو ژبه کښې دے او دريم فهرست هم تقريبا ً هم دغسې دے
په پښتو کښې ئې يو شمير علمى او تحقيقى مقالې ليکلى دى چې داردو په مقابله کښې کمې دى دغه شان په انګريزۍ کښې ئې هم يو شمير ليکونه کړى دى چې دپښتو نه زياتې دى يو څو مضمونونه ئې په سرائيکۍ ژبه کښې هم ليکلى دى په پښتو، اردو او سرائيکۍ کښې ئې شعرى مجموعې هم شته چې لا چاپ نۀ دى دتحقيقى مقالو او نثرى ليکونو کتابونه ئې هم لا چاپ نۀ دى البته څو نصابى کتابونه ئې په اردو کښې چاپ دى
ربانى صاحب وخت په وخت دډى آئى خان ريډيو سټيشن دپاره په مختلفو سماجى، سياسى او ادبى موضوعاتو تقريرونه او مضمونونه هم ليکلى دى چې دهغې نه هم يوه مجموعه جوړيدے شى
غرض دا چې پروفيسر غلام ربانى انور صاحب دعلم او ادب دميدان يو داسې شهسوار دے چې کۀ ټول ليکونه ئې چاپ شى نو اردو پښتو، سرائيکۍ او انګريزۍ ادب ته به په وخت خپلې بخښنې پيرزو کړى دوى نن سبا زمونږ دډيره اسماعيل خان کالج کښې دوائس پرنسپل په عهده کار کوى زمونږ ترې ډير اميدونه دى چې ددې کالج وقار به نور هم اوچتوى انشاء الله