خپرؤنو نېټه: 8 مئي 2004
هسې نن سبا چې دپښتون حالت ته ګورم نو ډير خفه شم ځکه چې ډير لتاړ او سختو شپو ورځو کښې ګيردے، کله نا کله په دې خبره سوچ وکړم چې دغه کوم وجوهات دى چې دوى ئې دومره ناکړدو سره مخ کړيدى او دښه سوچ نه پس دې نتيجې ته ورسم چې ددې دټولو غټ دوه وجوهات دى ددۀ پښتون او مسلمانى او هم دغه وجوهات ددۀ دتباهۍ سوب جوړ شوى دى
اول خو دا چې دې پښتون نه بلکې ښه کلک پښتون دے اودويمه دا چې پشتون دے نو بيا خوبه ارو مرو مسلمان وى او هغه هم څه اخوا ديخوا مسلمان نه بلکې دښې کلکې عقيدې واله سوچ چې مسلمان.
دا هاغه پښتون مسلمان دے چې دچا په قول او فعل کښې تضاد نۀ وى چې څه ئې په زړۀ وى هغه ئې په خُلۀ وى دا هاغه ساده باده پښتون مسلمان دے چې يو ځل دچا سره لوظ قول وکړى نو بيا خپل سر بائيلى خو ولې دخپلې ژبې نه نۀ اوړى دا هاغه پښتون مسلمان دے چې دمناقفت په چل نۀ پوهيږى ظاهر باطن ئې يو شان وى او بيا دپښتون ددې خاصې نه به خو هر وګړے خبر وى چې يو ځل دے چاله پناه ورکړى نو بيا دهغه حفاظت په ځان لازم ګڼى او کۀ سرئې پکښې ځى نو هم څه پروا ئې نۀ ساتى
نن کۀ مونږ دافغانستان دپښتنو حالت ته وګورو نو دې نتيجې ته رسو چې دوى هم دخپلې پښتو او مسلمانۍ دلاسه په کړخت او لتاړ د او هغه دارنګ چې طالبان کوم چې کټاس پښتانۀ مسلمانان وؤ او په ډير ښه ډول ئې خپلې حکومتى دندې سرته رسولې په ټول هيواد کښې ئې امن ؤ سکون او قلاره قلارى وه د چا دومره مجال نۀ ؤ چې په زمکه پروت چرته پردے څه څيز ئې اوچت کړے وے په ټول ملک کښې ئې اسلامى حکومت قائم کړے ؤ. خو هر کله چې امريکې دا وکتل نو دهغه په زړۀ دا ښه ونۀ لګيده چې دنړۍ په مخ دې چرته اسلامى حکومت وجود ولرى ددۀ په زړۀ کښې داغ داغ جوړ شو او دې فکر واخستو چې کومه داسې لوبه جوړه کړ ىچې دا خلق سره دحکومته نيست او نابود کړى
او بيا ئې ديوولسم ستمبر ٢٠٠١ ډرامه جوړه کړه او ددې پيښې پړۀ ئې په القاعده او اسامه بن لادن واچوله کوم چې افغانستان کښې پراتۀ وؤ
او بيا امريکې دافغانستان دطالبانو نه داغوښتنه وکړه چې اسامه بن لادن سره دنورو ملګرودې دوى ته حواله کړى ګنې نو دا خو هغه اسامه ؤ چې يو وخت کښې دامريکې دسترګو تور ؤ او هغه دارنګې چې هر کله روسانو په افغانستان يرغل وکړو او ددې دقبضه کولو هڅه ئې وکړه نو په دغه وخت امريکې سوچ وکړو چې ((ماموته بيا دې مونته)) راشه هم دا موقعه ده دروسيې دختمولو او ټوټې ټوټې کولو او بيا ئې دخپل غرض او مقصد پوره کولو دپاره ئې اسامه بن لادن سره دخپل ټول نيټ ورکه افغانستان ته منتقل کړواو هر قسمه سهولتونه سره دوسلې ئې ورکړې، وئيلے شى چې پيشو دالله رضا دپاره منږک نۀ نيسى نو امريکې هم چې دا هر څه کول نو دافغانانو دپاره ئې نۀ کول او نۀ ددوى دغمه داسې سوے ناست ؤ.بلکې ددۀ (امريکې) په خپل زړۀ دروس خلاف بوغمه ولاړه وه او دهغې دټولو نه غټه وجه داوه چې په ټوله نړۍ کښې سيوا دروس نه دامريکې دمقابلې بل څوک نۀ ؤ صرف او صرف روس ئې حريف ؤ نو ځکه دامريکې په سترګو کښې دے لکه دازغى چوکه کيدو، امريکه نو په دې تاک کښې ناسته وه چې کله به داسې موقع په لاس راشى چې دا ازغے هم لۀ مخې يوسى او لاره بيخى صفا شى او بيا روس دخپلې تباهۍ اسباب هم پخپله پيدا کړل او هغه دارنګې چې په افغانستان ئې يرغل وکړو. او هر کله چې روس دا کاروکړو نو دامريکې لاس په طلائى چانس ورغے او چار دې دامريکې هم ښۀ وى چې ددې چانس نه ئې ښه پوره پوره استفاده وکړه او بيا امريکې اسامه بن لادن پشمول ددۀ دملګرو افغانستان ته انتقال کړو او په ملا ئې وټپولو چې دروس ديرغلګرو خلاف تحريک شروع کړه، او هر کله چې دوى خپل تحريک شروع کړو نو په دغه وخت دوى مجاهد وګرځيدل خو ولې هر کله چې روس په شا وتمبيدو او ټوټې ټوټې شو نو بيا دغه مجاهد دترهه ګرو په نامه ياد شول ځکه چې اوس دامريکې خپل اهداف پوره شوى وؤ او دامريکې دا عادت دے چې هر کله ددۀ خپل مفاد سرته ورسى نو بيا ډيرې زر سترګې بدلې کړى او دغه ټوقه ئې داسامه بن لادن او ددۀ ملګرو سره هم وکړه
او بيا هر کله چې امريکې دطالبانو نه غوښتنه وکړه چې اسامه دې دوى ته حواله کړے شى نو دوى ورته چورلټ انکار وکړو ځکه چې طالبانو دا هيچرې نۀ شوه کولے ځکه چې اسامه بن لادن ددوى محسن ؤ نو دوى به څنګه خپل محسن ميلمه امريکې ته حواله کړې وے، طالبانو خو اسامه ته پناه ورکړې وه هو داخو دعقل نه ډيره لرې خبره وه چې پښتون دې خپل هغه ميلمه چې پناه ئې ورسره اخستې وه دشمن ته حواله کړى نو طالبانو هم داهيچرې نۀ شوه کولے ځکه کۀ چرې داسې ئې کړے وے نو دابه دبې غيرتۍ فعل ؤ ، او پښتون هر څه زغملے شى او اخر انجام ئې داشو چې دخپلې پښتو دلاسه ئې سر وخوړلو خو ولې خپله پښتو ئې ورنۀ کړه اصل کښې خبره داده چې پښتون په پښتو پښتون دے او پښتو کول څه اسان کار دے او نه دهر چا کار دے داصرف او صرف د پښتون کار دے چې ديو کس دپاره ئې خپل واک اختيار او ملک په داؤ ولګولو خو ولې خپل ميلمه ئې بل ته حواله نۀ کړو مشران خو هسې داخبره کوى ( چې پښتو کوې نو پښتۍ به ماتې ګرځې))