خپرؤنو نېټه: 1 جنوري 2004
د رمضان المبارک په بختوره مياشت کښې څوورځې وړاندې د هندکو شاعرانو اديبانو يوه ردنه نعيته مشاعره منعقدکړې وه چې مشرى ئې عبدالحليم صاحب ډاکټرظهور احمد اعوان او حاجى محمد عديل کوله. مشاعره کښې د صوبې ګڼ شمير کښې هند کى شاعرانو برخه اخستې وه دهندکوژبې د شاعرانو اديبانو اسلامى جذبه او اخلاص د قدر وړدے چې د روژې په مبارکه مياشت کښې ئې د معتيه مشاعرې انعقاد وکړو. خړ په اخبارونو کښې چې ددې مشاعرې خبرونه خواړه شول نو دهندکى شاعرانو د اسلامى جذبې ترشا يوه بله جذبه ډيره په شدت سره محسوس شوه چې هغې ته لسانى جذپه وائى. شائد جې ځنې خلق ورته لسانى تعصب ووائى. د خپلې ژبې ترويج او خورونه دهرقوم حق دے. د خپلې ژئې اصلى مقام او دحقونو غوښتنه هر ژوندے قوم خپله فريضه ګڼى. خودلته خبره د خيرانتيا په دې وجه وه چې د حضور(ص) سره د عقثدت جذبه خو بائد چې دومره غالبه وے چې په نعتيه مشاعرخ کښې د لسانى حقونو غوښتنه او لسانى عقيدت او جذبه نه وے ښورلے شوے. داغوښتنه په خپله صحيح هرقع پکاروه.
چرته لسانى حقوق غوښتل او چرته حضور(ص) سره د عقيدت جذبه ، چرته کتى لعل او چرته اعل د بدحشان
د دې نه دهندکى ليکونى د حضرت محمد مصطفى د شان سره د عقيدت رنګ په ډير ښه شان ښکاره کيږى. خو خبره دلته هم نه خلاصيږى. په دغه مشاعره کښې د سياسى تقريرونو په موقع چر د مشاعرې مشرانو کومې ويناګانې وکړې نو ډير په جرات سره ئې د حقائقو مسخ کولو مظاهره وکړه. په دغه موقه ووئيلے شول چې ((هندکوژبه دسرحدى صوبې دټولو نه لويه ژبه ده. ددې حقوق تل وهلے شوۍ دى. دې ژبې سره صوبه کښې لوې ظلم رواندے. په ميډيا کښې دې ژبې ته جائز حق نه شى ورکولے. بائدچې دې لورته حکومت متوجه شى)). دا داسې خبرې وى چې بحث پرې ګران دے. ځکه چې د جرات هم يو حدى
په دغه محفل کښې ناست ظهوراعوان ضاحب خو پخپله يو کالم کښې د بښتو ددې صوبې لويه ژبه ګڼلى وه خو دلته ئې هيڅ وضاحت ونه کړو. حاجى عديل صاحب هم په سياسى سټيج کلک پښتون وى خو دلته په هندکى توب قخر کوى داخبره زمونږ په ذهن کښې نه کښنيى چې اخر د صوبې د ټولو نه لويه ژبه هندکو څنګه ده؟. اول خو داسوال راپورته کيږى چې ايا هندکو يوه ځانله ژبه ده هم کنه دا دپنجابۍ يوه لهجه ده چې د پښتو رنګ پرې خور شوے دے.که د پنجائۍ او هندکو قواعد وکتلے شى نو زمونږ داهندکى ليکونکى به هم پښمې څه فرق ښکاره نه کړے شى. پنجائۍ او هندکو کښې که څۀ فرق دے نو هغه دا چې هندکو کښې د الفاظو ذخيره دپښتو او ځنونورو ژبو ورزياته شوې ده. چې پنجابيانودپاره ترحده نوے شے ښکارى. خو که بياهم مهدکوته ځوک څانله ژبه وائى لکه چې په شلمه صدۍ کښې ورته ووئلے شول نو بيا داخبره په کوم بنيادکولے شى چې دا ژبه د صوبې داټولونه لويه ژبه ده.
زمونږ هندکى ليکونکى خو دا خبره ښۀ لوستى خلق دى. سر شميرنه (مردم شمارى) ښۀ پيژنى چې پکښې د انسانانو شمير کولے شى. او دهرقوم او هرې ژبې د ويونکوشمير پکښر په واضحه ډول مخې ته راشى. هرکله چې د کال ١٩٩٨ مردم شمارۍ ترمخه سرحدى صوبه کښې قبائيلې پښتنوپه شمول دپښتنو شمير اتۀ اويافيصده دے يعنى په دې صوبه کښې په هرو سلو کښې اتۀ اويا(٧٨) کسان پښتانه دى. او پاتې دوه ويشت دنورو ژبوى دى.په دې صوبه کښې په نوروپاتې ژبوکښې ه هندکويواځينۍ ژبه نه پاتې کيږى بلکې په دغو دوويشتو فيصدو کښې ورسره پنجابى، سرائيکى، چترالى،شنا، کوهستانى وغيره ژبې هم شريکيږى نو هندکى ليکونکى دې پکښې خپل فيصدى پخپله ولټوى.
خو اخر د دومره تعليم باوجود د نمرغوندې روښانه حقيقت باندې سترګې ولې پټوى. او ډيره عجيبه خوداده چې د صوبې نه بهر هم دا هندکى وروڼه خپل ځان د بښتون په حيث متعارف کوى. خو دلته ئې بيا پښتوهيره وى. څومره تضاد دے؟ هندکى وروڼوله پکار دى چې د خپلې ژبې جائزمقام دې وغواړى او په حقيقت دې سترګې نه پټوى. بلکې ددې نه هم زياته ضرورى خبره داده چې دوئى که هندکويوه ځانله ژبه ګڼى نو له هرڅه اول دې د مغربى ماهر لسانيات سرجارج ګريرسن جواب وکړى چا چې دهندوستان ژبو جائزه کښې هندکو ته دژبې حيثيت نۀ دے ورکړے. سره ددې چې دهندکو ويونکى مونږ بيل نه ګڼو. دوى د پنجاب نه زيات پښتنو ته نزدې دى. د صوبه سرحد وسيدونکى دې. دلته ئې خپل مقام دے، خپل حقوق دى، خپل اهميت ئې دے. خودوى له پکاردى چې څنګه پنجاب يا نورو صوبو ته دوى خپل ځان پښتون متعارف کوى بايد چې دلته هم ځان پښتنو سر يو وګڼى. هله به د دوى اواز مضبوط وى. د دوى مقام به اوچت وى. هندکو که د دوى ژبه وى نو په ژبو کښې هيڅ تعصب نه دے پکار. د هندکو ژبې قدر پکاردے. هندکو زده کول پکار دى، ځکه چې ژبې خو د اظهارذريعې دى. څومره چې زياتى زده کړے شى نو ښه ده. پښتانه هم بائد چې هندکى خپل وروڼه ا د سرحدى صوئى وسيدونکى وګڼى. بلکې دا وئيل پکار دى چې هندکى ه په پښتنو کښې داخل دى. دوى د پښتنو برته ده. دوى له په خپلو کښې د تعصباتو اومقابلى په ځاې يو موټې کيدل پکاردى.