Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

په جنوبى ضلعوکښې داوبو او ګيس مسئلې

اشرف خان خټک

خپرؤنو نېټه: 2 دسمبر 2004

اوبۀ او ګيس دخدائې لوئى نعمتونه دى خوجنوبى ضلعو ته اوسه پورې داسهولتونه نه دى ورکړے شوى په شکردره ( کواټ) ګرګرى (کرک) لاچۍ خوا اوشاه کښې دتيلو اوګيس ملاويو نه پس اوس د پائپ لائن کار مکمل شوے دے خودحکومت طرف نه اوسه پورې دې علاقې ته دګيس ورکولو دپاره فنډ نه دے منظور شوے چې دعلاقې ټول خلق په کشمکش کښې دى په اخبارونوکښې دصوبائى اسمبلۍ ممبرانو بيانونه هم راغلى دى چې لاچۍ او کرک ته به ګيس ورکولے شى خوعملى قدم اوسه پورې چاهم اوچت کړے نه دے .

داشرفيه ويلفئير ټرسټ مشر او کميټۍ ايم اين اے مفتى ابرار سلطان او شاد محمدخان سره هم رابطې کړى دى هغوى دخپلو کوششونو جارى ساتلو دعزم اظهار کړے دے خوداعلاقې به ترڅو پورې داوبۀ او ګيس دپاره مطالبې کوى دپاکستان جوړيدونه پس هيچاهم جنوبى ضلو ته پام لرنه نه ده کړې نه خوپه جنوبى ضلعوکښې کارخانې شته اونه روزګار اونه دژوند بنيادى سهولتونه ، بياهم داخلق په مشکل سره ژوند تيروى .

په کرک ،لاچۍ ، کواټ، بنو او نورو ضلعو کښې که ډيمونه جوړشول نو دا علاقې به ډيره ترقى وکړى دګيس دريافت نه پس ددې علاقې اهميت هم زيات شوے دے خوعملى قدم دپاره دصوبې وزيراعلى جناب اکرم خان درانى اود صوبې ګورنر سيدافتخار حسين شاه په رحم وکرم به په لاچۍ کښې دګيس ورکولو دپاره دصوبائى اسمبلۍ ممبرانو هلې ځلې هم دستائيلو وړ دى داصلاحى کميټۍ لاچۍ صدر عمران خان کوششونه هم دستائيلو وړدى چې هغوى ئې دګيس مين کنکشن حاصلولو دپاره کوى لاچۍ ډيره لوئى علاقه لرى خودلاچۍ خپله ابادى هم ډيره زياته ده خوپه لاچۍ پايان کښې دښځواو ماشومانو دپاره دهائى او پرائمرى سکولونو هم کمے دے دمين جى ټى روډ سره سره څوسکولونه دى خو دوه کلو ميټرو کښې يوهم سکول نشته دے .

دتيلو او نورو څيزونو دګرانۍ دوجې نه دلاچۍ غرونو او دکول غار ځنګلات هم په ختميدو دى دلته دزيتون لوئى لوئى ونې وې چې اوس په ورکيدو دى ځکه دحکومت نه هيله لرو چې دځنګلات تحفظ دپاره دې اقدامات وکړى اوداشنۀ شنۀ ځنګلونه دې د تباهۍ نه بچ کړى . اوبۀ هم يولوئى نعمت دے په اوبۀ ژوندون روان دے چې کوم ځائې اوبۀ نه وى هلته ژوندون هم ګران شى ځکه حکومت ته پکاردى چې دڅښلو اوبو دپاره دې هم دلاچۍ کرک دپاره فنډ منظور کړى دلاچۍ پايان دوه مشينونه دى چې يوهم خراب شى نوبيا دڅښلو اوبه خلق دلرې لرې نه راوړى ځکه چې په لاچۍ کښې دې اوبۀ دپاره دې فنډ منظور کړےشى او دګيس مسئله دې هم حل کړے شى .

دنورو جنوبى ضلعو مسئلې هم دادى ځکه ټولو دپاره داڅيزونه اهم دى چې دغه شان غريب اولس هم دژوندکولو جوګه شى . دکواټ خوشحال ګړهـ پل هم دانګريزانو دوخت نه جوړ دے اوپنجاب سره درابطې دپاره داواحد پل دے پکارخوداوه چې دلته يوپه ځائې درې پلونه وے يوکرک سره بل لاچۍ سره اودريم کواټ خوشحال ګړهـ پل چې دغه شان دجنوبى ضلعو اولس ته فائدې ورسى خو سوال دادے چې دامسئلې به څوک حل کوى اياڅوک دقوم غمخوران شته څوک به ددې خوارې علاقې طرف ته توجه کوى .

په اخر کښې زۀ يوځل بيا ګورنر صيب سيدافتخار حسين شاه اودوزيراعلى توجه دجنوبى ضلعو غريب اولس مسئلو طرف ته ګرځوم اميدلرم چې دهغوى قيادت به داضرورى مسئلې حل کړى اودې مسئلو ته به ترجيح او اوليت ورکړى


انځورونه د http://www.tidi.ac.cn/sj/SJ_guoji_gomal.htm اخستل شوي دي

Comments powered by Disqus