خپرؤنو نېټه: 2 دسمبر 2004
خله د هرچاخپله ده چې څه پرې وائى حق لرى څوک ئې منع کولے نشى خو څوک څوک ځينې ځينې خبرې داسې کوى چې سړى ته پرې خندا هم ورشى او ژړا هم . تيرو دوو مياشتوکښې دوه داسې ورځې هم وې چې مسلم ليګيانوپرې داسې حق لرلو لکه دمور په شودو چې ئې ماشومان لرى يو د ١٤اګست ورځ وه اوبله د ١١ ستمبر په يوه پاکستان جوړشوے ؤ اوپه بله بابائے قوم قائداعظم وفات شوے ؤ دوى د ١٤اګست په جلسوکښې چې نن په اوچتوهوټلونو کښې په سرکارى اونيم سرکارى فنډ ترسره کيږى عموماً ډير په بې شرمۍ سره د ريفرنډم ذکرکوى داځل هم يوصيب چې دنامې سره ئې د(( بټ)) قامى نوم وائى چې غالباً کشميرے دے په دغه شان يوه غونډه کښې وويل چې اوس خوقيوم خان او يوسف خټک مړۀ دى خويوځل بيا دريفرنډم تاريخ د دوباره کولو ضرورت دے نواوس به ئې مونږ کوو که بټ صيب خبره په کشمير کښې دريفرنډم وى نو هغه خو لا يو وار هم نه دے شوے او دقيوم خان او يوسف خټک ذکر پکښې له کومې راغلو ؟ بټ صيب که کشمير وى نو زمونږ دروند خوږ ميلمه دے اوپه دې سيمه هميشه ميلمه کوربه اوکوربه ميلمه درنوى که چرې ددوى مراد دکال ١٩٤٧ ددې صوبې دريفرنډم نه دے نوهغه د کوربنو دکور خبره وه پښتانه ميلمه ته په سرځائې ورکوى خو خپلو کورنو معاملو کښې د دخل حق نه ورکوى .
اوبټ اوس خپل کار روزګار دلته کوى او ددې ځائې شوى وى نو سمه ده چې دهغه ريفرنډم په باب خبره وکړى خو دحيرانتيا خبره داده چې ددغه ريفرنډم تاريخ خو ددۀ ډلې درې ځله پيش کړے اوداسې خوندئې ورکړے چې دانور درې ئې د پوره پاکستان په سطح وکړل اوکه داملک اودامسلم ليګ وى نو شايد ترابده به دريفرنډمونو داسلسله جارى وى ولې چې دهر ريفرنډم نتيجه دوه کم سل فيصده وى که فرق چرته وى نو په اعشاريه کښې وى او دهندوانو اواګون دمسئلې په شان پاکستان کښې مړمسلم ليګ په نوى جسم کښې دنوى سره راژوندے شى لکه ال انډيا مسلم ليګ د ١٩٤٧ ريفرنډم نه پس په حق ورسيدو.
د هند مسلمانان ئې د دوه قامى نظريې نه توبه ګار کړل اود سيکولر ازم لارې ته ئې ورديکه کړل اوځان له پاکستان مسلم ليګ جوړکړو چې صدارت ئې ورته خليق الزمان صيب را اوغوښتلے شو هغه خپل اولس هندواکثريت ته وسپارلو او ددې زمکې داولس خدمت ته ملا وتړله . بيا بل ريفرنډم بى ډى په بنياد کال ١٩٦٢ کښې ايوب خان وکړو زاړه مسلم ليګيان مشران بيل پاتې شول او اکثريت دمسلم ليګ ډلو جرنيل په مشرۍ کښې دمسلم ليګ ( کنونشن) په نامه جوړ کړو اوهم هغه خليق الزمان چې دپاکستان مسلم ليګ بنياد ئې ايښے ؤ ددې مسلم ليګ صدرکړو دادال انډيا مسلم ليګ دريم جنم پيدائش وو .
دريم ريفرنډم په کال ١٩٨٩کښې جنرل ضياء الحق دزکات کميټۍ دعشر کميټۍ اوصلوة کميټۍ په مرسته وکړو چې ورسره جنرل ضياء الحق سره د فوځى وردۍ پينځوکالو ته صدر شو خوافسوس چې داځل خليق الزمان ژوندے نه ؤ نو مجبوراً دپيرپيګاړه صيب يومريد محمد خان جونيجو څوک چې اول ځل سياست ته دډاکټر خان صيب دريپبلکن پارټۍ په ډله دوزير په حيث راننوتے ؤ هغه دمسلم ليګ ددې څلورم ځل زيګون په وخت د ګوند مشر شو او مسلم ليګ (ج) مينځ ته راغے خوپينحلس کاله چې نور تير شول موجوده باوردى رئيس جمهور يوځل بيا ريفرنډم وکړو او خپل صدارت ئې ورسره مشروعيت وګټلو او ددغه څلورم ريفرنډم نه يوځل بيا مسلم ليګ د نوى سره وزيګيدلو داځل ئې نوم پى ايم ايل (ق) شو ((ق)) د قائداعظم نه مخفف دے .
نو اوس يوځل بيا دريفرنډم داخبره ځکه کوى چې که داريفرنډمونه دغه پينځلس پينځلس اوشل شل کاله پس کيږى اود مسلم ليګ مودو مودو پس نوے زيګون کيږى نودمسلم ليګ (ب) ياصفا خبره چې مسلم ليګ ( بټ) وار چې راځى نو بويه چې بټ صيب ژوندے وى خير مسلم ليګ څلور ريفرنډمونه ټول په يوطرز يواستدلال اويوې خوښې نتيجې سره وکړل نو چاورته څه ووئيلى شول خوزمونږ فکر دې ته اوړى يو چې که دوى سمدستى بل ريفرنډم کوى او تاريخ تکراروى نو نور به څومره سرونه قربانى کيږى نوربه ددې غريب اولس حالت څومره په ښکته ځى بل ريفرنډم دې بيشکه وکړى خواول دې د هغه اولنى ريفرنډم قرضونه خلاص کړى اوهغه نظام دې راولى دکوم چې بابائے قوم وعده کړې وه .
د ١٤اګست دې غونډوته خو چې مسلم ليګ دې خپلې حقدارۍ هرڅه جواز ورکوى خوزۀحيران ددوى دې کلکو سترګوته يم چې بابائے قوم د مرګ ورځ يعنې ١١ ستمبر دوى د بابا دمرګ منظر څنګه يادوى بابا يوازې مسلم ليګى ليډر نه وو بابائے قوم هم وو قائداعظم هم ؤ اوسرکارى عهدې له لحاظه ګورنر جنرل هم ؤ چې دځنګدن په حالت کښې کراچۍ ته راوستلے شو نويو موټر ئې هوائى ډګر ته راغلے ؤ نه هغه دګورنر جنرل پروټوکول نه مسلم ليګى وزيران اونه نور څوک مسلم ليګى کارکنان هلته موجودوو داد خپل بابا نه دې اخرى لمحوکښې داومره لاتعلقى ولې وه ؟ دسړک په کناره دبل موټر په انتظار ناڅاپه دملت مور فاطمه جناح د موټر نه په چغو را اووته او په چغو چغو ئې وئيل (( زما ورور مړ شو زما ورور مړشو) اوبابائے قوم فليګ سټاف هاوس ته په يوبل ايمبولينس ګاډى کښې ورسول شو نورپاکستان څه چې کراچۍ دمسلم ليګيانو ډکهوه د مسلم ليګ حکومت ؤ مشران ئې هم هلته وو ښکارى دا چې څوک ديو پوليس سپاهى هم دبابا موټر سره نه وو چې لکه څنګه چې خپل کار ته دخلقو ذاتى موټران په بيګار نيسى دبابائے قوم په حالت رحم وخورى اودچاذاتى موټر په سوال وغواړى نه پوهيږم چې ددې سلوک نه پس هم چې مسلم ليګيان ځان دبابا حقيقى وارثان بولى نوداسې کلکې سترګې به بل چرته هم وى .
بيادبابا خور فاطمه جناح چې مسلم ليګيان ئې نن دملت مور بولى چې کله دجنرل ايوب خان په مقابله کښې دجمهورى رياست دچوکۍ دپاره کانديدشوه اوپيښورته راغله بې ديوڅوکسانو نورچې لکونه خلق ورته راغونډ شوى وو دهغوى په لاسوکښې سرۀ بيرغونه او بينرونه وو ولې چې شنۀ بيرغونه ټول دايوب خان جلسوته ورغلى وو اودملت مورکم ازکم په دې صوبه کښې دسرو بيرغونو په سورى کښې خپل انتخابى کمپين ترسره کړے ؤ او دمسلم ليګ د حکومت په دوره کښې ناڅاپه وفات شوه خدائې خبر چې دا د زړۀ خفګان وو که څه بل مرض خوهم دمسلم ليګيانو دوره کښې دمسلم په خله دملت مورلکه دخپل ورور دنامعلومه ارمانونو سره دنيمګړې دنياګۍ نه رخصت شوه .
نو تاسوخپله فکر وکړئ په دې بنده و ژاړى اوکه ددوى په دې کلکو سترګوپورې وخاندى خو ځه د ورور خور او داولاد يې خپلوکښې خبره ده هيڅ نشو وئيلے خودخدائې نه ځان ته اوخپلومشرانو ته دعا به وغواړو چې دې کوټه پيسو په جيب کښې ايښودو ياچلولو نه دې محفوظ وساتى داداسې تاوانى شے دے چې بنده وائى جوړګټه مې ترې واخسته خو چې په ځان پوهيږى بيا ترې وار تير شوے وى