Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

د مورنۍ ژبې د حقونو ورځ او زمونږ ذمه وارۍ

فيروز خان صادق

ورځپاڼه وحدت

خپرؤنو نېټه: 6 مئي 2004

٢١ فرورى هر کال په ټوله نړۍ کښې د مورينو ژبو ورځ نمانځلے شى ددې ورځې نمانځلو اهتمام او اعلان ملګرو ملتونو کړے دے چې دغسى د مورنيو ژبو عظمت او اهميت معلوم شى د ټولى نړۍ دژبو ويونکى د خپلو خپلو مورينو ژبو دحقوقو د پاره په دې موقع واکونه جلسې جلوسونه سيمنارونه او غونډى کوى. دخوشحالۍ خبره ده چې دا ځل پښتنو ليکوالو او سياستدانانو هم د اتفاق او اتحاد مظاهره وکړه او دخپلې ژبى د حقونو دپاره ئى يو شريک لاريون وکړه يوه غونډه ئى وکړه او په اول ځل په ميډيا خصوصا پرنټ ميډيا کښې دوى ته تر څه حده مناسب کوريج ورکړے شو او په نورو پښتنو کښې ئى هم د خپلى ژبى د خقونو جذبه پيدا کړه اګر چې پښتانه ليکوال شاعران اديبان او د قلم قبيلى خاوندان د تيرو څوکالو راسې دا سلسله جارى ساتلې ده خو داځل ئى لږ اثر زيات و او ددې وجه شايد دا وى چې د پښتنو شاعرانو سره سره په دى مبارزه کښې بعضو سياستدانانو هم ګډون وکړو او بيا چې تيره تيره د موجوده صوبائى حکومت بعضې وزيرانو پخپل ګډون دا پروګرام نور هم خوندور او ګټور کړو.

د پيښور دليکوالو شاعرانو او اديبانو سره سره دکراچۍ او ځنى نورو سيمو نه هم د پښتنو مينه والو د قربانيو خبرونه را غلى دى چې هغوى هم د خپلى ژبى د حقونو دپاره خپل لاريون او جلسې کړى دى . په مطبوعاتو کښې ئى بيانونه راغلى دى او دپښتو ادبى بورډ ملګرو ه تر څه حده کوشش کړے دے چې د خپلى ژبې د حقونودپاره څه تجويزونه او قراردادونه وړاندى کړى وى. هم دغسى نورو ملګرو هم ګن قرار دادونه وړاندى کړى دى چې ډيرد قدر او توجه وړدى خو ضرورت ددې خبرې دے چې زمونږ واکداران او حاکمان دخپلى ژبى د حقوقو نه خبر شى او د ژبى خبره د سياست سره ونه تړى بلکه ژبې ته د يوقام د ترقۍ اوسوکالۍ د سبب په نظر وګورى او د ژبې کوم حقونه چې د ټولى نړۍ او بيا په تيره تيره دملګرو ملتونو غوندې ادارې منلى او ښودلى وى نو کم نه کم د هغوى دچارټ مطابق خواند ټولو ژبوله خپل حقوق ورکړے شى.

د پښتو ژبې کم نصيبى دا ده چې ددې د حقونو جنګ صرف اوصرف شاعران اديبان کوى او رښتيا خبره خو داده چې هم دې طبقې دا ژبه ژوندۍ ساتلې ده او تر دې ځايه ئى را رسولې ده. د دوى په شا نه حکومتى پشت پناهى شته او نه ورسره د عام اولس مرسته او ملګرتيا شامله ده. بس په يوا‌زې ځان لګيا دى دخپلې ژبې دشته کولو او ساتلو مبارزه کوى او دغسى خپل اهمه منصبى او قامى فريضه تر سره کوى او دګُتو په شمير دغو ښاغلو کښې بيا اختلافات هم موجود دى او چې خبره داختلافاتو راشى نو د يو تحريک زور او اثر بيخى کم شى او چې اثر ئى کم شى نو آواز ئى ګونګ شى او څوک ئى نه اورى او نه ئى وينى عين هم دغه معامله زمونږ سره هم روانه ده چې زمونږ دګُتو د شميردا يو څو شاعران دى او بيا د دوئى تر مينځه اختلافات هم موجود دى.

نوځکه د دوى آواز کمزورے دے خو دکمزورى مطلب هرګز دانه دے چى بى اثره دے بلکه لکه څنګه چې ووئيل شو اوس خو چې کال تيريږى نو د دوئى آواز او د دوئى تحريک مظبوط او محکم کيږى او که مونږ د دې اوسنى لاريون او غونډې عکسونه وګورو نو ر اته به معلومه شى چې حالات ډير بدل شوى دى او د يو روڼ سباون زيرے ورکوى او مونږ ته ددې خبرې ډاډ ګيرنه راکوى چې که زمونږ مبارزه هم دغسې روانه وى نو هغه ورځ لرې نه ده چې ډير زر دنيا زمونږ حق تسليم کړى او پښتو له خپل حق ورکړى. زمونږ حکومت هم دا خبره منى او برملا ئى کوى هم چې پښتو اوس د ټولى نړۍ ضرورت جوړشوے دے د پښتو ذده کول او دې ژبې ته خپل حق ورکول پکار دى ددې ژبې دننه راداخل شوى د نورو ژبو ټکى دى نه لرى کول پکار دى او پښتو يوه سوچه او کره ژبه جوړول پکار دى په اليکټرانک او پرنټ ميډيا کښې پښتو له هم مناسبه نمائندګى ورکول پکار دى او دپښتو ترقۍ سره ددې سيمى داستوګنو او ددې ملک ترقى تړلىده د دوى دا ټولې خبرې من وعن درستې او سمې خو په عملى کولو کښې ئې چې کوم خنډان دى د هغو د لرې کولو دپاره اقدامات هم دغو واکدرانو له کول پکاردى.

دپښتو ژبې دحقونو په لړ کښې چې زمونږ ګرانو مشرانو ليکوالو شاعرانو پوهانو اديبانو او سياسى مشرانو کومه منډه ترړه وهلې ده او کوم کوششونه ئې چې د٢١ فرورۍ په موقع کړى دى هغه دډيرې ستائنې وړ دى خو کۀ لږ نور محنت هم وکړے شى او دا سلسله نوره هم مضبوطه او مربوط کړے شى نو زما په خيال ددې مثبت اثرات به نور هم را څرګند شى او هم ددې هلو ځلو په نتيجه کښې به پښتو له خپل حق ورکړے شى او په دې مبارزه کښې مونږ له دهرې طبقې خلق شاملول پکار دى چې دغسې زمونږ دا مبارزه پخپل نيک مقصد او مرام کښې بريالۍ شى او پښتو هم لکه دنورو ترقى يافته ژبو يوه لويه او مضبوطه ژبه وګرځى

Comments powered by Disqus