Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media | Betak |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

مړى ګورکفن او جنازې

ليک: اشرف خان خټک

ورځپاڼه وحدت

خپرؤنو نېټه: 9 جولائي 2004

په لږه غوندې موده کښې ډير انسانان ددنيا نه رخصت شول چې هر څوک ورته خفه دى دمولانا شاه احمدنورانى چې کوم ددين دپاره خدمات دى هغه به هميشه هميشه دپاره ياديږى ځکه چې هغه دمفتى محمود او نورو عالمانو په سرپرستۍ کښې دقاديانانو خلاف په ١٩٧٣ کښې تحريک پيش کړے ؤ هغه وخت خدائې بخښلے ذوالفقارعلى بهټو وزيراعظم ؤ په اسمبلۍ کښې په دغه تحريک مکمل بحث وشو او متفقه طور باندې ئې ميرزايان غير مسلم او کافران وګرځول

يقيناً چې مرزايان ياقاديانان غير مسلم اوکافران دى ځکه چې هغوى دختم نبوت حضرت محمد (ص) دذات اودين نه انکار کوى او احمد او محمدص نه دهغوى مراد مرزا غلام احمد وى (نعوذبالله )ددې خبرې نه انسان هله معلوميدے شى کله چې دهغه دزړۀ حال معلوم کړے شى يادهغه ملګرو نه معلوميدے شى ځکه چې څه رنګ انسان وى د هغه هغه شان ته دوستان اوملګرى وى

مولانا شاه احمدنورانى ددسمبر مياشتې په کال ٢٠٠٣ کښې په اسلام اباد کښې دزړۀ دحرکت د بنديدو دوجې نه مړ شوے ؤ هغو ته الله پاک ډيره پوهه ورکړې وه په عربۍ، فارسۍ ، انګريزۍ او په اردو ژبه هغوى ته مکمل دسترس حاصل ؤ

هغوى دکرائې کور کښې وسيدل دهغوى جنازه په کراچۍ کښې وشوه چې په لکونو خلقو پکښې برخه واخسته دايم ايم اے ليډرانو هم دهغوى په جنازه کښې شرکت کړے ؤ مولانا صيب دبريلى اوديوبندى تفرقې خلاف ؤ او هغه ټول قوم ته داتفاق او اتحاد درس ورکولو ځکه هغه دايم ايم اے هم مشر او امير ؤ. په لسم دسمبر ٢٠٠٣ د کواټ لوئې اهم شخصيت حاجى ګلزار صيب شهيد کړے شو مرحوم ګلزار صيب دکواټ دتاجرانو صدر ؤ هغه دخدمت خلق تنظيم سرپرست او مشر ؤ دپبلک سيفټى کميشن ممبر هم ؤ کله چې هغوى بازار ته تللو نو هيپى ويلى سره په هغوى هشت ګردو فائرنګ وکړو او شهيد شولو شهيد حاجى ګلزار سره مونږ دصدائے اباسين او ورځپاڼه وحدت ملګرو څو ورځې اول ملاقات کړے ؤ چې ديوغريب سړى څه کار هم هغو کړے ؤ دهغوى په جنازه کښې زرګونو تاجرانو شرکت وکړو اوټول بازار ئې احتجاجاً بند کړے ؤ حکومت نه ټول تاجران دا اپيل کوى چې دمجرمانو تلاش دې وشى او هغوى ته دې پوره پوره سزا ورکړے شى

دسه شنبې په ورځ ددسمبر په شپاړسمه نيټه د مشهور عالم دين ايم اين اے مفتى ابرار سلطان پلار په حق ورسيدو په جنازه کښې ئې درې نيمو زرو خلقو شرکت کړے ؤ خدائې بخښلے اکمين خان يو غريب انسان ؤ دغنمو باجرو تجارت ئې کولو او ټول عمر ئې دزامنو په خدمت کښې تير کړو ددوى ژنړے زوئى چاوژلے ؤ چې دهغه په خفګان کښې ئې نظر لاړو خوډير خوش قسمته هم ؤ چې دمفتى ابرار سلطان ايم اين اے غوندې زوئې ورته خدائې ورکړے دې دهغوى په جنازه کښې قومى او دصوبائى اسمبلۍ ممبرانو، ملک اسد ناظم اعلى کواټ، مولانا فضل الرحمان ايم اين اے او نورو ګڼو کسانو شرکت وکړو الله پاک دې هغوى ته جنت الفردوس ورکړى او د هغوى په زامنو دې الله پاک برکت کيږدى

په ګرديز اوپکتياکښې دامريکې الوتکو په ماشومانو بمبارى وکړه چې په لسم دسمبر شپږ ماشومان مړۀ شو دې نه اول هم په ماشومانو بمبارۍ شوى دى چې دافسوس خبره ده دمسلمان ملکونو کمزورۍ داحال دے چې په خپل کور کښې هم نن مسلمان محفوظ نه دے کله چې دماشومانو ټکړې ټکرې اولس وليدل نو دقيامت منظر ؤ په ويتنام جنګ کښې هم امريکې داسې کړى وو اوبيا دجنګ نه پس درې لکه نه زيات بچى امريکې په سرکارى طور باندې امريکې ته راوړى وو او هغوى ته دامريکې شهريت هم ورکړے ؤ خدائې خبر چې دهغوى دمور او پلار به څه حال ؤ

په عراق کښې هم دغه رنګ په زرګونوماشومان او لوئې مړکيږى دصدام حسين دګرفتارولو سره هم حالات هغه دى ځکه چې اوس عراقيان دامريکې غلامان دى ايا امريکه به عراق ازاد کړى يا ايران به هم قبضه کړى دا راتلونکى مسئلې دى خوپه لکونو شهيدانو دبمبارۍ ښکار شوو مسلمانانو په حالت زار باندې ډير خفه يم. هرځائې کښې دسنت او ددين کارونو خلاف ورزى کيږى چې دافسوس خبره ده دجنازې نه داسې معلوميږى چې مسلمانان ډي ضعيف شوى دى اوداغيارو سازشونو ښکار شوى دى يو مسلمان ملک هم داسې نشته چې ددين ټولې خبرې پکښې وى هرځائې بتان فوټوان او دشرعى خلاف څيزونه موجود دى

ټوله ميډ يا داخلاقى زوال ښکار شوى دى مسلمان بې حس شوى دى يومسلمان دبل مسلمان سره اتفاق او خواخوږى نشته دے په کور محلې کښې داحالت دى نو دمسلمان ملکونو حالت خو هرچاته معلوم دے نن دپاکستان نه اميد لرم چې ددين سربلندۍ او دنړۍ اتحاد او اتفاق دپاره به کار وکړى ځکه چې ټولې نړۍ پاکستان طرف ته سترګې دى لکه يونظم دموجوده حالاتو عکاسى کوى .

په سوچونو کښې اودۀ ئې
ګير دکفر په پنجه ئې
مددګيرته داسلام وے
په دنياکښې ډير نيک نام وے
په عروج وے هم په بام وے
نن غافل چې ترسنۀ (ص) ئې
ګير دکفر په پنجه ئې
چې دکفر ملاتړ کړى
ورور عزيز ورته چې پړ کړى
ملک وقوم ورته چې خړ کړى
دوزخى ئې که هرڅه ئې
ګير دکفر په پنجه ئې
دعربى (ص) په نقش روان شئ
بچ دشر اودشيطان شئ
درحمان شى درحمان شى
چې اشرف په ژوندنه ئې
په سوچونو کښې اودۀ ئې

Comments powered by Disqus