خپرؤنو نېټه: 2 دسمبر 2004
دسفر په دوران کښې چې سړے خپله غلے وى اودبل خبرې اورى نوډيرې دکار خبرې اوريدے شى زۀ هم بله ورځ دفلائنګ کوچ په اخرى سيټ ناست وم اوسورلو خبرې مې اوريدې . بحث جوړشو چې دصوبائى اسمبلۍ ممبرانو ته اوقامى اسمبليو ممبرانوته چې کوم فنډ ورکولے شى ددې استعمال څنګه کيږى په دې خبرې خوټول متفق وو چې ممبران صاحبان په اليکشن زرګونه ولګوى نولکونه به ګټى او اوس خبره دلکونو او کروړونو شوه نو لکونه او اربونه به ګټى اوياران دوستان سپورټران ئې هم خوشحاله ساتى او يوه پکښې خپله چشم ديد حال داسې ووې چې هغوى دحلقې ممبر صيب خپلې حلقې کښې درې کوان (اوپن ويلز) منظور کړى دى او دغه کوان ايم پى صاحب خپلو عزيزانو او ملګرو ته ورکړى دى اوهغوى ئې په خپلو خپلو زمکوکښې کندى. اودکواټ په ترقياتى کارونو کښې د څښلو اوبو د پاره کنستلے شى خو چې چائې منظور کړى وى هغوى خپلو ذاتى ملکيتى زمکو کښې دپاڼو دپاره استعمالوى اودا ګيله ئې زياته وه چې يو سړے دغه رنګ کوهے کندې زميندار ته دد بتى ډکولو اجازه هم نه ورکوى يوخو په صوبې کښې خصوصاً په جنوبى ضلعو کښې خلق دڅښلو اوبۀ نه مومى بل خو ممبران صاحبان خپلو يا دوستانو په ذاتى زمکو کښې کوهان کندى او ځينې زاړه کوهانو ته لکه د کنډې په شان نوى جامې ور واغستوى اوناوې ورنه جوړه وى دغه رنګ دترقياتى فنډونو چې کوم بد حال دے الله دې ورته ژغوره که دقامى اسمبلۍ ممبران دى که صوبې دى که دايم ايم اے ملايان صاحبان دى که دنورو پارټۍ ممبرانو ښۀ په درز کښې اقربا پرورى شروع کړې ده او چاچې اليکشن کښې دکتاب نسخې ته دخدائې دکتاب سره تعارف کولو هغوى هم دچانه پاتې نه دى
که څوک تله دانصاف په لاس کښې درکړى
خپل ټټو اودبل اس به سره سم کړے
خبره دې نن سبا ايم پى اے ګانو نه د دضياء الحق مهربانۍ نه چې کوم کوريشن شروع شوے دے هغې کښې بلدياتى اوپارليمانى ټول غړى ککړ دى ددغو ټولو ممبرانو کار صرف اوصرف ګليو کوڅوکښې خښتې لګول دى بلدياتى نظام په راتلو دا اميد شوے ؤ چې ممبران به خپل ټول سوچ قانون ائين اواسټبلشمنټ ته ورکړى خو دلته هغه مجبورى وه دوزيرانو نه ټول ايم پى اے ګان دغه توقع لرى چې هغوى ته به دترقۍ په نوم فنډ ورکړے کيږى او هغوى به ورنه کميشن کيش کوى دا اولسير نه واخله ايس ډى او پورې ټولو وازه خوله نيولې وى او ايم پى اے صاحب پورې ټولوته خپله برخه رسيږى . غريبان يعنى چا چې شل ديرش زره روپۍ زرعى بينک نه خستى دى هغوى ته خو په جبر ريکورى اوشوه او چې کومو لکونو او کروړونو قرضې اخستے دى هغوى ممپران جوړشول نو ځان ته او ملګرو ته ئې قرضې معاف کړې . وړاندې به کرپشن په داسې انداز کښې کيدو چې عام سړے به ورباندې نه پوهيدو اوس خوپټوارى ته ورشے، نو څوکيدار به وائى دپټوارى صيب فيس دغه فيس پاندې دضلعې کمشنر هم خبر دے اودضلعې ناظم دصوبې وزيراعلى هم ښۀ خبر دے . خوڅوک هم دې ته لاس نه اچوى ولې چې پټوارى خو هم حلقې کښې صاحب ته ووټونه راټول کړى دى دنماز قائم کړو مهم سره سره که رشوت ختم کرو تحريک هم ايم ايم اے شروع کړے دے نو څومره به ثواب کار وے