Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

دباچاخان دکليزې په مناسبت محترم اجمل خټک سره مرکه

ميا فاروق فراق

ورځپاڼه وحدت

خپرؤنو نېټه: 6 مئي 2004

يادګيرنه

ښاغلے اجمل خټک چې دخپلې انقلابى او نظرياتى شاعرۍ او پښتون ملت يا له سياست په حواله دادبى او سياسى نړۍ يو ښکاره نوم دے دنوموړى ټول ژوند دخپلې پښتانۀ دملى ، سياسى، جمهورى، معاشرتى، معاشى، اقتصادى او لسانى حقوقو دپاره دمبارزې نه عبارت دے ښاغلے خټک صيب دلوئې اتل فخر افغان عبدالغفار خان دڅو هغو نزديو ملګرو دصف دامام حيثيت لرى چې سياسى شعور ئې دباچا خان دنظرياتى سياست په غيږ کښې سترګې پرانستې وې خو ولې وروستو دباچا خان د سياسى او فکرى مکتب دودانۍ اډاڼه جوړ شول او دخپل ملت دسوکالۍ او خوشحالۍ ورځې دپاره ئې دقيدوبند او دتشدد په زغملو او دبې کچه جانى او مالى قربانيو په ورکولو يوداسې تاريخ رقم کړو چې پښتون ملت پرې ټول عمر وياړى.. مونږ د باچا خان دکليزې په حواله دښاغلى اجمل خټک سره يوه خصوصى مرکه کړې ده چې دلوستونکو په خدمت حاضره ده

س: دباچاخان دسياسى وارث په توګه دهغوى په تحريک او سياسى مبارزه يو نظر واچوئ

ج: باچا خان اودهغه مشن چغه نۀ وه تحريک ؤ دپشتون دقومى ژوند دسمون ديوې مرحلې هڅه نۀ وه دتايخ درفتار ترمخه دپښتون قوم دجوړښت تاريخ ؤ او هغه هم ديو ليډر په شان نۀ بلکې هاغه مخلص ؤ چې انسانى شرافت ئې نظر او عمل او زۀ ځکه وايم چې باچا خان يوه چغه نۀ وه تحريک ؤ

١_ چې هر کله يو قوم يو اولس ته وړه يا لويه پيښه رامخامخ شى نو قوم کښې چغه پيدا شى او دهغه پيښې يا ستونزې مقابلې ته قوم راپورته شى

٢_ دتاريخ درفتار سره په تمدنى او سماجى لارو دوړاندې تګ سره قوم غزونې شروع کړى نو دغه غزونې تحريک شى چې قوم جوړ کړى نو تس نس قوم جوړ قبيلې راغونډې او اولسونه يو کړ ىاو قومى شکل ورکړى دې ته تحريک وائى او باچا خان هم داسې تحريک ؤ

٣_ دعالمى، انسانى، تاريخى، سماجى ارتقاء سره قدم په قدم مخکښې تګ کيږى دباچاخان ددې تحريک څو بنيادونه وؤ

الف: ژبه او کلچر (ب) اقتصاد

ج: جغرافيائى وحدت

د : سماجى سمون

ذ: سوچه عقيده

ر: دخويندو ميندو بشرى حقوق

ز: ناوړه رسمونه او رواجونه ختمول.

س: دقوم جوړولو دپاره روزنه او پالنه.

٤: درياست او مذهب ترمينځه داشرف المخلوقات دروح مطابق تعلق، مذهب محبت دے نفرت نه، کرکه او تعصب نۀ دے

انسانى ورورولى، ملک وقوم جغرافيائى او ثقافتى دائرې دى نو دادباچاخان دتحريک بنيادونه دى چې ما بيان کړل ځکه نو نن کۀ زۀ په دې نکتو بحث کولو سره ليکل وغواړم نو دبابا کليزه به تيره شى او ليکل به خلاص نۀ شى خو زۀ دنورو لوستونکو عالمانو او ليکوالانو په مخکښې دغه ږدم هيله لرم چې هغوى به زما په مدعا پوهه شى او کۀ څوک پرې څه وئيل غواړى نو دا سلسله به په وړاندې بوځى او دا تيارې به روښانه کړى

س: ځنې خلق اعتراض کوى چې باچا خان کوم سياسى فکر يا نظريه داولس وړاندې وه دادهغه خپل فکر او نظريه وه بلکې د هندوستان دګاندهى جى دفکر او نظريې نه زيږيدلې وه تاسو په دې حقله څه وايئ

ج: دبدقسمتۍ نه دباچاخان په حقله چې کومې غلط فهمۍ عام دى هغو کښې لويه غلطى داده چې ګنې باچاخان دهندوستان د کوم ليډر نه اثر قبول کړيدے خو زۀدهغه دقريبى ذهنى فکرى او عملى مطالعې نه پس وايم چې دهغه ټول تحريک دهغه دخپل طبيعت ؤ په دې لړ کښې چې زۀ دلته کوم اهم وضاحت کول غواړم هغه دادے چې باجاخان په عدم تشدد سخت ولاړ ؤ خو باچا خان دانۀ غوښته چې څوک په يو مخ سپيړه درکړى تۀ ورته بل مخ ونيسه بلکې هغه غوښتل چې انسان ټولنه يا قوم کښې د تمدن، ترقۍ، عدل، انصاف جرګې قانون او سماجى عدالت په داسې مضبوط قوت پيدا شى چې دتشدد ضرورت پاتې نۀ شى دادهغه بنيادى فلسفه وه او دباچاخان ددې تحريک شاته دهغه فکر وعمل داؤ چې احترام ادميت مذهبى روادارۍ قول او فعل کښې يووالے زور نه جرګه دادهغه بنياد ؤ

س: څه وجه ده چې باچا خان دبيدارۍ په يوه چغه دلر وبر پښتون لښکر په ځان پسې ودرولو او دپيرنګى او دهغه دشاګردانو په وړاندې دمبارزې يو نۀ ماتيدونکے سنګرثابت شو خو ولې نن دباچا خان دهم هاغې سياسى نظريې او فکر په نوم سياست کوونکى د باچا خان سياسى وارثان په دې کښې بريالى نۀ شول چې پښتانۀ ئې په غږ راپورته شى او د دوى په قيادت کښې دخپلو حقوقو دپاره مبارزې ته ملا وتړى ايا په نننيو حالاتو کښې دباچا خان دفکر ونظر ارزښت لۀ مينځه تلے دے کۀ دهغه سياسى وارثان دهغه نظريه په سم ډول په مخ نه وړى؟

ج: باچا خان دپښتو دهاغه وخت دمعاشرې او معيشت، سماج او تمدن ژوند او نفسياتو ټولو په نظر کښې نيولو سره دا تحريک دخپلو يوڅو ملګرو سره داسې شرو کړو چې څه ئې وئيل هغه ئې کول او نوم ئې ورته (اصلاح الفاغنه)) کيښود چې داصلاح په ذريعه ئې قوم جوړولو بيا ئې ورته ((خدائى خدمتګار)) نوم کيښودو ددغه تحريک مقصد دخدائې دمخلوق د کوم فرق او امتياز نه بغير دخدائې دپاره خدمت کول وؤ چې داقتدار جنون او دعوامو استحصال پکښې نۀ وى او هر چاته دهغه بشرى حق حاصل وى چې دهمدې مقصد دپاره باچا خان هر کور ته لاړو دهر چا سره دطبقې، جنس، عقيدې يا ل کوم فرق نه بغير که په کټ ؤ کۀ په ټغر کۀ په ګټه ؤ کۀ په زمکه کښيناستو هغه ئې واوريدو خپله ئې ورته وکړه او دهغې په بنياد ئې داولس سره داتحريک جوړولو نو جوړ ئې کړو

س: باچاخان چې کله هم دپښتون دحق خبره کړې ده نو لر او بر پښتون ئې يو شان ياد کړيدے خو نن چې ((بر)) پښتون دعالمى استعمار په پنجو کښې ګير دے بده ورځ پرې راغلې ده نو دباچاخان سياست پالونکى پرې ځانونه ناجاڼه کړى دى او خپل سياست ئې تر کالاباغ او پښتونخوا محدود کړے دے ايا دادباچاخان دسياسى نظريې نه انحراف نۀ دے

ج: دحالاتو دجبر او دزور د مخنيوى دعلاج غم کولے شو او غم ئې دادے چې دمحاذ ارائى نفرت او خونريزۍ په ځائې دې دامن لاره دجرګې په ذريعه ولټولے شى چې دا دنن ضرورت دے بايد چې دغه ضرورت ته عملى شکل ورکړے شى ګنې په چغو جنډو او محاذ ارائيو خبره جوړيږى نه، ورانيږى

س: دسيمې او نړۍ په بدليدونکو حالاتو کښې چې پښتنو قوم پرستو قوتونو دخپل قام دبقا‌ء دپاره دکوم سمت تعين کړے دے ايا تاسو باورى يئ چې دنړۍ په سبانۍ نقشه کښې به د پښتون ملت دنوم ((خانه)) خوندى وى او ايا دپښتنو قوم پرستو قوتونو رويې به دپښتون دملى وحدت يا ملى رويې په وړاندې خونۀ خنډ کيږى

ج: اصل شے ملى روحيه وى دهر اولس يا قوم دعمرونو د ژوند ژواک دسختو نرمو حالاتو دتجربو او دخپل محيط د غرونو درو ميدانونو يادګارونو او تاريخى اثارو عکس وى چې دهغې نه ديو قوم نفسيات يا ملى روحيه جوړيږى دا په هاغو پښتنو يا افغانانو کښې چې تا ئې دمستقبل پحقله سوال کړيدے داسې موجوده ده چې دهيڅ يو بل قوم نه کمه نۀ ده نن کۀ په ټوله دنيا کښې پښتون تس نس او پخپله خاوره ټوټې ټوټې تقسيم شوے پروت دے کۀ په لر او بر ملکونو کښې او کۀ په غرونو درو کښې پروت دے ددوى ملى روحيه يوه ده قائمه ده شته او تر اوسه چا ختمه نۀ کړے شوه دچنګيز نه واخله تر انګريز او بيا اوس اوس روس او نن امريکې پورې زمونږ يقين او ايمان دے چې نن او سبا ئې هم څوک نۀ شى ختمولے... تر ننه ددې ملى روحيې درې مضبوط بنيادونه راغلى دى، پښتو يا افغانيت، اسلام، ،استقلال، ازادى... نوې دنيا ډير اړخونه بدلوى دتمدن تکنيک او انرجى په بنياد به هر څه وکړى دا اوسپنې نه به روبوټ جوړ کړى معجزه نما کارونه به وکړى خو ايا انسان بدلولے شى؟ ختمولے شى؟ زما يقين او ايمان دے چې داسې نه شى کيدے نو لنډه هم دا او اوږده هم دا چې زمونږ ملى روحيه تر نن ورځې شته او نن چې دنړۍ قوتونه هر اړخ بدلوى زمونږ په جغرافيائى محل وقوع پټو خزانو او انسانى خاصيتونو او صلاحيتونو سترګې پټولے نۀ شى بلکې ورته متوجه دى نو ځکه لا مايوسى نشته اميدونه او هيلې ډيرې دى کۀ چرې د کړکيچنې عالمى فضا درقابتونو ترمينځه خپله دلر وبر هيواد وروڼه جرګه شى يا وخت دجرګې موقع ورکړى چې درقابتونو محاذ ارايۍ، او دجنګ دتباهۍ لۀ ويرې فضا کښې امکانات پيدا کيدے شى او دوهلو ځپلو نه پس چې لروبر هيواد کښې پښتانۀ دغوږين په ځآئې دصنعت وتجارت الات ګرځوى او ددنيا دګوټ ګوټ نه دتهذيب وتمدن داعلى ترين سازوسامان کاروبار کوى دغر او ځنګل دپسماندګۍ په ډير بې تعليمه وروستو پاتې ژوند کښې د ورځو شپو تيرولو په ځائې دهمسايه او دنيا په اعلى ترينو يونيورسټيو او اکيډمو کښې ډګرۍ ترلاسه کوى او دحکومتونو انتظامى صنعتى تجارت او سياسى سفارتى غورزو پرزو کښې مخکښې مخکښې دى نوې فضا هيلې زيږولى دى چې دوى دغارونو او څمڅو دژوندو په ځائې ددنيا اوچتو ښارونو کښې استوګنه لرى او معاملو ته وړاندې شوى دى نو ددې سره به ئې احساس شعور او دخپل ژوند ضرورتونه هڅوى نو ورځ تر ورځه مو په تخريب کښې دتعمير رڼا ښکاره کيږى داسې لولو وينو او اورو چې مونږ ته دنيا متوجه ده حالانکې دډيرو غرضونو سره خو دسنډاګانو جنګ کښې مونږ خدائى لکه دچيندخانو ولې دل کوى

(دچغې مجلې نه په مننې سره)

Comments powered by Disqus