Khyber.ORG
Pashto :: Pashtuns :: Pashtunkhwa :: Pashtunwali
پښتو :: پښتانه :: پښتونخواه :: پښتونوالی

| Articles | Publications | Maps | Links | Language | Tribes | Media |

پښتو څيړنه
Printer Friendly Version

د جهاليت د دور علامت

ليک ::: عرفان الله خان

ورځپاڼه وحدت

خپرؤنو نېټه: 1 جنوري 2004

تيره ورځ مې د هندوستان په سرکارى ټيلى ويژن نيسنل باندې يو داسې پروګرام وکتو چې غونے مې ځيګ شو دشپې خواؤ شا يوولس بجې وې خو غواړم چې ددې پروګرام منشا خپلو لوستونکو ته وړاندې کوم . په پروګرام کښې ښودلے شوى دى چې دهند په اندراپرديش ايالت کښې يوه داسې ټولنه هم شته چې نسلاً لمباډا ياديږى دوى دغريبۍ دکرښې نه لاندې ژوند تيروى په جونګړو، جوګيو او دخس او خاشاک نه به جوړو شوؤ استوګنو کښې اوسيږى اکثريت ئې تور پوستکى دى او دمذهبى رجحاناتو پته ئې نۀ لګى.

زنانه ئې داسې لباس اغوندى چې دمرۍ لاندې او دنامه نه بره دستر حصه ئې بې ستره شان ښکارى، په خپلو ويښتانو کښې کونجکې لګوى او دمړوندو نه وخله تر څنګلو پورې پنګړى په لاسونو کښې اچوى. او دډير عمر زنانه هم کالى او پترى چارګلونه نتکۍ اوتعويذونه وغيره استعمالوى. داسې ښکارى چې دهند دکم اصله طبقو سره تعلق ساتى. ياده دې وى چې دهند نسلونه په څلورو برخو کښې تقسيم دى برهمن اعلى ذات او طبقه ده دوى خپل حآن ته دابراهيم عليه السلام سره نسبت ورکوى باقى پاتې درې طبقې شودر ويش او کشترى دى په هند کښې داسې نسل پرست هندوان هم شته چې دشودر خلقو سره لاس هم نۀ جنګوى ددوى دسيورى نه ډډه کوى وائى چې په دوى دديوتاګانو قهر نازل شويدے.

خبره مو داندراپرديش دامباډا دنسل کوله درپورټ لۀ مخې هلته اکثر مور او پلار خپل واړۀ ماشومانې لوڼه په بيعه خرڅوى دکورنيو نارينه اکثره مزدوران يا قواليان دى تعليم پکښې دنشت برابر دے هم داوجه ده چې دخاندانى منصوبه بندۍ څه تصور پکښې نشته. په يو يو کور کښې دشپمو نه راواخله تر دولسو پورې جينکۍ زيږيږى په دغه ټولنه کښ دجينۍ په وادۀ دجينۍ مور او پلار دديرشو نه واخله تر څلويښتو زرو پورې هندى کلدارې خرڅ کوى چې ددوى دوس نه بهر کار دے هم دا وجه ده چې په ورکوټوالى کښې دا ټولنه خپلې ماشومانې دنامعلومه غير ملکيانو په لاس دپنځه سوه نه واخلې تر زرو روپو پورې خرڅوى، او دا پوښتنه ترې هم نۀکوى چې ددې ماشومانو سره به څه سلوک کيږى. ايا ددوى پختورګې، سترګې يا نورې جسمانى اعضاء به ددوى نه بيلولے او خرڅولے شى او کۀ دا ماشومانې په په غربى هيوادونو کښې په جسم فروشۍ مجبورولے شى.

داخبره اوس ډنډوره شوې ده او دبى بى سى فرنټ لائن ميګزين او انډياټوډے په خپل خپل تحقيقاتى نشريات خوارۀ کړى دى. په پروګرام کښې محترمې ګيت راماسوامى چې دهند يوه کالم نګاره او ليکواله ده ووئيل چې دايالت پوليس دخپلو نمبرو جوړولو دپاره ځينې کسان نيولى هم وؤ خو دهغې باوجود دا مکروه کار هم داسې مخ په وړاندې روان دے او تر شا ئې يوه پوره مافيا يا جرائم پيشه تنظيم کار کوى. په پروګرام کښې دهند دقضا ځينې ذمه وارو کسانو او دغير سرکارى تنظيمونو لۀ خوا عهده دارانو برخه واخسته او دخپل ژور خفګان او غصې اظهار ئې وکړو، دلته بايد په پام کښې ونيول شى چې لږه موده مخکښې هم په دې چينل باندې دسرائيکى خلقو قامى مشر تاج محمد لنګا الزام لګولے ؤ چې سرائيکى ماشومان او ماشومانې په بيعه اخستل کيږى وجه ئې دهغه ځائې غريبى ښودلې وه چې دعربو شيخان ترې دخپلو اوښانو دمنډو شوق پوره کوى ياده دې چى داټولنه دسرائيکستان په نامه په جنوبى پنجاب کښې دپاکستانى واکمنو نه دځانله ايات مطالبه کوى.

لوستونکيو ته به شايد چې معلومه وى چې په غربى نړى کښې جنس دصنعت درجې ته رسيدلے دے ددغه ملکونو په شمول دامريکې او برطانيې په زرګونو حراميان او حراميانې دلغړو فلمو نو په جوړولو کښې بوخت دى کوم فلمونه چې دپاکستان او هند غوندې ملکونو ته سمګل کولے او پټ په پټه تقسيمولے شى او نن ئې هم خلق پټ په پټه ګورى دداسې لغړو فلمونو په ذريعه په کومه کښې چې جنسىمريضان ملوث وى دوى په اربونو روپۍ ګټى او په خپلو فلمونو کښې دسپو او خرو او ځناورو غوندې حرکتونه کوى دکومې نه چې په اسانه پته لګى چې دوى خپل ذهنى صحت لۀ لاسه ورکړيدے دروس دټيلى ويژن درپورټ ترمخه هلته هم داسې مجرمان شته چې ماشومان پټ په پټه په جنسى فلمونو کښې ملوثوى او بيادغه فلمونه په ټوله نړۍ کښې پټ په پټه تقسيموى چرته چې دپوډرو غوندې داخپلو نشايانو ته ميلاويدے شى.

په اندره پرديش کښې ماته دماشمانو خرڅول هم ددې زنځير کړۍ ښکارى ددې کالم دليکلو په وخت زما په وړاندې دوحدت په صفحو باندې دبشرى حقونو بين الاقوامى تنظيم ايمنسټى انټرنيشنل هغه رپورټ پروت دے په کوم کښې چې وئيلے شوى دى چې په افغانستان کښې جينکۍ په زور وادۀ کولے شى. ماته داسې ښکارى چې دنړۍ په ځينو برخو کښې اوس هم دجهالت ددور رسم اورواجونه او عادتونه رواندى او دظلم او بې انصافۍ دوره دوره ده ځکه چې ماشومه لور په څو ټکو پيسو خرڅول پيغله لور په زوره وادۀ کول او ماشومه لور ژوندۍ ښخول دا درې واړه خبرې په معنويت کښې يو دى

Comments powered by Disqus